Categories

اعلان

Loading…

د تدریس اخلاق/ سیدشاه ګل ویاړ

هره چاره د اجرأ ځینې اخلاق لري چې د هغه نه پرته هغه چاره نیمګړي او نامکمله ښکاري. تدریس هم ځینې اخلاقي معیارونه لري چې د هغه سر ته رسول د هر استاد او معلم لپاره ډیر اړین دی او د دې اخلاقي معیارونو تدریسول  ضروري دي. فرض کړئ چې تاسو په پوهنتون کې یو مضمون تدریسوئ، د آزموینې د اخیستو نه وروسته تاسو ته یو شاګرد د پيسو وړاندیز کوي، بل شاګرد د دویم ځل آزموینې اخیستو وړاندیز کوي او یا دا چې یو لایق شاګرد ستاسو په آزموینه کې ناکامیږي؛ داسې حالاتو کې به ستاسو غبرګون څه وي؟ که د پیسو په مقابل کې مو د محصل غوښتنه ومنله بې له شکه د تدریس اخلاق مو تر پښو لاندې کړي دي. که د شاګرد په غوښتنه مو د آزموینې شرایط آسان کړل او دویم ځل لپاره مو ترې آزموینې واخیسته،نو دلته لږ ابهام شتون لري،مثلاً د ده پخوانۍ ریکارډ څنګه دی؟د نورو محصلانو سره ورته کمک شوی که نه؟ او ځینی نور خو د دریم محصل په اړه چې په ټولګي کې او همدارنګه په ښوونیزه ساحه کې ښه فعاله او غښتلی دی،ولی اوس يې نمرې کمې اخیستي دي، باید له سره پرې غور وشي.کیدای د آزموینې نه اضطراب په وجه يې نمرې کمې شوی وي او یا يې کومه جدي ستونزه درلوده تر څو مطالعه وکړي.تر ټولو مهمې پوښتنې د معلمانو نه د تدریس، د شاګردانو،محیط، رشتې او له ټولنې سره د هغوی د اړیکو په اړه کیږي.چې دې پوښتنو ته ځواب ویل اسان کار نه دی.په دې اخرو وختونو کې د تدریس اخلاقو په باره کې ډیر مطالب لیکل شویدي.دا چې د تدریس اخلاق څه دي؟بیلابیل تعریفونه لري.د فرهنګي نورمونو په اساس،لکه صداقت او په خپله خبره دریدل او یا هغه آرمانونه او هیلې چې د مناسب محیط سره مطابق د تدریس په برابرولو او تحلیل کې په نظر کې ونیول شي د تدریس اخلاق بلل کیږي. اخلاقي معیارونه پدې مانا چې د مختلفو ګروپونو په وړاندې زموږ مسؤلیتونه چې سر ته یې رسوو موږ باید رهنمايي کړي.کله چې موږ د دې معیارونو خلاف عمل وکړو نو دې ته غیر اخلاقي رفتار وايي.او اکثره هغه وخت پیښیږي چې کله څو مسؤلیتونه سره په تضاد کې وي. په علني توګه د پيسو اخیستلو نه نیولي بیا د یوې قانوني مسلې د ټولو اړخونو په سمه توګه نه وړاندې کول او په یوه ټولګي کې د اضافي وخت تیرولو په مقابل کې اُجرت غوښتل،ټول اخلاقي مشکل دي.د تاباچنیک څیړنو وښوده چې استادانو د زیاتو بوختیاوو په اساس او یا په هماغه برخه کې د علومو تیز بدلون له امله تدریس ته آمادګي نه درولوده او د ده په څیړنه کې جنسیتي زورونې په نشت حساب وې.ولې په یوه بله څیړنه کې همدې استادانو عمل او نظر  سره مخالف وو؛مثلاً هغوی پدې عقیده وو چې په نمرو کې د شاګردانو لاسوهنه غیر اخلاقي عمل دی،خو دا غیر اخلاقي کار بیا له دریو نه دوو برخو استادانو په عمل کې کاوه.د څیړنو په اساس مهربانانه منفي ګرايي،پرته له دقته برنامه ریزي،اخلاقي فساد،په نمرو ورکولو کې تبعیض، شخصي بې اعتنايي،د مضمون نا اړوند جزیات او غیر مرستندویه بدبیني هم د تدریس د اخلاقو خلاف عملونه دي.د تدریس اخلاق دا دي چې باید هر محصل ته احترام ولرو،هر یو ته په مساوي توګه توجه وکړو،تدریس ته لازمي امادګي ولرو او د ادارې په کارونو کې هم ونډه واخلو.د محصلانو په وړاندې د استاد مسؤلیتونه :

الف-خپلواکې زده کړې ته د محصل تشویق: د تدریس اصلي موخه زده کړې ته د محصل تشویقول دي.دا هغه وخت شوني ده چې موږ خپل ټول مسؤلیتونه وپیژنو او هم په مختوا تسلط ولرو.همدارنګه باید خپل شاګردان په هر اړخیزه توګه وپيژنو،د مختلفو مهارتونو او ذهني طرحو نه استفاده وکړو تر څو شاګردان مستقلې زده کړې ته په دوام داره توګه رهنمايي او وهڅوو.

ب- محصلانو ته درناوی: یو با خلاقه استاد د هر محصل ته ځانګړی درناوی لري که هغه په ټولګي کې د ننه وي یا د باندې.او د هغوی غوښتنو،پوښتنو،اړتیاوو او علاقو ته مثبت او په حوصله سره ځواب وايي.

ت-د محصلانو رازونو ته درناوی:بااخلاقه استاد هغه رازونه چې محصل يې د بحثونو په وخت کې بیانوي،باید پټ وساتي.

ث- د بهترینو علمي او اخلاقي معیارونو تمثیل:شاګردانو ته برسیره پردې چې موضوعات تدریسوو،هغه څه چې زموږ په شخصیت کې شتون لري هغه هم تدریسوو؛نو باید موږ د اخلاقو بهترینه نمونه ځان جوړ کړو.ج- د یوه صادقانه رفتار او عادلانه ارزونې ایجاد:استادان باید سم او علمي تدریس وکړي،د تدریس مطابق باید ارزونه وکړي او د نمرو په ورکړه کې تبعیض ونه کړی یانې له عدالت نه کار واخلي.

ج- له تبعیض،آزار او سوء استفادې څخه پرهیز: دا چې یو استاد له خپلو شاګردانو نه په ټولو اړخونو کې غښتلی ده،باید له دې ځواک نه ناوړه استفاده د شاګردانو د نژاد،جنس،ژبې او قوم له مخې ونه کړی اوهغوی ناحقه ازار نه کړي،په ځانګړي توګه جنسي ازار. موږ باید خپل ارزښتونه شاګردانو ته تدریس کړو،د هغوی ټولو مذهبي،فرهنګي او کورنيو ارزښتونو او عقیدو ته هم په احترام قایل شو او هغه ومنو،په ارزونه کې د هغوی وړتیاوې په نظر کې ونیسو.که داسې ونکړو نو دلته به یو تصادم را منځته شي چې بدې پایلې به ولري.په پایله کې ویلای شو چې په تدریس کې د اخلاقي معیارونو مراعتول د موضاتو له وړاندې کولو نه کم ارزښته نه دي اوهم باید خپلو راتلونکو نسلونو ته اخلاق،ارزښتونه او ویاړونه تدریس او د هغوی بیلابیلو ارزښتونو ته هم احترام ولرو.

51 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *