Categories

معاش/ بریالی جلالزی

بوډا سړي پر ټولو د چایو ګیلاسونه ووېشل. د هرو دوو، درېیو کسانو مخ ته به يې یو قاب چاکليټ کېښود. د حاجي ترڅنګ غلی کېناست. ورو يې ورته وویل:

  • حاجي صیب په بخارۍ کې اور بل کړم. کوټه سړه ده. هغه سهار چې مې دوه لرګي پسې کړې و بیا مې اور نه دی بل کړی.

حاجي په غصه‌ناک انداز ور وکتل لکه چې خبرې يې خوند و نه کړ:

  • نه. یخ له کومه سو. دونه ازوغ له کومه سو، چې سهار و بېګاه يې پسې کې.

بوډا جګ سو. څه ور په زړه شوو. بېرته زر کېناست.

  • حاجي صیب مېلمانه ځي که کوم یو پاته کېږي، چې د بېګاه ته سودا راوړم.
  • مساپرخانه خو مې نه ده خلاصه کړي. خود ځي. خپلو کورونو ته دې ولاړ سي. یو قدم لار ده.

بوډا زر جګ شو. پوه شو، چې خبرې پر حاجي بدې ولګېدې. حاجي په بوډا پسې غږ کړ:س

  • هغه مړز مې راوړه. سم يې راوخله چې ژوبل يې نه کې.

حاجي له اوږو چپنه پر بالښت خوره کړه. له کڅوړې يې مړز را وايست او د کيڼ لاس په غوښنو ګوتو کې يې ټينګ ونيو. د اوبو له جامه يې غرپ وکړ. مړز يې خولې ته برابر کړ او اوبه يې ور پو کړې. مړز يې په لاس کې وښورېد را ورښورېد. حاجي کټ کټ په خندا شو. لکه د مړز له ځورېدو چې يې خوند اخيستی وي. څنګ ته ايښی دسمال يې پر مړز راخور کړ. پر ښي لاس يې له سپينې ږيرې اوبه وتوږلې. حاجي مړز ته موسک موسک وکتل بیا يې په اوږدې خونې کې ناستو خلکو ته کړه:

  • رسول بای ته ووایاست چې د هغو پنځو لکو غچ درنه لس لکه وانخلم ولاکه دې پرېږدم. ته به يې ګورې.

ښي لور ته ناست سړي خپله قرقولۍ سمه کړه بیا يې وویل:

  • حاجي صیب نام خدای دا وارې دې نو داسې مړز پیدا کړی، چې په ټول وطن کې يې جوړه نسته. وایم بیشکه دې.

ورپسې کټ کټ په خندا شو.

د کوټې له بل سره یو کس په لوړ غږ وویل:

  • حاجي صیب که زما منې په دې مړز له لس لکو کم شرط و نه وهې. په دې وړو وړو شرطونو دې مړز مه خرابوه.

د حاجي ترڅنګ په توره دريشۍ کې ناست سړي په خپل ځای کې وخوځېد. د حاجي پر ځنګانه يې لاس کېښود او ور سره يې غبرګه کړه:

  • حاجي صیب! رښتيا درته وايي. په کمو پیسو دې مړز له چا سره مه جنګوه. له هر چا سره يې هم مه جنګوه. بیا يې ارزښت کمېږي. چې څونه يې کم جنګوې هغومره يې قیمت جګېږي.

له دې خبرې سره په کوټه کې چوپتيا خوره شوه. ټول د هغه د ځواب په تمه و. هر یو دې ته په تمه و، چې حاجي به د ده خبره خوښوي. هغه له مړز سره مستي کوله. لکه د دوی خبرو ته چې بيخي غوږ نه و. حاجي د کوټې سکوت مات کړ:

  • ریس صیب رښتيا وايي. دا مړز مې له هر بګېل مړز سره نه جنګوم ترڅو ښه نامي مړز نه وي.

ریس نيکتايي سمه کړه. پر ناستو کسانو يې نظر تېر کړ. د خوښۍ موسکا يې پر شونډو خوره شوه، چې حاجي يې نظر تاييد کړ.

حاجي ته د حج پرمهال یو عرب ویلي و چې د دوی د هېواد مړزان نامي دي. دوه مياشتې مخکې يې چې مړز مات شو، حاجي يې ډېر خپه کړی و. د پنځه لکه افغانیو مزړ يې ځای پر ځای حلال کړی و او له هغه عربه يې په لس لکه افغانۍ مړز راغوښتی و.

د مازیګر تر جمعې وروسته ټولو یو په بل پسې له حاجي سره مخه ښه کوله، ویل يې چې ناوخته ده او هوا سړه ده باید زر زر ځانونه کورونو ته ورسوي. بوډا سړی په ګوډه پښه راغی او د کوټې له غولي يې پیالې ټولې کړې. ورو د حاجي ترڅنګ کېناست او په خواره خوله يې ورته وویل:

  • حاجي صیب! ژمی راورسېده. په کور کې نه اوړه لرم نه آزوغ، بچيان مې یو هم ګرمې جامې نه لري. مياشت پوره شوي که زما معاش راکړئ. د تېرې مياشتې معاش مې هم نه دی اخيستی.

حاجي لا پر جای‌نماز ناست و. تسبیحات يې ویل، لکه د ګوتو بندونه چې شماري. سترګې يې خلاصې کړې. بوډا يې په سترګو کې غصه حس کړه:

  • ته نه وينې چې زه یوه روپۍ نه لرم او ته بیا را ته ناست يې معاش غواړې. ځه وځه.

حاجي بېرته د ګوتو په شمېرلو پیل وکړ.

پای

جنوري ۶مه، ۲۰۱۷

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *