Categories

ولې لیکل نه کوو؟

احسان الله ذهین

له ډېرو کسانو به مو دا شکایت اورېدلی وي، چې د لیکلو لپاره زیات څه لرم، خو لیکلی یې نه شم. ځینې کسان له لیکلو سره زیات شوق لري او د لیکلو لپاره سوژې هم ښې ډېرې لري؛ خو قلمبند کولای يې نه شي یا يې پيل ورته ګران وي. دا خو دومره د اندېښنې نه ده، ځينې بیا وايي چې د لیکلو وړتیا نه لرم.

که لیکلو ته مو دا ډول پلمې رامخ ته کړې، د نه لیکلو په ناروغۍ اخته کېږو. د ادبیاتو یوه لویه او خورا مهمه برخه لیکوالي ده. نو دا ډول پلمې باید د لیکلو په لاره کې ځان ته خنډ نه کړو؛ ځکه چې له قلم سره مو اړیکه پرې کوي. له قلم سره باید یو ډول روحي اړیکه ولرو، یعنې که هر څومره بوخت هم وو، په مهالوېش کې باید څه اندازاه وخت د لیکوالۍ هم وي. که يو ځل له لیکلو سره ځان عادت کړو، بیا به بې لیکلو داسې وو، لکه څه مو چې ورک کړي وي. متل دی: «کار اسان پيل يې ګران دی» نو د لیکنې هم پيل ګران وي، که يې پيل کړو الفاظ او جملې به خپله منډې را وهي. هر وخت چې ذهن ته سوژه راځي په همغه وخت  باید قلمبنده شي، ځکه چې د انسان ذهن ته یو یو وخت یو څه سر ورښکاره کوي. که همغه وخت ونه لیکل شي، بل وخت چې هر څومره هڅه وکړو، په ذهن کې يې نه شو پيدا کولای.

د انسان د مغز بله ځانګړنه دا ده چې یوه سوژه یا خیال چې په ذهن کې وي، چې ويې لیکو، ځای يې بله سوژه نیسي. مغز هم د کوهي په څېر دی. له کوهي چې څومره اوبه وباسې، دومره پکې زیاتېږي. لیکل هم همداسې درواخله، له مغزه هم چې څومره زیاتې سوژې را وایستلې شي، په هماغه کچ پکې زیاتېږي.

دا مهمه نه ده چې په لومړي ځل د خپراوي وړ او پخه لیکنه وکړو، د زیار او تمرین په نتیجه کې لیکوالي پخوالي ته رسېږي. د لیکوالۍ لپاره مهمه دا ده چې هره ورځ لیکل وشي، هغه که هر څه وي. بس چې له لیکوالۍ سره مو رابطه وي، دا اړینه نه ده چې له لومړۍ لیکنې د خپرېدو تمه ولرو. که لیکنې لپاره بله سوژه راسره نه وي، نو خپلې خاطرې، ورځنۍ پېښې او د ملګرو په باب خبرې خو په ذهن کې هرومرو لرو. ښه ده چې ویې لیکو، دا به د لیکوالۍ پيل وي.

خو له لیکوالۍ سره جوخته مطالعه او ژباړه هم پکار ده، له دې لارې مو په ذهن کې د لغاتو، ترکیبونو، معلوماتو، اصطلاحاتو زېرمه زیاتېږي. د لیکوالو له تجربو هم خبرېږو او هم د لیکوالۍ چل ترې زده کولای شو. که مطالعه وکړو او لیکل ونه کړو، دا هم ګټه نه لري. دواړه باید یو ځای وي، ځکه ډېر کسان ښه پراخه مطالعه لري، خو لیکل نه شي کولای. نو باید هم مطالعه وکړو او هم لیکنه.

که راشو دې ټکي ته چې ولې لیکل نه کوو، خصوصاً د ابیاتو محصلین، ښايي څو لاملونه وي. ګومان کوم لومړی لامل به لټي وي، ځکه انسان راحت طلبه دی، یو کار ته چې اړ نه شي نه يې کوي. نو موږ هم چې تر ټولو ډېر لټ یو، لیکوالی یوه ضمني چاره بولو، چا ورته اړ کړي نه یو، ډېر اهمیت نه ورکوو. که استادان لږ فشار راوړي او محصلین لیکلو ته اړ کړي، ښايي دا ستونزه حل شي.

بل لامل دا دی چې دلته د نورو ټولنو په څېر د لیکلو تر شا اقتصادي انګېزه نشته. لیکوال له خپلې لیکوالۍ کوم مادي امتیاز نه تر لاسه کوي، ځکه نو لیکل هم نه کوي. که همداسې وو، د لیکلو استعداد به مو هم د وخت په تېرېدو مړاوی شي. نو باید له لیکوالۍ سره یو ډول روحي اړیکه ولرو، که کومه ورځ لیکل ونه کړو، باید ذهن مو لکه یو ډېر مهم کار چې رانه پاتې وي، نارام وي. یعنې لیکلو ته باید ارزښت ورکړو او له مهمو کارو يې وبولو. فرانسوي لیکوال اندره موروا وايي: «یو څوک له هغې شېبې وروسته لیکوال بلل کېږي، چې لیکوالي ورته تر نورو چارو مهمه واېسي». نو موږ هم که د ښې لیکنې تمه لرو، نو باید چې لیکوالي تر نورو چارو مهمه وبولو او په ورځني مهالوېش کې ځای ورکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *