Categories

اعلان

Loading…

ایراني ډاکترانو یوه ناروغه په دې ګومان چې ممکن افغانه وي، جراحي نه کړه

تاند- ایراني ورځپاڼه جهان اقتصاد وايي چې د تهران په امام خمیني روغتون کې یوه ښځه، چې عاجلې جراحۍ ته یې اړتیا لرله، په دې خاطر عملیات نه شوه چې ممکن افغانه وي.

جهان اقتصاد د ښځې د خوریې له قوله ویلي «موږ ستاسو د سرحدي ولایت سیستان او بلوچستان اوسېدونکي یوو. څو کاله پخوا د ګلستان ولایت په ګنبد ښار کې مېشت شوو. زما د ماما ښځه له ډېره وخته د ینې تکلیف لري، موږ د ډاکترانو په سپارښتنه تهران ته راغلو چې په امام خمیني روغتون کې ځیګر پیوند کړو. ټول ابتدايي کارونه او معاینې وشوې، ډاکترانو جراحۍ ته تیاري نیوله چې په وروستۍ دقیقه کې ناببره جراح انکار وکړ، زموږ ناروغه یې له عملیاتخونې راوایسته، د ډاکتر په وینا د دې کار یوازینی علت دا و چې ناروغه د زوکړې تصدیق نه لري، دوی شک لري چې موږ به افغانان یوو، حال دا چې ټول پوهېږي چې موږ ایرانیان یوو.»

ده زیاته کړه «د ناروغې خاوند خپل اسناد وروښودل او حتي د نیکونو اسناد یې ورښکاره کړل چې ایرانیان یوو.»

دی زیاتوي سره له دې چې د دې ۳۵ کلنې ښځې خاوند د موټرچلونې لایسنس هم وروښود خو ډاکتران لا هم قانع نه دي او وايي چې باید د ښځې د زوکړې تصویق راوړل شي.

جهان اقتصاد د امام خمیني به روغتون کې د یوې نرسې په قول وايي چې د ایران د قانون پر اساس اجازه نشته چې د ایرانیانو د بدن غړي غیرایرانیانو ته پیوند شي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم دا قانون ښکاره راسیزم دی.

56 total views, 1 views today

3 comments

  1. بارووک سپین زر Reply

    آ یا چنین اخباری تکان‌دهنده ، که چهره‌ای واقعی ایران صفوی را برملا میسازد، با عث این خواهد شد که اشخاصی جون ” مجیب الرحمن رحیمی ” و امثال او – که توهین به افغانستانِ مقدس و افغانیت را وظیفه ایمانی و وجدانی خود ممیدانند- در رابطه به نقش خود به مثابه “کُلخُ استنجا” ایران و ایرانیان دوباره فکر کنند ، ؟.! ….یا اینکه به این وظیفه پر افتخار خود ادامه خواهند داد،؛ به امید آنکه روزِ رتبه ً شان به “کاغذ تشناب” ارتقاع یابد؟؟؟ !!! ااا

  2. حسن Reply

    سعدی رح میفرماید:
    بني آدم اعضای یکدیګر اند
    که درآفرینش ز یک جوهر اند
    چو عضوی بدرد آورد روزګار
    دیګر عضوها را نماند برقرار
    توکز نعمت دیګران بیغمی
    نشاید که نامت نهد آدمی

    همچنان امیر حسین شاهین میفرماید:

    ..

    چو كفر از كعبه برخيزد، كجا مانَد مسلماني؟
    چو كافر پرورد مسجد، چه سود احكامِ قرآني؟

    چو زاهد در حريمِ حق ، رهِ مكر و ريا پويد
    چه حاصل زهدِ مستوري؟ چه طرفي از مسلماني؟

    چو صوفي رو به فسق آرد، موحد رو به بتخانه
    چه واجب سجده بر مصحف، بر آن آياتِ رباني؟

    چو نوري از حقيقت نيٍٍ، نه در معبد نه در مسجد
    خداوندا تو برهانم از اين ژرفاي ظلماني

    صلائي ده به گمراهان، كه دين جز مهر و ياري نيست
    خدا آنجا است كافروزد ، فروزان مهرِ انساني
    (امير حسين شاهين)

    شعار خمینی که اسلام مرز ندارد حال در بیمارستان خودش چه خوب تطبیق شد؟
    اګر فرضا این بیمار واقعا افغان میبود داکتر خمینی از تداوی آن خود داری می کرد پس رژیم خمینی برخلاف آیین دین مقدس اسلام عمل کرده است که میفرماید :
    ﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴾. [ سورة المائدة :
    دیګر قضاوت را به مسلمین جهان میګذارم که چهره اصلی رژیم آخندی ایران را مشاهده کند. البته اګر همچو مریض به یکی از شفاخانه های کشورهای اروپایی مراجعه میکرد، آنها حتما در تداوی این مریض کمک میکرد. برداشت رژیم ایران از دین مقدس اسلام و برداشت تمام بشریت از دین مقدس اسلام را خود مشاهده نمایید.

  3. Alakozay Reply

    څوک وایی چی ایرانیان واقعی مسلمانان دی دا هغه بد بخته قوم دی چی نه یی دا دنیا شوه او نه هغه انشالله د شمر بچیان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *