Categories

اعلان

Loading…

افغان چارواکو د امریکا له لوري هلمند ته د سلاکارانو د لېږلو هرکلی وکړ

تاند- د افغانستان حکومت هلمند ته د ۳۰۰ امریکايي سلاکارانو د استولو په اړه د امریکا د سمندري ځواک د اعلان هرکلی وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې افغانستان د امریکا د سمندري ځواکونو د دې پرېکړې هرکلی کوي.

ده ویلي چې هلمند ته د دغو ځواکونو لېږل به د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا زیاته کړي.

له بلې خوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي رادیو ته وویل چې بهرني روزونکي د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې اغېزمن رول لري او د دوی مرسته ډېره ګټوره تمامه شوې ده.

د امریکا سمندري ځواک به د پوځي سلاکارانو یوه ضربه قوه په راتلونکي پسرلي کې هلمند ته واستوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپورونو پر اساس نژدې ۳۰۰ سمندري ځواکونه به هلمند ته واستول شي چې کابو یوه لسیزه پکې امریکايي او بریتانیايی پوځیانو د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.

دا ۳۰۰ تنه به د افغانستان د ملي اردو د اتل ۲۱۵ قول اردو او د پولیسو د ۵۰۵ زون ځواکونو ته مشورې ورکړي.

دا سمندري ځواکونه به د لشکرګاه په کمپ کې دېره شي خو ورسره په یو وخت به په نورو اډو کې هم مېشت وي.

واشنګټن پوسټ د جمعې په ورځ د سمندري ځواکونو د افسرانو په قول وویل چې ممکن دا پوځیان په هلمند کې له جګړې سره مخامخ شي.

برید جنرال روجر بي ټونر وویل«موږ دا یو خورا خطرناک ماموریت ګڼو ځکه پکار ده چې زموږ پوځیان مخکې تر مخکې د دې ماموریت لپاره پوره تریننګ وکړي.»

تر ۲۰۱۴ پوري په هلمند کې شاوخوا ۲۵ زره بریتانیايي او امریکايي پوځیان مېشت ول.

په دغه ولایت کې د افغانستان تر بل هر ولایت زیات شمېر بریتانیايي او امریکايی پوځیان وژل شوي دي.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن وویل چې وسله وال طالبان په ځانګړي ډول په هلمند کې فعال دي او د مخدرو موادو له قاچاقبرو سره د تریاکو په کارو بار کې ښکېل دي.

ده همداراز وویل، د وسله والو یاغیانو او د جنایتکارو شبکو ترمنځ په هلمند کې نژدې اړیکې شته او همدا مسله سبب شوې چې د هلمند جګړه یې سخته شي.

212 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸