اعلان

Categories
اعلان

د لنډې کیسې ژبه/ احسان الله ذهین

له مقالې سره د لنډې کیسې توپیر په ژبه کېږي. البته دا غلط فهمي ونه شي چې کیسه کټ مټ مقاله ده او توپير يې يوازې په ژبه کې دی؛ کیسه خپل اصول لري مقاله خپل. د مقالې ژبه بیاني ده، یو څه راته بیانوي او تشریح کوي يې؛ خو په کیسه کې تشریح نه ځايېږي، باید هر څه راباندې ووینې. د کیسې او د څېړنې، رپوټ او مقالې ژبه توپیر لري. په کیسه کې ښايي ځينې سیمه ییزې او لهجه يي کلمې وکاروو؛ خو په بله لیکنه کې دا کار خلک د لیکوال په مسلکيتوب شکمنوي.

ډېر ځله په کیسه کې لهجه يي کلمې د کیسې ژبه تصويري کوي او یو بېل خوند ورکوي. د نورمحمد تره کي کیسې او ناولونه شاید خلک په دې خوښ کړي، چې ژبه يې عامیانه ده. د هرې سیمې او لهجې کلمې يې کارولې دي؛ خو که په لهجه يي کلمو کې ډېر افراط وشي، ښايي په لیکوال او د همغې سیمې خلکو پورې محدوده شي او هغوی پرې وپوهېږي. کیسه به جالبه وي، موضوع به نوې وي، ژبه به يې تصویري وي، تلوسه به لري؛ خو محدود کسان به پرې پوهېږي او خوند به ترې اخلي. د پښتو یوه ربړه د لهجو ډېروالی دی، حتی په ډېرو لنډو سیمو کې لهجه بدلېږي. نو پکار ده چې لیکوال د کیسې په ژبه ډېر غور وکړي. داسې کلمې انتخاب کړي چې اسانه او عامفهمه وي. که لهجه يي کلمې لیکي، باید په قوس کې يې معیاري بڼه هم ولیکي.

ځينې کسان چې خبرې کوي، طبیعي غږېږي؛ خو که هماغه خبرې ولیکي بیا يې هغسې نه شي لیکلی او نه يې په نثر کې طبیعي والي لیدل کېږي. لیکنه يې یو ډول تصنعي ښکاري. وايي یو څه، لیکي بل څه. د شپون صیب خبره: «موږ نثر وایو، اورو یې، خو لیکلی يې نه شو»، باید دا هڅه وشي چې څنګه خپلې خبرې ولیکو او نثر مو خوږ وي او تصنع پکې نه وي. پښتو د پارسي پر خلاف چې څنګه ویل کېږي، هغسې لیکل کېږي. البته ګرامر باید په پام کې ونیول شي؛ خو د پارسي د خبرو او لیکنې تر منځ د ځمکې او اسمان توپير دی. په خوله یو څه وایي، لیکنه يې بشپړ بل څه وي. لیکل څه چې عادي او رسمي خبرې یې زیات توپير لري. هېڅکله به مو د پارسي ژبي په عامو خبرو کې نه وي اورېدلي چې وايي: «من درس را به خوانش میګیرم» مګر د ستیج پر سر وايي: «می خواهم مضمون تهیه شده خود را به خوانش بګیرم». له نېکه مرغه د پښتو د ویلو او لیکلو طرز یو ډول دی. څه چې وایو هغسې يې لیکو. نو ضرور نه ده چې لیکلو ته نور الفاظ او کلمې پيدا کړو او نثر تصنعي کړو.

ځينې کسان په لیکنه کې سختې کلمې راوړل کمال بولي او په لوی لاس خپل نثر پېچلی کوي. دا کمال نه دی چې یو څوک ډېره لغت پراني وکړي، بلکې کمال دا دی چې ډېر کسان وپوهوي. دوی داسې انګیري چې پېچلې کلمې يې لیکنه پياوړې او ښکلې کوي او په دې سره لیکوال د ډېرې مطالعې خاوند ښکاري؛ خو برعکس ښکلا په ساده ګۍ کې ده او د لیکوال مطالعه د هغه په لیکنه او کیسه کې له ورایه ښکاري. نو څومره چې امکان لري نثر باید ساده او عام فهمه شي. ښه نثر او ښه کیسه هغه ده چې ژبه يې غوټې او پېچلتیاوې ونه لري. که موږ د خلکو لپاره لیکنه کوو، ژبه مو هم باید د خلکو وي او داسې څه پکې نه وي، چې خلک پرې پوه نه شي او خوند ترې وانخلي. وسمهال ادبیات او هم خلک ساده ژبه خوښوي، خو په ساده ګۍ کې باید هنریت ولري او د لیکوالۍ اصولو ته پکې پام وشي. هنر په پېچلو کلمو او د ژبې په سختوالي کې نه دی. هنر دا دی چې څنګه خپله کیسه یا نثر په ډېرو کسانو ولولې او هغوی يې له لوستو خوند واخلي.

د ژبې د ساده والي لپاره څو لارې شته:

 لومړی: لیکوال باید څه ناڅه د پښتو جملې په جوړښت وپوهېږي. د جملې اساسي او فرعي توکونه او ځایونه يې ورمعلوم وي. یعنې جمله يې د عربي، انګریزي يا نورو ژبو تر اغېز لاندې نه وي. ځينې کسان چې د انګریزي تر اغېز لاندې دي، ساده جمله يې دومره پېچلې کړې وي چې د پښتو جملې رواني او ساده توب يې ټول له منځه وړی وي. مثلاً وايي: بریالی کولی شي چې کاروکړي یا کولی شې چې راشې یا هم احمد کولی شي چې درس ولولي. اصلي بڼه يې: بریالی کار کولی شي، راتلی شې، احمد درس لوستلی شي. هم جملې ساده او روانې  شوې او هم خوند لري، ځکه د پښتو جملې په کالب کې راغلې. پورتنۍ جملې ښايي له انګریزي کټ مټ ژباړه وي، په انګریزي کې دا ډول ویل کېږي: He can speak English)) کټ مټ ژباړه يې: هغه کولی شي چې انګلیسي خبرې وکړي. اصلي بڼه يې: هغه انګلیسي خبرې کولی شي.

نو لیکوال باید څه ناڅه له ژبنیو اصولو خبر وي.

دویم: د سختو او نادودو کلمو له کارونې باید ډډه وشي. که ډېر خلک په «ستونزه» پوهېږي او خوښوي يې، اړتیا نشته چې ربړه او کړاو وکارو؛ خو د تکرار د مخنیوي لپاره يې کارونه بده نه ده.

درېيم: ځينې وخت په جمله کې کلمې ډېرې لنډې تکرارېږي. که بې ځایه یا بې ضرورته یوه کلمه یا جمله تکرار شي عیب ګڼل کېږي؛ باید پر ځای يې له نورو کلمو کار واخلو. د کره کتنې لپاره مې د کیسو یوه ټولګه لوسته ځينې ځایونه یوه کلمه په ډېره کمه فاصله کې بیا راغلې لکه: اورګاډي ناڅاپي ودرېد. فال رایاد شو. ودرېدم. بې مانا درېدلی وم. وشرمېدم. لاړم له وره سره ودرېدم.

په پورتنیو ساده جملو کې څلور ځایه درېدل راغلي. دا ډول يې هم لیکلی شو:

اورګاډي ناڅاپي بریک ونیو. فال را یاد شو. پاڅېدم. بې مانا ولاړ وم. وشرمېدم. لاړم له وره سره ودرېدم.

بل ځای يې لیکلي: ما ته يې وکتل، کتل یې داسې وو، که ولیکو سترګې يې راواړولې، کتل یې داسې وو، تکرار له منځه ځي. بله جمله داسې ده: اوس ټکسي چلوې، ټکسي چلوه. په دې جمله کې ډېر لنډ دوه ځایه ټکسي او چلول راغلي دي. که ولیکو، اوس ټکسي چلوې، چلوه يې. تر یوه حده تکرار ختمېږي. داسې يې هم لیکلی شو: اوس ټکسيوان يې، خپل کار کوه. مفهوم تغیر نه کوي. نورې هم دا ډول جملې راغلې، لکه: لیک مې ورته ولیکه، ورته ومې لیکل یا مطلب مې دا نه و، مطلب مې دا دی. د دې کلمو پر ځای هم نورې کارولی شو. په ډېرو کیسو کې دا ستونزه وي. دا مانا او مفهوم ته زیان نه رسوي، خو د کیسې ژبه بې خونده کوي. پښتو د کلمو له مخې ډېره بډایه ژبه ده. که اړتیا پېښېږي باید نورې کلمې ولیکو: مثلاً که (ستونزه) تکرارېږي، پرځای يې مشکل، تکلیف، کړاو، ربړه… لیکلی شو. که یو ځای لیکو خندا ورغله، بل ځای باید موسک شو، ولیکو. که یو ځای مو ولیکل چې غوښتل يې څه ووايي. بل ځای خبرو ته يې خوله جوړوله ښه راځي. په دې توګه باید د کلمو له تکراره مخنیوی وشي.

څلورم: جملې باید اوږدې نه وي. ډېر ځله اوږدې جملې په لیکنه کې يو ډول ګونګتوب رامنځته کوي. څومره چې د مبتدا او خبر فاصله زیاتېږي، جمله ګونګه کېږي او له لوستونکي يې سر او بر ورکېږي. پکار ده چې په کیسه کې تر وسه جملې لنډې وي او د مرکبو جملو پر ځای ساده جملې وکاروو. یوه کیسه مې لوسته، ډېره اوږده جمله مې مخې ته راغله: یوې ښځې چې سترګې يې سرې وې، لوی بکس ورسره و، دستمال يې پوزې ته نیولی و، ور داسې پرانیست لکه د باندې چې راوځي.

که يې دا ډول ولیکو تر هغې ښه راځي: یوې ښځې ور پرانیست، لکه د باندې چې راوځي. سترګې يې سرې وې. لوی بکس ور سره و. دستمال یې پوزې ته نیولی و.

یا هم دا جمله په یوه کیسه کې مې لوستې وه، بیخي له سړي لاره ورکه کړي: د شهيد شين ګل مېرمن او د هغه زړه مور په داسې حال كې چې خپل كوچنى يتيم لمسی يې له لاسه نيولې و، په ډېر ستړي او ناتوانه حالت يې د خپل شهيد شوي ځوانيمرګ زوى شين ګل قبر خواته ګامونه پورته كول.

دا ډول جملې د کیسې ژبه بې خونده کوي. باید لنډې شي.

پنځم: ژبه باید له تصنع څخه راوباسو. ځينې کسان داسې کلمې کاروي چې هېڅکله به يې په خبرو کې په خوله نه وي راوړې او نه به يې له چا اورېدلې وي. په لوی لاس خپل نثر تصنعي کوي. د بېلګې په توګه: ښوونکي په ټولګي کې شتون لري یا کتاب په المارۍ کې شتون نه لري. ایا شتون موږ په ورځنۍ محاوره کې وایو؟ ځواب منفي دی، باید د عامو خبرو په څېر شته یا نشته وکاروو. البته ځينې ځای شتون سم راځي، لکه یو چاته وایې: سبا مشاعره ده، ستاسو شتون پکې حتمي دی. دلته شتون جمله نه بې خونده کوي.

یا په لاره اچول، لکه: دولت د کوکنارو پر ضد یو لوی کمپاین په لاره اچولی و یا عملیات په لاره اچول کېږي. دا کلمه هېڅکله موږ په محاوره کې نه وایو. د دري د «راه اندازي» کټ مټ ژباړه ده. یا هم تر بحث لاندې نیول، پلانۍ موضوع تر بحث لاندې ونیول شوه. لنډ ویلی شو پر پلانۍ موضوع بحث وشو. دا ډول ډېر مثالونه شته، تر وسه يې باید له کارولو ډډه وکړو.

شپږم: له بېخونده، سولېدلو او کلیشه شوو کلمو باید ډډه وشي. همدا راز اطناب او بېځایه اوږدونه هم کیسه بې خونده کوي. د الفاظو بېځایه تکرار لوستونکی ستړی کوي او ژبه مبهمه کوي.

اووم: هڅه دې وشي چې مطلب په لږو الفاظو کې افاده شي. یعنې که یوه جمله یو مطلب روښانولی شي، د دویمې هڅه ونشي. هغه کلمې چې د مطلب په روښانولو کې مرسته نه کوي باید ونه لیکل شي؛ ځکه د لنډې کیسې یوه ځانګړنه هم لنډون دی، نو باید چې په لنډولو کې يې تر وسه هڅه وشي.

په کیسه کې باید د مکالمې او د راوي د ژبې توپیر وشي. مکالمه د کرکټر خبرې دي، باید له خپلې سويې، د ژوند کچې، پوهې، عمر، شخصیت، عادت او خوی سره سم وغږول شي. ماشوم ته د بوډا ژبه ونه کارول شي. بزګر د ډاکټر په ژبه ونه غږېږي. که په کیسه کې سیمه مهمه وي، باید د هغې سیمې لهجه وکارول شي. یا هم موږ له مکالمې یو څوک پېژنو چې د کومې سیمې دی، لکه:

ماشوم ته مې ويل: کوم ځاى نه راغلې؟

  • له سکول نه رالم جي
  • د کوم ځاى يې؟
  • اصل کې خو د افغانستان يو، خو زما پيدايش دلته کې شوى
  • افغانستان ته ځې؟
  • نه جي
  • ولې؟
  • الته کې جګړې دي

له مکالمې پوهېږو چې دا ماشوم په پېښور کې اوسېږي.

یا لاندې مکالمه:

  • څنګه! زموږ سیمه دې خوښه شوه؟
  • هو ولا، سېبانو يې ډېر خوند راکو
  • ګرمي نه ده
  • يه!

له دې مکالمې پوهېږو چې کرکټر د جنوبي خوا اوسېدونکی دی.

په مکالمه کې باید هر څوک له خپلې سویې او دندې سره سم وغږوو. د ډاکټر او بزګر په خبرو کې فرق وي، د موضوع د لا روښانتیا لپاره د نصیر احمد احمدي له کتاب «راځئ کیسه ولیکو» څخه لاندې د ډاکټر او بزګر مکالمه را اخلم:

  • ولې له نوې زراعتي ټيکنالوژۍ څخه استفاده نه کوې؟

دهقان په خپل تندي لستوڼي تېر کړ، په خندا يې وویل:

  • ډاکټر صاحب! نوې زراعتي ټيکنالوژي پيسو ته ضرورت لري، زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی. تراکتور او نور عصري زراعتي وسایل نه شو اخیستلای.

په دې مکالمه کې يې بزګر په خپله ژبه نه دی غږولی. بزګر صاحب نه وايي. زراعتي ټيکنالوژي، اقتصاد او عصري زراعتي وسایل نه پېژني. تراکتور نه وايي.

نو باید چې په کیسه کې هر کرکټر په خپله ژبه او له خپلې سویې سره سم وغږوو. د مکالمې په اړه همدومره بس دي چې په ژبه يې وپوهېږو، له ډېرې تشریح يې تېرېږم ځکه موضوع د کیسې ژبه ده.

دغه راز د کیسې ژبه باید تصویري وي. وچه، علمي او د ژورنالېستي رپوټ غوندې نه وي. تشبیهات، اصلاحات، متلونه او استعارې باید ولري. تر ټولو مهمه خبره په ژبه کې تصویر دی. تصویر د کلمو له تکراره او صنعتونو (تشبیه، استعارې، سمبول، کنايې او…) پيدا کېږي. استاد اجمل ښکلی په خپل کتاب «څو انتخابه» کې د تصويرې ژبې په باب وايي: «د بیان ژبه خبره بیانوي، خو تصویرونه يې درباندې حس کوي.» نو د انځورونو تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده چې هر څه محسوس کوي، چې محسوس شي، بیا يې درک هم اسانه شي. انسان هر څه په حواسو درک کوي. تصویري ژبه حواسو ته مخاطبه وي، لوستونکی يې اسانه درک کوي، له کیسې نه ستړی کېږي او تر پایه يې له ځان سره ساتلی شو.

سبا به بیا کډې بارېږي

د دښت ګلان به ستا لمنې بویوینه

پورتنۍ لنډۍ که څوک لولي، هېڅ امکان نه لري چې په لنډۍ کې راغلي انځورونه لوستونکی له ځان سره همغه صحنې ته بو نځي او په ذهن کې يې د دښتې، ګلانو، کوچیانو، کوچیاني ژوند، د کوچیاني کمیس لنمې او … انځورونه ترسیم نه شي. لوستونکی له همدې انځورونو خوند اخلي. نو پکار ده چې د لنډۍ غوندې لوستونکی له ځان سره وساتو او دا د انځوریزې ژبې امتیاز دی.

 د تصویرې ژبې بله ګټه دا ده چې د لیکوال احساسات پکې نه ځايېږي. که انځوریزه ژبه نه وي، په یوه نه په یوه ډول د لیکوال احساسات ورګډېږي. ستر او کامیاب لیکوال هغه دی چې بې پرې وي او په کیسه او بل هر ډول لیکنه کې طرف واقع نه شي. بیاني ژبه لوستونکي ته ستړې کوونکې وي. درک يې سخت وي؛ همدارنګه تر اړتیا باید زیاته ونه کارول شي، ځکه د کیسې خوند له منځه وړي.

که ژبه تصویري نه وي، بیا د کیسې او مقالې تر منځ توپیر نه کېږي، لوستونکی ستړی کوي او تلوسه له منځه وړي. د انځورونو په وسیله باید لوستونکی همغې صحنې ته یووړل شي او ټول هغه څه چې په کیسه کې پېښېږي، باید په سترګو يې وویني. د کیسې ژبه او جملې باید دومره قوت ولري چې هر څه ژوندي کړي او د لوستونکي سترګو ته يې ودروي؛ چې دا قوت یوازې په انځورنو کې دی. انځورونه باید ژوندي وي، مړه انځورونه کیسه نه شي ژوندۍ کولی. که په کیسه کې تصویر تشریح شو، دا مړ انځور دی او که هر څه خپله غږېدل او متحرک وو؛ دې ته بیا ژوندی انځور ويل کېږي.

که وایو چې د دروازې غږ شو یا تیلیفون ته زنګ راغی یا د ونو څانګې باد ښورولې یا هم سړی په کټ پروت و، د مېز پر سر له اوبو ډک جګ او یو ګیلاس اېښی و، ګیلاس يې له اوبو ډک کړ.

دا مړه انځورونه دي. د لوستونکي په ذهن کې تصویر نه ورته جوړېږي، ژر له ذهنه وځي، لوستونکی صحنې ته نه بیايي او خوند نه شي ترې اخیستی. له همدغو انځورونو ژوندي انځورونه هم جوړولای شو:

د دروازې غنګ شو. تلیفون وشرنګېد. نری باد لګېده، ونې یوې او بلې خوا ته زنګېدلې. د کټ له سپرنګونو غنجا پورته شوه. سړی کېناست، د مېز له سره يې جګ ورپورته کړ، ګیلاس له رڼو اوبو ډک شو.

په دې مثالو کې تشریح نه ده ورکړل شوې، هر څه په خپله په حرکت راغلي. دې ته ژوندی تصویر ویل کېږي. که غواړو چې کیسه تصویري شي، باید هر څه ته حرکت ورکړو نه تشریح؛ هله به لوستونکی له کیسې خوند واخلي او صحنه به يې په ذهن کې انځور شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

اعلان