Categories

اعلان

Loading…

پښتو او د معیاري لیکدود اړتیا

احسان الله «ذهـــین»

ډېری کسان په یوه ژبه کې د ګڼو لهجو شتون د ژبې ښکلا بولي او وايي چې د ژبې لغوي پانګه بډايوي؛ خو بیا هم وینو چې د لهجو تعدد په معیاري لیکدود کې ګڼې ستونزې زيږوي. همدا راز که انګریزي ته – چې یوه نړیواله او خورا پرمختللې ژبه ده- ځير شو، وینو چې يوازې دوه معیاري ګړدودونه لري؛ امریکايي او بریتانوي، چې په لیکدود او ویندود دواړو کې څه نا څه توپيرونه لري. د انګریزي د پرمختګ یو عمده لامل هم د همدې ګړدودونو او لیکدودونو کموالی دی.

ژبه او لیکدود دوې نه جلا کېدونکې پديدې دي، که ژبه وي او لیکدود ونه لري، ژبه پايښت او پرمختګ نه شي کولی. همدا لیکدود دی، چې ژبه تل ژوندۍ ساتي او نورو نسلونو ته اثار پرېږدي. همدا راز که لیکدود نه وي ژبه نیمګړې ده او یوازې شفاهي بڼه به لري. د پښتو لیکدود لپاره د تاریخ په اوږدو کې کارونه شوي، چې تر ټولو لومړی يې د سلطان محمود غزنوي تر زمانې پورې رسېږي. بیا پير روښان هڅې کړې، خو له ده سره بیا اخوند دروېزه په ټکر کې و، ده او پيروانو يې په څه توپیر بل لیکدود کاروه. تر دغه ليکدود وروسته نو زموږ مخې ته د خوشحال خان خټک ليکدود (زنځيري ليکدود، چې دا کتاب ورک دی) راځي. دا ليکدود د خوشحال خان خپل ايجاد دی، د ده خپل اثار او د ده د زامنو او لمسيانو اثار په دې ليکدود کښل شوي دي. د امیر شېرعلي خان په وخت کې هم پښتو ته ډېر کارونه شوي، عسکري لقبونه او بولۍ پښتو ته واوښتې. د امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کې د پښتو ژبې د پراختيا او ځواکمنتيا  لپاره ”مرکه د پښتو“ جوړه شوه، چې د پښتو ليکلو په لار کې يې څه نا څه کار وکړ او وروسته بیا پښتو ټولنې هر وخت پښتو ادبیاتو او لیکدود ته منظم کار کړی. تر هغې وروسته هم ډېر سمینارونه جوړ شوي او د لیکدود په اړه پرېکړې شوې چې وروستی به يې د باړه ګلۍ سمینار وي چې په (۱۹۹۲م) کې د سوات په باړه ګلۍ کې جوړ شوی. خو له بده مرغه له دې هڅو سره سره ژبپوهان تر اوسه د یوه واحد معیاري لیکدود او ګړدود -چې ټولو ته د منلو وړ وي- په رامنځته کولو نه دي بریالي شوي.

اوس به راشو دې ټکي ته چې معیاري ژبه او معیاري لیکدود څه ته وایي؟

استاد معصوم هوتک په خپل کتاب «پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه» په (۳۵) ام مخ کې د معیاري ژبې په باب وايي: «معیاري ژبه هغه منل سوې ژبه ده چي د یوه ژبني قلمرو په هره جغرافیایي سیمه کي د پوهېدلو وړ وي ….. او د همدې ژبې ټول لیکلي متون هماغه د معیار په نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي.»

معیاري ژبه باید ټولو ته د منلو وړ  وي او د ټولو دغو سیمو بېلابېل ګړدودونه په یوه واحد لیکدود سره پری وکښل شي. همدا راز معیاري لیکدود د ژبې يوه تر ټولو اړینه موضوع ده، چې باید ژبپوهان ورته زياته پاملرنه وکړي؛ خو دا  په دې مانا نه ده چې ژبه دې بشپړه سوچه شي او ټول دې خپل لغتونه پکې وکارول شي، ځکه چې دا امکان نه لري، هېڅ ژبه بشپړه نه ده، هرو مرو به ځينې لغتونه له نورو ژبو پور اخلي. عربي چې د قرآن ژبه ده او له بشپړ فصاحت څخه برخمنه ده، بیا هم بشپړه نه ده او د نورو ژبو ځينې کلمې له پخوا څخه پکې موجودې وې، لکه «آمین» د عبراني  ژبې، «استبرق، سندس، زنجبیل…» د فارسي ژبې او داسې نور، اوس خو د ټیکنالوجۍ په راتګ ډېرې انګریزي کلمې هم ور ننوتي دي. همدارنګه انګریزي هم يوه پر مختللې او بډایه ژبه ده، خو د نورو ژبو کلمې پکې شته دي. نو پر دې اساس هېڅ ژبه بشپړه نه ده او د نورو ژبو تر اغېز لاندې راځي.

یوه ژبه له دوو لارو له نورو ژبو اغېزمنېږي او د نورو ژبو کلمې ورننوځي. یو له ګاونډيو ژبو څخه، بل په علم او تخنیک کې له مخکښو ژبو څخه. پښتو هم له دې دواړو لارو اغېزمنه شوې، خو د لومړۍ لارې اغېز يې زیات دی. هغه ځکه چې پښتو تر ډېره یوازې شفاهي ژبه وه او د خپلې وييپانګې د بشپړولو لپاره يې ډېر لغتونه د هغه مهال له مسلطو او بډایو ژبو (عربي او فارسي) څخه پور کړي دي، ځکه چې پښتو له فارسي سره هم د رېښې او هم د جغرافيې له مخې نږدې اړیکې لري او عربي خو د اسلام او قران ژبه ده، د اسلام د سپېڅلي دین پر راتګ د خاص مقبولیت او احترام وړ ګرځېدلې او یو معنوي اعتبار يې پيدا کړی. بل دا چې پښتو لیکدود هم له عربي ابېڅې (الفبا) څخه جوړ شوی؛ نو ځکه د دې دواړو ژبو وييونه په پښتو کې زیات دي. ډېری يې اوس بیخي عام شوي، لکه کتاب، قلم او نور.

له دویمې لارې هم پښتو ته له انګریزي څخه -چې وسمهال د ساینس او ټیکنالوجۍ ژبه ده- ډېر وييونه را ننوتي، لکه رادیو، تلويزیون، موبایل، سیمکارت، کمپيوټر، انټرنيټ، فېسبوک او داسې نور، چې دې کلمو ته تر اوسه انډول نه لرو، خو ځينې وییونه چې انډول يې شته، مګر بیا هم ځينې کسان يې پر ځای انګریزي کلمې کاروي لکه: پرابلم، کوالېټي، سپېشل، ډایرېک، ترو او… چې دې چارې هم تر ډېره معیاري لیکدود زیانمن کړی دی، د داسې کلمو له کارونې چې انډول يې وي، باید ډډه وشي.

خو پښتو اوس هغه پخوانۍ بېوسه او شفاهي ژبه نه ده، بلکې ډېره بډایه شوې. اوس بايد ژبپوهان د نیولوګېزم (نوي لغت جوړونې) په برخه کې، چې مخکې هم تر ډېره په دې برخه کې کار شوی، زیاته پاملرنه وکړي. ځکه چې اړتیا زیاته ده، ژبه پرمختګ کوي، په سیاسي، اقتصادي، علمي او د ټیکنالوجۍ په برخه کې کلمې له نورو ژبو راننوځي، نو باید چې د هغو لپاره په خپله ژبه کې داسې انډولونه جوړ شي، چې اسانه او ټولو ته د منلو وړ وي. که جوړ نه شي نو د ژبې وييپانګه به له پرديو لغتونو ډکه شي. مثلاً مخکې کمپيوټر نه و، اوس شته، په فارسي کې «رایانه» انډول ورته جوړ شوی، خو موږ همدا انګریزي کلمه ورته په خپله ژبه کې کاروو. د بېلګې په توګه  برښنالیک، لوبډله، لوبغالی، لوبڅار، زېږنتون، وړکتون، لېونتون، درملتون، کتابتون، هېوادپالنه، کورپاڼه، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، ټولپوښتنه، ټولټاکنې،  منځپانګه، وییپانګه او داسې نور. دا ډول وييونه که وکارول شي، تر ډېره به زموږ لیکدود معیاري شي. ځينې کلمې چې له عربي څخه پښتو ته راغلې او اوس بېخي عامې او منل شوې، د هغو بدلول به سم نه وي، که نورې کلمې ورته جوړې هم شي؛ کومه ګټه به ونه لري، ځکه چې اوس داسې دي لکه د پښتو خپلې کلمې، لکه کتاب، قلم….

البته دا خبره اړینه بولم چې د نيولوګېزم (نوې جوړونې) لپاره علمي ټولنې ته اړتیا ده، خپلسري او د هر چا لخو په انفرادي توګه نیولوګېزم زیانونه هم لري. مګر که ژبپوهان دا کار وکړي او د رسنیو له لارې دا نوې کلمې خپرې او د پوهانو نظر پرې وغواړي؛ ګومان کوم تر پورونې به دا چاره غوره وي. «که نوې کلمې جوړې نه شي، پورونه به مو ژبه داسې پوروړې کړي چې پایله به يې له پردي کېدو نه پرته نور څه نه وي.» (۲: ۱۵)

ځینې کلمې چې یو وخت پښتو له نورو ژبو پور کړې، خو د هغو انډولونه په پښتو کې جوړ شوي، نو اړینه ده چې پر ځای يې د پښتو سوچه وییونه وکارول شي، د بېلګې په توګه د «عکس العمل» لپاره «غبرګون»، د «قیام» لپاره «پاڅون»، د «برنامې یا خط مشی» لپاره «تګلاره» او داسې نور خورا ښکلي ځایناستي لغتونه دي. البته دا به حتمي نه وي چې هرو مرو د هرې بهرنۍ یا  غیر پښتو  کلمې ته یو نوی لغت جوړ شي، خو که جوړېږي، وینګ يې باید اسانه وي، خلکو ته دې منلو وړ وي. حداقل تر پردي لغت خو دې اسانه وي او مقبولیت دې ولري. د نوي لغت جوړول یوازې د یو شمېر نا اړینو دخیلو لغتونو لپاره یوه بیړنۍ او ځنډ نه منونکې اړتیا ده، ځکه چې پردی لغت که په ژبه کې عام شي، بیا ستونزمنه ده چې نوی لغت يې ځایناستی شي.

خو په نیولوګېزم کې هم باید معیار په پام کې ونيول شي، دومره سختې کلمې جوړې نه شي، چې عامول يې ستونزمن وي. داسې نومونې چې عامفهمه نه وي او د عامو وګړو څه چې حتی د ژبپوهانو تر پوهې لوړې وي، زما په اند دا به د ګټې پر ځای ژبه زیانمنه کړي. تر دې نه چې بیا همغه پردۍ کلمې وکارول شي غوره به وي. استاد معصوم هوتک په خپل کتاب کې د نیولوګېزم په اړه د استاد نجیب منلي خبرې په خپل قلم داسې را اخیستې دي: «د پښتو په هکله هم دا وېره شته چې دکره کوونکو لورېينې به ورته د مخالفانو له نارواوو نه ډېر تاوان ور واړوي…. دی ورپسې زياتوي: له بلې خوا زه چې نژدې ټول عمر مې د کتاب سره تېر کړی، درې څلور پردۍ ژبې مې زده کړې او ځان د پښتو د تاريخ  او ادب له پېژندنې هم بې برخې نه ګڼم، که د ګوربت مجلې يوه ګڼه را واخلم او د استاد صميم مرکه يا د استاد زيار ليکنه لولم، نو په نيمايي يې هم نه پوهېږم او حيران شم چې دا خبري د چا لپاره دي؟ ښاغلی نجيب منلی د نوو لغاتو جوړول د ژبي پرمختګ بولي خو زياتوي چي: … په وچ زور د هغو پور شويو ټکو پښتو کول چې ژبې دپېړيو او لسيزو په اوږدو کې خپل کړي دي د ژبي لپاره به ګټورې وي يا به نه وي، خو د ژبې د ويونکو سره ظلم دی.» (۳: ۵۴)

نو دا ډول معیار چې استادان نه ورباندې پوهېږي، ټولنې او ژبې ته به يې ګټه څه وي؟

ژبه خو د قوم او عامو وګړو ژبه ده، هر څوک باید پرې وپوهېږي، یوازې د څو ژبپوهانو خو نه ده. هوتک صیب په خپل کتاب کې د ژبې او نیولوګېزم په اړه د رشاد صیب دا وینا را اخیستې: « مجرده ژبه په دنياکي نه سته او مشترکات د ژبي حتمي او لازمي دي مخصوصاً د يوې کورنۍ ژبي په خپلو منځو کي خورا ډېر مشترکات لري او موږ د داسي مشترکاتو څخه چاره نه لرو ، موږ يې بايد ومنو…. د ليکني او د ليکلو ژبه بايد د قوم ژبه وي، ژبه د قوم ده، د خاصو څو کسو ليکونکو نه ده. علامه مرحوم د يوې بلي پوښتني په ځواب کي داسي ويلي دي: البته دا خبره منم چي د نويو لغاتو د راننوتلو مخه بايدونيول سي، د هغوی لپاره په اول کي بايدتدبير ونيول سي. مثلا زه به ډېرخوشاله وای چي د سيلو کلمه موږته نه وای راغلې او په هغه وخت کي د ډوډۍ پخولو يا دنانپزۍ موسسه نوم پر ايښودل سوی وای … مکروريان کلمه که موږته نه وای راغلې … او دغسي يوه کلمه ورته استعمال سوې وای دابه ډېره ښه وای.» (۳ :۵۳ -۵۴)

هره لهجه د احترام وړ ده او خپلې ښېګڼې او خوږلنۍ لري، خو د معیاري لکیدود د عامولو مخه ډپ کوي. په پښتو لیکدود کې بله لویه ستونزه دا ده چې ټول نه د هرې لهجې ځينې ویونکي په خپله لهجه لیکل کوي، معیار ته پام نه  کوي او غواړي چې ژبې ته نه، البته خپلې لهجې ته کار وکړي. حتی پوهنتون چې يوه اکاډميکه او علمي ساحه ده، هلته هم ځينې استادان همدا کار کوي. زما په اند دا به معیار ته زموږ له خوا تر ټوله غټه ضربه وي. مثلاً که د ماشوم  زيږېدنه لهجوي ولیکو: ماشوم وشو، ماشوم پیدا شو، ماشوم وسو، دا لهجوي جملې دي. په لومړۍ جمله کې لوستونکی تر يوه ځایه پوهېږي چې موخه د ماشوم زيږېدل دي. په دویمه کې کېدای شي لوستونکی دا مانا ترې واخلي چې ماشوم ورک و اوس پيدا شوی. په درېيمه کې «وسو» د سوځېدو قرینه ده او لوستونکی دا مانا ترې اخلي چې ماشوم وسوځېده. ځينې پوهان وايي چې څه ډول غږېږو باید همغسې يې ولیکو یعنې دوی هم لهجوي لیکل خوښوي، دا ډول لیکل به ممکن ګټور وي؛ خو ځينې وخت معیار سخت زیانمنوي. د بېلګې په توګه یوه جمله په څو لهجو کې: (دا هلک دی، دا هلک ده، دا الک دی، دا الک دو، دا الک دې، دا الک ده…) نو که یې لهجوي ولیکو، دا ډول ستونزې رامنځته کوي. یا ځينې کسان چې په لهجه کې د «شوم پر ځای سوم» وايي او لیکي يې هم. دا دلیل وړاندې کوي چې په ټولو لرغونو متونو کې د (سو یا سوم) مرستیال کړ راغلی، نو باید اوس هم ولیکل شي. که دا دلیل اساس وګڼو بیا خو خوشال خان، رحمان بابا او د کلاسیکې دورې ټولو شاعرانو د «کوي پر ځای کا» کارولی، نو هغه کسان چې تر اوسه په لهجه کې «کا» مرستیال فعل کاروي، باید د «کوي» پر ځای يې اوس هم ولیکي؛ خو دا اساس نه شي کېدای چې یوه کلمه په متونو کې راغلې وي، د هغې پر اساس يې موږ معیار وبولو. په متونو کې ډېرې داسې کلمې هم شته، چې اوس له کارونې لوېدلې. نو لازمه ده چې لهجوي نه، بلکې معیاري لیکل وشي.

ژبه چې د وګړو تر منځ یوازې د وینا د تبادلې ژبه وي، نو ممکن ډېر ګړدودونه ولري، د هرې سیمې او حتی هر کلي او هر چا په  ګړدود کې ښايي توپیرونه موجود وي؛ لکه پښتو، خو کله چې ژبه علمي کېږي او آثار ورباندې لیکل کېږي، د نورو ژبو له ویونکو سره اړیکې پيدا کېږي، بیا نو یوه معیاري لیکدود او ګړدود ته اړتیا پېښېږي، چې د هغې ژبې په قلمرو کې پرې ټول وګړي وپوهېږي او ګرامري او املايي اصول ورته په نظر کې ونیول شي. د ژبې هر ويونکی، چې په هر ځای کې  وي، د يو راز ژبدودي او املايي اصولو پر بنسټ ليکل وکړي. انګریزي چې یوه نړیواله او د ټيکنالوجۍ ژبه ده، دوه معیاري ګړدودونه او لیکدودونه لري، چې هر څوک يې زده کولی شي. په پښتو کې د لهجو ډېرښت پردي ژبو ته چې پښتو زده کوي، پښتو لا ستونزمنه کړې، ځکه چې هغوی کوم ګړدود زده کړي؟ نو د لیکدود تر څنګ یوه معیاري ګړدود ته هم اړتیا زیاته ده؛ خو تر څو چې معیاري لیکدود عام نه شي، ګړدود نه شي رامنځته کېدلی، ځکه چې معیاري ګړدود رسنۍ رامنځته کولی شي، نو رسنیو ته باید معیاري لیکل وشي.

اخځلیکونه:

احمد شاه زغم ، معاصره لیکوالي.

مجاور احمد زیار، ويي پوهنه، د کابل پوهنتون خپرونې، کابل.

محمد معصوم هوتک، پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار.

15 total views, 2 views today

2 comments

  1. Dr.Atal Reply

    ګرانو استاذانو ته !
    السلام علیکم و رحمة الله
    لیکدود صحیح اما اخذ لیکونه څنګه او په کومه قاعده او دود ، اخځلیکو ته واوښت حال دا چه اخذ عربی کلمه ده او مأخذ تر ټولو مناسبه او معروفه ده نو نه پوهیږم چه دا کارونه لکه ایرانی اصطلاحات مشکل زیاتوی یا عبث عمل ته ورته یو څه دی که بل څه؟

  2. ش افغان Reply

    ډیره پرځای او ښایسته لیکنه ده . ماهم ستاسو په اجازې یو څو ځایه کاپي کړل او د خپل فیسبوک له لارې د خپلو هیوادوالو د پوهې او د معلوماتو د خپرولو لپاره شریک کړل. ماته هم کله کله داسې ستونزې پیدا کیږی چي یوه کلیمه په س و لیکم یا په شین مثلا د غوالوسل او یا د غوالوشل ، زیړ او یا ژیړ .
    که زمونږ د پښتو ژبې پوهان سره کښینې او په هره کلیمه بیل بیل سره وغږیږی ، تحقیق وکړی په پاي کې هغه شکل چې ټولو ته د منلو وړ وي د کتاب ، انترنت ، مجلو ، ورځپاڼو له لارې نشر کړي او په ښوونځیو کې یی تدریس کړی ، په حقیقت کې مونږ به ټول یو د بل په ګړدود او لهجو ښه پوه شو.

Leave a Reply to Dr.Atal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *