Categories

اعلان

Loading…

د ليکنې لپاره څنګه موضوع وټاکو؟/ محمدحامد اکبري

ډېر داسې کسان شته چې د ليکوالۍ تږي دي، دوی تل په دې هڅه کې وي چې يو څه وليکي؛ خو ډېر مهال د هغوی لپاره دا ستونزمنه وي چې نوې ليکنه وکړي او يا دا چې يوه موضوع په نوې بڼه تر لوستونکو پورې ورسوي؛ په داسې حال کې چې ډېر موضوعات زموږ لپاره دوهم ځلي او تکراري دي چې ښايي ډېر لوستونکي يې لوستنې ته زړه ښه نه کړي. په تکراري موضوعاتو ليکنه کول هغه ستونزه ده چې زموږ د ليکوالانو ترمنځ په زياته کچه محسوسيږي؛ که څه هم داسې ليکنې کول په خپل ذات کې بې ګټې نه دي ليکن اړينه دا ده چې ليکوال د تکراري موضوعاتو په ليکنه کې له نوښت څخه کار واخلي او د موضوع ټولواړخونو ته له نوې زاويې وګوري څو د لوستونکي لپاره جالبه او د استفادې  وړ وګرځي.

هېره دې نه وي چې مسلکي ليکنې ځانګړی قالب او چوکاټ غواړي؛د بېلګې په ډول په ادبي ليکنو کې د نازکخيالۍ او تخيل اړخ ډېر پياوړی وي او ليکوال هڅه کوي چې موضوعات په ډېر ښکلي او مينه ناک انداز بيان کړي؛ تر څو لوستونکي ته دا تلوسه  ورکړي چې ليکنه تر پايه ولولي، د ادبياتو په نړۍ کې ليکنې بېلابېل ډولونه لري او ډېرۍ يې يو له بل سره په متفاوتو سبکونو کې ليکل کيږي چې لوستونکی ترې خوند اخلي؛ليکن د نورو مسلکي او علمي ليکنو قالب بيا تر ادبي هغو بېل وي،داسې ليکنې په دې پار لوستونکي لولي چې خپله مسلکي او علمي زيرمه ورباندې بډايه کړي،په علمي ليکنو کې دې ته اړتيا نه وي چې د تخيل او نازکخيالۍ هنر وکارول شي،په دا ډول ليکنو کې اړينه دا ده چې ليکوال د موضوع اړوند کره او بشپړ معلومات راټول کړي  او هغه په داسې يو منظم چوکاټ کې واچوي چې  لوستونکی يې په ښه ډول ولولي او په آسانۍ سره اخذ ترې وکړي؛ له دې څخه څرګنديږي چې د هرې ليکنې په لوستنه کې لوستونکي ځانګړې موخې لري نو هر  ليکوال بايد هڅه وکړي چې په خپل مسلک کې داسې ليکنه وکړي چې له لوستونکو سره د هغوی د موخو په لاس ته راوړنو کې مرسته وکړي.

د ډېرو ځوانانو  د ليکوالۍ پر وړاندې يو خنډ زموږ په چاپېريال کې د پټو موضوعاتو رابرسېره کول دي،ډېر کسانچې د ليکنو وړتيا او استعداد هم لري خو نه پوهيږي چې څه وليکي او د ليکنې لپاره کومه موضوع غوره کړي؟

دې حالت د ډېرو ځوانانو د ليکوالی بهير ټکنی کړی؛خو په حقيقت کې د ليکنې لپاره د مناسبې موضوع د نه موندلو اصلي لامل پخپله ليکوال دی؛دا ځکه چې موږ په داسې يوه ټولنه کې ژوند کوو چې په هر ساعت ،  هره دقيقه  حتی په  هره ثانيه کې په کې نوي بدلونونه او تغيراترامنځته کيږي؛ليکوالان بايد په دې برخه کې له پوره ځيرکتيا څخه کار واخلي او هغه ټکي رابرسېره کړي چې د بشري ټولنې په پرمختګ،مسلکيتوب او پوهه کې مهمه ونډه لري.

انټرنيټي پاڼو،مجلو او ورځپاڼو ته سر ورښکاره کول زموږ د معلوماتو په زياتوالي کې مرسته او د دې سبب کيږي چې نويو او جالبو موضوعاتو ته مو پام شي.

همدارنګه په خپل مسلک کې د بېلابېلو کتابونو مطالعه هم د نوې موضوع د موندلو او يا د خپلو معلوماتو د زياتوالي لپاره بې ګټې نه ده،،دا چې د نوې مسئلې راسپړل ډېرې مطالعې او معلوماتو ته اړتيا لري چې په دې سره د ليکوال د مطالعې کولو  زغم او حوصله  زياتيږي او په دې ډول په خپل مسلک کې نوي او ګټور ګامونه اخلي؛ما پخپله دا کړنلاره تجربه کړې چې د پام وړ ګټه مې ترې اخيستې.

ځينې وخت زما لېوالتيا دا وي چې په خپلو ليکنو کې د خپلې ټولنې ناخوالې او ستونزې رابرسېره کړم،زه چې له خپله کوره د بازار يا ښار په لوري وځم په جيب کې مې د کاغذ يوه ټوټه او قلم په دې پار ايښي وي چې بهر ښايي له داسې موضوعاتو او مسايلو سره مخ شم چې زما له مسلک سره اړخ لګوي او تر ډېره پاملرنه نه وي ورته شوې،له همدې کبله نوي موضوعات راسره د يادښت په ډول ليکم او په مناسب وخت کې ليکنه ورباندې کوم،دا کړنلاره هم زما لپاره ډېره جالبه او زړه راښکونکې ده چې په آسانۍ سره مې نويو موضوعاتو ته پام کيږي او په ښه ډول يې تر لوستونکو رسولی شم.

390 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸