Categories

5

د شهيد موسى شفيق د كيسو انځورونه/ ایمل پسرلی

 څو كاله وړاندي يوه ليكوال راته ويل چي ناول ليكي. دا ناول د امير عبدالرحمن خان له پېر سره تړلى و.
ليكوال د خپلي كيسې نژدې ډېري برخي زباني راته وويلې، څېرې يې لرلې، تلوسه يې لرله، د ليكلو توان او حوصله مي په كي ليدله، نو پوښتنه مې بې ځايه نه وه چې ولې يې نه ليكي؟

د هغه ځواب حيران كړم. ويل يې د عبدالرحمن خان د زمانې تاريخ لولم، د كابل په زړو سيمو ګرځم او غواړم پوه شم چې د هغه وخت ژوند، معماري او په ځينو نورو شيانو باندې پوه شم.

تر دې خبرې ښه وړاندې مو يو وخت په پېښور كې له ځينو دوستانو سره د كابل مېشتو كيسه ليكوالو بحث درلود چې كابل نه شي راپېژندلى.

په كابل كې ناست دي خو د كلي د خړو دېوالونو يادونه راته كوي.
د ناول ليكونكي دوست خبرو د پېښور هغه بحث په زړه راووراوه، په هغه كې مو دا هم ويل چې يوه انځور لرونكې كيسه د يوې ټولنې تر ټولو ښه تابلو او انځور كېداى شي.

كه د عبدالرحمن خان په زمانه كې موږ كيسه لرلاى او هغه كيسه مو د ټولنې او وګړو انځوريزه كيسه واى، نو د اوسني وخت ناول كښونكى به مو نه و اړ چې تاريخ ولولي او په لرغونو ځايونو وګگرځي.
په پښتو ژبه ليكل شوي كيسې د ناقدانو په ګومان ډېرې تېروتني او تشي لري.

يوه محترم شاعر په دې وروستيو كې ويلي و چې پښتو اصلاً كيسه او كيسه ليكوال نه لري. د هغه په ګومان موږ لا تر اوسه چيخوف نه دى موندلى، نو په همدې دليل كيسه مو لا كيسه نه ده. دا به يو افراط او ان ښايي زياتى وي، خو په دې كې شك نه شته چې موږ انځورګري كيسې يا نه لرو او يا يې لږ لرو.

له انځورګرو كيسو څخه مې مطلب هغه دي چې يو ښار راوپېژني، يو كس راوپېژني، البته دا هم نه چې څوك دې د كابل يا لندن نقشه راته ويړه كړي. خو كه په همدغو ښارونو كې څوك د نوي ښار د مرغانو كوڅه او هورې د يوه چالاكه انتيك پلورونكي انځور وكاږي او يا د لندن په رسل سكوير كې د نڅاګرو پكيرانو تصوير راكړي، نو د دغه ښار د ژوند يوه ښه بېلګه به يې خوندي كړې وي.

دغه ډول كيسې په رښتيا چې موږ لږ لرو او كمى يې زموږ د كيسو خوند او ښايي اهميت هم كموي.

په زړه پورې خبره دا ده چې له ننه څلور لسيزې وړاندې د شهيد شفيق په څلورو كيسو كې د كابل د ښار څركونه وينو، خو له هغوى وروسته چې دغه ښار لا ډېرې لوړې ژورې وليدې، كيسه ليكوال يې لكه د ښاريانو له شماره ووتل، ګڼ اثار يې چاپ شول موږ بيا داسې كيسې ونه ليدې او يا مو لږ تر سترګو شوي چې كابل يې راپېژندلى او د هغه ښار كوم وګړى يې راته درولى وي.

د موسى شفيق د “تمې كاروان” كيسه په 1338لمريز كال كښل شوې ده.
د كيسې په پيل كې لولو:
“د كوم كور د دېوالونو د ننه چې دا كيسه شروع كيږي هغه د ښار په هغه برخه كې پروت دى چې د عمر په لحاظ هغومره زړه نه ده، څومره چې د دې نه سهيل، لمرخاته او لمرپرېواته خواوو ته برخې زړې دي.

مگګر د قطب خوا ته نوو آباديو دا هم ګرانه كړې ده چې اوس دې برخې ته څوك نوې ووايي.
د آبادۍ په لحاظ د دې برخې او د ښار د نورو زړو برخو په مينځ كې چندان فرق نشته.

په هره كوڅه چې برابر شې د مردارو بويونو ډډوزې به لكه د كچارۍ سپاهي درپسې شي او لكه د غومبسې غوندې به دې وځغلوي او د غشي په شان به دې د كوڅې د هغې بلې خوا نه وباسي.

خړ_خړ د دوړو نه ډك دېوالونه چې ځاى_ځاى كنډوكپر شوي دي، سړي ته داسې برېښي چې ته به وايې هيڅوك د دېوالونو شا ته نه شته، خو ما په خپلو سترګو ليدلي چې د دروازې نه آخوا ته ښكلې_ښكلې كوټۍ دي.” د دغې كيسې په پيل كې دا هم ليكل شوي دي چې دا كيسه په كابل كې ليكل شوې ده. نو په دې حساب لوستونكى په اغلب ګومان له دې ښار څخه د كابل مانا اخيستلى شي.

په كابل كي ښايي د نوي ښار سيمه ده چې دوى يې راپېژني او يا ښايي كومه بله سيمه وي، خو په نوي ښار كې اوس هم ځينې كورونه زاړه، خړ رنګي او خټين دېوالونه لري چې دننه په كې بيا سم كورونه جوړ شوي دي.

اوس هم هورې د تشنابونو بد بوى احساسيږي او لكه د څلور لسيزې وړاندې اوس هم په دغه كوڅو ګرځېدونكى سړى تر پښه نيولو ګامونو ځغاستې ته زړه ښه كوي.

كېداى شي څوك ووايي چې د شهيد شفيق مطلب نوى ښار نه و، كوم بل ځاى و، خو زما لپاره چې په كابل كې ډېر نه يم بلد او يوازې څو كوڅې مې په كې ليدلي د دوى دغې كيسې د نوي ښار ځينې كوڅې رايادولې.

په دې توګه مې له كيسې سره مينه لا ډېره شوې او د سبا ورځي ناول كښونكي ته هم آسانه شوې چې په دېرشو كلونو كې د كابل ځيني كوڅې څرنګه وې.

د موسى شفيق په كيسو كې د ځايونو له انځور سره د څېرو انځور هم زما په ګومان ډېر بريالى دى.
د امير عبدالرحمن خان د پېر افغانانو به هرومرو له خپلو اوسنيو كوديو څخه په جامه، خبرو، ټوكو او كيسو كې ډېر توپير درلود.

يوازې د هغه وخت كوم بريالي كيسه ليكوال راته دغه خبره څرګندولى شواى.
شهيد شفيق د “ډاكټر صاحب” په كيسه كې چې په 1339لمريز هجري كال كې يې ليكلې ده، د يوې 17 كلنې نجلۍ او راوي يا نكلچي يوه مكالمه راوړې ده، دلته به يې يوه برخه ولولو:
“د پاريس نه كله راغلئ؟
_ درې څلور مياشتې كېږي؛
_ ته هلته وې چې د بريژيت باردو زوى وشو؟
_ نه زه د فرانسې جنوب ته تللى وم.
_ عجب؟ ته څنګه په هغه وخت كې د پاريس نه دباندې تلې چې د بريژيت باردو زوى كېده؟
ډاكټر صاحب موسكى شو او ويې ويل:
ما خو وويل چې زه د طب ډاكټر نه يم!
بيا يې زياته كړه:
زه اصلاً سېنما ته ډېر وخت نه لرم.
_ نو ته ماښام څه كوې؟
_ كتاب لولم يا موسيقي اورم.
_ څومره كتاب لوستل څنګه دې زړه نه تنګيږي؟
_ زړه مې چې تنګ شي كتاب لولم.
_ والله عجيبه حوصله لرې.
_ اوس خو دغسې ده نو.
_ اوس چې په سېنما كې نوى فلم راغلى دى هغه دې ليدلى دى؟
_ نه، مګر اورېدلي مې دي چې د ارنسټ همينګوې په يوه كيسه بنا دى، تا هغه كيسه لوستې؟
_ نه ما خو فلم ليدلى دى.
_ مګر د كتاب لوستل بل شى او فلم ليدل بل شى دى.
_ مقصد دا چې سړى د كيسې نه خبر شي.
_ نه دا مقصد نه دى.
_ ښه ځه ورك يې كړه، دا كيسه پرېږده په كتابونو كې خو ته تكړه يې. هر ماښام په پاريس كې شانزه ليزې ته تللې؟
_ نه كله_كله.
_ دا دې بله عجيبه رقص دې زده؟
_ هو!
_ هره شپه به دې په پاريس كې كړى وي؟”
دا مكالمه له خپلې ليكنې څلوېښت كاله وروسته په كابل كې اوسېدونكو ته انتيكه ده.
په اوسني كابل كې چې جنګونو او پرديو نظريو ترې خپل رنګ او ژوند اخيستى دى، يوه 17 كلنه نجلۍ، كه ان د يوه ډېر شتمن سړي لور هم وي، نه شانزه ليزې پېژني او نه د هالي ووډ ډېر ستوري.
نه ورته له پاريسه د ادبياتو ډاكټر ستنيږي او نه نر ښځي په يوه محفل كې كښېني.
خو دغه مكالمه اوسنيو زلمو ته د هغه وخت كابل ښه ورپېژني.

هاله، لږ تر لږه ځينو پېغلو سېنما ليده، د شانزې ليزې له نڅاوو خبرې وې له پردو سړو سره ناسته ورته ډېره عيب نه وه. دغه ډول كيسې د هغه وخت كابل ژوندى ساتلى شي.

د موسى شفيق په كيسو كې يوه بله بريالۍ انځورونه د كركټرونو په ناسته ولاړه كې وينو.

دوى په خوندورو تشبيهاتو كې يوه صحنه داسې ترسيموي چې له چا نه هېريږي. د “هفته كوك” په كيسه كې د دوو كركټرونو ناسته داسي انځوروي:

“. . . سرونه يې يوې خوا ته داسې كاږه نيولي چې كه سړى ورته ځير شي، نو د غوږونو منظره يې هسې بگرېښي لكه دوو كسانو چې د خبرو اترو په وخت كې يو بل ته سترګې مخامخ نيولي وي . . . .”

په دې تشبيه كې د غوږونو منظره نوې ده او لوستونكى په رښتيا لكه د ټلوېزيون كامره هغسې يوه حالت ته بيايي چې دغه كسان ناست دي.

دغه راز د تمې كاروان نومې كيسه كې يې يو ځاى لولو:

“. . . د سړي په سر يوه توره پګړۍ ده چې د يوې تورې بخملي خولۍ نه ښويه تاوه شوې او د تندي د منځ په برابر يې د ګلاب د يو دوه ورځني غوړېدلي ګل هومره شمله پراېښې ده.

د زاړه سړي په غاړه باندې يو سپين كميس دى چې خيرنې ژۍ يې د ګونځي_ګونځي ورمېږ په غاړه د ورايه ښكاره كيږي.”

د ګلاب د دوه ورځني ګل هومره شمله هم ښكلې ده، كېداى شي ځينې يې شاعرانه وبولي، خو د ترسيمولو توان په كې خورا ډېر دى.

په همدې ډول د سپين كميس خيرنه ژۍ په ګونځي_ګونځي ورمېږ هم ښه تصوير دى.
دغه ډول تصويرونه نه يوازې له لوستونكي سره د څېرو په پېژندلو او لا ښه پېژندلو كې مرسته كوي، بلكي د ناول ليكونكي دوست لپاره مې هم ګټور دي چې پېړۍ وروسته پرې د دېرشمو كلونو څېرې وپېژني.

اېمل پسرلي/لندن

دا لیکنه کلونه وړاندې په داستانونو کې خپره شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *