Categories

اعلان

Loading…

په بریتانیا کې د ضایع کېدونکو خوړو لپاره پلورنځي پرانستل شو

تاند- په بریتانیا کې د ضایع کېدونکو خوراکي موادو لومړنی پلورنځی د دغه هیواد په (پوډزې) کې پرانستل شو.

په دغه پلورنځي کې هغه مېوې، او نور خوراکي مواد، چې نور پلورنځي یې د شیته کېدو یا د کیفیت د خرابېدو له کبله ایسته غورځوي، له اقتصادي پلوه کمزورو خلکو ته وړاندې کېږي.

د دغه پلورنځي د خوراکي موادو لپاره ټاکلې بیه نشته. پر خوراکي موادو او پلورنځي لیکل شوي«هر څومره چې دې زړه وي، هومره ورکړه.»

2د دغه پلورنځي چلوونکي وايي، له کله چې یې پلورنځی پرانستی، ډېرې بېوزلې کورنۍ، په تېره هغوی چې د غړیو شمېر یې زیات دی، ورغلي او راز راز مواد یې ترې پېرلي دي.

تېره میاشت په فرانسه کې پلورنځیو، رستورانونو او د خوراکي موادو عرضه کوونکو شرکتونو ته وویل شول چې هغه خوراکي مواد چې د ضایعاتو په نوم یې ایسته غورځوي، نور ضایع نه کړي بلکې د یوه سیستم تر چتر لاندې یې بېوزلو ته ورکړي.

د راپورونو له مخې، یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دومره خواړه ضایع کېږي چې د نړۍ د ټولو وږو انسانانو لپاره کافي دي.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *