Categories

اعلان

Loading…

فېسبوک د ځوانانو د خپګان سبب شوی

ژباړن: سیدخان سلیمانخیل  –

که ستاسو زړه تل خپه وي او یا د ستړیا احساس کوئ، نو د دې لوی علت دا دی چې له فېسبوکه ډېر کار اخلئ.

په ډنمارک کې ساینسپوهانو په یوه څیړنه کې څرګنده کړې چې هغه ځوانان چې فیسبوک کاروي، له زیات خپګان سره مخامخ او په ژوند کې د پاتي راتلو احساس کوي که چیرته ځوانان غواړي چي تیرې خوشالۍ یې بیرته په ژوند کې راشي نو د فیسبوک په کارولو کې دې بیا کتنه وکړي.

دا څیړنه د اف کوپنهیګن پوهنتون ساینسپوهانو کړې او ۱۹۰۵ کال د ځوانانو او د اوسنۍ زمانې ځوانان یې سره پرتله کړي چې تر اوسنیو له جسمي او ذهني پلوه قوي ول.
څیړونکو لومړی ځوانان په دوو ګروپونو وویشل

په دې څېړنه کې لومړی ګروپ ځوانانو ته د فیسبوک د دوامداره کارونې هدایت وشو او دوهم ګروپ ته د فیسبوک نه کارونې هدایت وشو له یوې اوونۍ وروسته معلومه شوه چا چې فیسبوک نه دی کارولی د بدن وړتیا یې زیاته شوې او هیڅ خپګان یې نه احساساوه او هغه چا چي فیسبوک کارولی د بدن له وړتیا څخه مایوسه ول او په خپل ژوند کې یې خوښي نه احساسوله.

څیړونکو ویلي چې که د فیسبوک کارونې ته مو زړه کیږي نو د یو څه وخت له پاره رخصت هم ورکوئ څو د جسم وړتیا مو قوي او په خپل ژوند کې خوشالي راولئ.

59 total views, 1 views today

2 comments

  1. عمرخیل Reply

    دا واقیعت دی که چیرته تاسو په افغانستان کی فیسبوک کاره وی نو همیشه به په خفګان یاستی ځکه داسی خبری او لیکنی به ووینی چی ټوله ورځ به خفه یاستی
    بی عدالتی
    جنګ
    اوداسی نور

  2. sayed.rahman.ziarmal Reply

    ګرانه دتشویش وړ خبره ده خو زموږ افغانان دفیسبوک نهدمله نصرالدین خر جوړ کړی څوک ور باندی بار وړی -څوک ورباندی قلبه کوی او څوک ورباندی سپرلی وړیعلمی مطالبپکی نه خپریږی صرف خود نمایګانی عکسونه وغیره خشن مطالب زړونه مو له فیسبوک تور شویدی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *