Categories

دوې بهرنۍ لندې کیسې، د مختار احمد احسان ژباړه

رښتینې شهزادګۍ

 لیکوال : هنس کریسټیین انډرسن

 ژباړن : مختار احمد احسان

 د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۰ز، د اګسټ دوهمه، دوشنبه، هارلېم – هالنډ

وو، نـه وو، یو شـهـزاده وو.

شهزاده غوښتل له یوې شهزادګۍ سره واده وکړي، له یوې رښتيني شهزادګۍ سره.

شهزاده د شهزادګۍ د لټون په خاطر د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي سفرونه وکړل، خو هر چيري چي به یې شهزادګۍ پیدا کړه، د ده په اند به يې یوه نیمګړتیا درلوده.

شهزاده ډیري شهزاده ګياني وليدې، که به څه هم په هغوی کي رښتینې شهزادګۍ وه، خو ده يې په هکله صحیح پرېکړه نسوائ کولائ. یو ځل به یې یوه شي ته پام سو، بل ځل به یې بل داسي شي ته پام واوښت چي پر طبیعت به یې بـرابـر نه وو، لنډه دا چي هر وار به يې جلا – جلا شيانو ته فکر کېدئ، چي له امله به یې شهزادګۍ خوښه نه سوه .

د رښتيني شهزادګۍ موندل د شهزاده ارمان وو، خــــــــو په پای کي ډېـر مایــوســـه بیرته د خپلي مـاڼـۍ پـر خوا رارهي سو.

یو ماښام ډېر بېروونکی توپان رامنځته سو، د تالندي دربى، د برېښنا رڼاوي وې، شدید باران و اورېـدئ . په عیني وخت کي دومره تیـاره سوه، چي د لاس ګوتي نه معلومېدې . په دې حال کي ناڅاپه یو چا په زوره – زوره دروازه وټکول . د شهزاده پلار، زوړ پاچا دباندي ورغئ او دروازه یې ور خلاصه کړه.

که ګوري د دروازې مخته یوه نجلۍ ولاړه ده، له یوې خوا باران اور ېدئ او توند باد هم چلېدئ، له بلي خوا نجلۍ په یوه ډېر غمجن حالت کي وه. له ورېښتانو څخه یې څاڅکي – څاڅکي اوبه تویېدې او کالي یې په بدن پوري نښتي وه، نجلۍ ويل دا شهزادګۍ ده.

– د شهزاده مور:” ښـه! ډېـر ژر به معلومه سي، چي ته رښتینې شهزادګۍ یې که یا! “

سپين سري ملکې نور هیڅ ږغ ونه کړ، په خاموشي سره د خوب خوني ته ولاړه، له کـټ څخه یې ټولي روجایاني او نور شیان ایسته کړل او د خوب پر تخت یې درې دانې نـخـود کښېښودل، پر نخودو يې نالۍ یو پر بل سربېره هواري کړې او پر دې یې بیا نوري شل د خوب کوربچې ته ورته هواري کړې .

شهزادګۍ باید نن پر دې کـټ بیده سـي.

سبا سهار له شهزادګۍ څخه پوښتنه وسوه، چي د شپې خوب يې څنګه وو؟

– شهزادګۍ : ” چـي رښتیا سي ډېره خرابه وم. ټوله شپه مي سمي سترګي نه دي پټي کړي او آرام خوب مي نه دئ کړئ . “

زه نه پوهېږم چي زما د کټ پر تخت څه شي پراته وه، خو یو کلک شی تر ما لاندي پروت وو. د دې شي له وجي اوس ټوله توره او شنه یم، زه یې ډېره خوږ کړم .”

دا چي شهزادګۍ ددې توان درلودئ، چي تر شلو نیالیو او تر شلو نورو کوربچو لاندي د نخودو درې وړوکي دانې حس کړي، نو دوى ومنله چي نجلۍ یوه رښتینې شهزادګۍ ده .

هيڅ څوک یو داسي شی نه سي حسولائ، خو د رښتیني شهزادګۍ په حسونو کي یو لطیف، نازک او تنکی احساس واقع وو.

شهزاده تـه چي د شهزادګۍ رښتینولي په ثبوت ورسېده، دستي يې د ځـان مېرمن کړه.

وروسته هغه درې وړوکي د نخود دانې د بېتابۍ او لېوالتیا په کابینه کي کښېښودل سوې، چیري چي تر اوسه پوري د لیدلو وړ دي او ورکي سوي نه دي.

آیا دغه مېرمن یو نازک زړه نه درلودئ ؟

آیا د هغې زړه او احساس له نازک والي او مهربانۍ څخه برخمن نه وو او نوموړې مینه ناکه نه وه؟

پــــــــــای

==================================

وروستي کلیمات / لیکوال : ایر ایل مېرینګ

ژباړن : مختار احمد احسان

د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۰ز کال د جولای ۳۰ – مه، د جمعې په ماښام

پنځلس کلنه سارا چي یوه ورځ له ښوونځي څخه کور ته راغله، طبیعت یې خورا خراب و. کېدائ سي له خپل نيژدې ملګري سره يې جنګ کړئ وو، خو د دې حـالت ترپایه پوري سم نه سو .

– د سارا مور : “ســارا! څه شي کوې؟ سل واري مي درته ویلي، چي له ښوونځي څخه راسې دستي د خپل کور کارونه کوه، نـن خورا ناوخـته هم راغـلې یې.”

– ســـــارا : “مـوري درځم! “

دستي یې ځان سره سم کړ او د اشپز خانې پر لور رهي سوه .

– مور يې بد بد ورته وکتل، سارا هم په درد ورته وویل: ” څـه شـي دئ؟”

– مور : ” نجلۍ! سـمه سه، بې ځایه بد اخلاقي به نه کوې، کنې والله که دي پرېږدم .”

– ســـــارا : “هر څه چي وايې، هغه وایـه! “

لوښي يې په دوشۍ کي وغورځول او غالمغال يې جوړ کئ .

په دې حال کي یو غاب مات سو او لاس يې په زخمي سو، هغه نوره هم په قهر سوه او ښکنځل یې وکړه.

– مور: ” ته بد نه کوې چي ماته داسي خبري کوې؟ خورا دي جرئت ډېر سوى دئ، ځـه خپـلي خوني ته دي ولاړه سه! “

– سارا لا نارې وهلي او ویل یې: “يــــــــــــــــــا! “

کوم دسمال چي یې د وینو د پاکولو په مقصد په لاس کي وو، ويې غورځاوه .

– مور یې پوښتنه ترې وکړه : ” بـیا راتـه وايې، چي ” يــــــا” !

تـه ودرېږه چي زه په تا څـه کوم . “

مور یې پـه غضبناک ډول دوري – هوري کتل.

– سارا بیا د پېغور په ډول او په ملنډو وویل : ” هــــــــــــو د رښتـیا درته وايم، چي يـا.”

– مور یې چپلاخه ورکړه او وویل : ” لــه کــــــــومه راهیسي دي دا جرئت پیدا کړى دئ ! “

په دې وخت کي سارا یو څه سره کوچنۍ سوه، ځکه چي هيڅ وخت مور نه وه وهلې. په عیني حال کي يې خپلي مور ته اېښ – اېښ کتل .

– له کور څخه تر وتلو دمخه سارا ناري کړه : ” کـرکـه مي درڅخه کېږي . “

– مور چي یې په لـور پسي ورځغستله، نارې یې وهلې : “ســـارا! ســــــــــــــارا! بیرته راسه! چيري ځې؟ دلته راسه ! “

سارا په کوڅه کي شاوخوا ځغستله او چیغي یې وهلې : “پرې مي ږده! بـد مي درڅخه راځي! “

هغې تر هغه وخته نارې وهلې چي د موټر د ټیرو نابلده ږغ او یوه تېره چيغه یې تر غوږ سوه.

مخ یې راوګرځاوه …

د سارا پر مور خلګ راټول سول او ډېر بېروبار جوړ سو، مور یې د کوڅې په منځ کي په وينو لړلې پرته وه.

– سارا بې اختیاره چيغه کړه: ” نــــــــــــــــــــــــــــه! “

هغې منډي وهلې، خلګ یې یوې او بلي خوا ته پوري وهل، پر ګونډو تر خپلي مور پوري ورسېده.

– چيغي يې وهلې چي: “دا څه راوسوه!

اوف! خدايه، دا څه راوسوه! “

د هغې مور ښور نه خوړئ او د تل لپاره له دې نړۍ څخه تللې وه.

هغې سارا یوازي پرېښوده، لکه څنګه چي دې شېبه مخکي ورته ویلي وه.

سارا خوله اسمان ته ونيوله او دومره ډېر يې وژړل، چي له ډېري ژړا څخه يې سلګۍ کېدې.

د سارا اوس هم زړه ته نه لوېږي، چي مـور ته یې د “کرکه مي درڅخه کيږي، بد مي درڅخه راځي” وروستي کليمات ویلي وه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *