Categories

اعلان

Loading…

يوه خبره… (لنډه کیسه) لیکوال: اکبر کرګر

سرتيري ډير ورو د دفتر د دروازې دړې ته دلاس په گوته درې ټکه ورکړل ۔ د دروازې له نيمکښو کېدلو سره ډگروال گل بت هم د دفتر د راډيوغوږۍ کيڼې خوا ته تاو او ورو کړه ۔ سرتيری را ننووت ۔ رسم تعظيم يې پر ځای کړ ۔ گل بت يوازې سترگې پورته کړې ! په سرتيرې يې وگنډلې او د سترگو په اشاره يې وپوښتلو :ا

-صيب يو بوډا راغلی دی وايي دصمد پلار يم ۔ !

-ورته ووايه چې راشه !اوبيايې سترگې کښته واچولې اوله ځانه سره يې څو وارې تکرار کړه ۔شهيد صمد !!!

هغه هم ۔۔۔ !

٬٬په درنگ سات کې يې دڅو شپې دمخه د واده محفل په ذهن کې غزونې وکړې ۔ صمد داتڼ په سر کی دی ۔ دډهل له ترنگ او شرنگ سره ددفاع اوحملې کړاو اجرا کوي ۔ په ونه دنگ مټور ځلمی دی ۔ دواده دمحفل ټول گډون کوونکي داتڼ چيانو تاويدل اوحرکات څاري ۔

صمد له بله هر وخته نن ډير مست اوښکلي بريښي ۔ داتڼ پر سر کې روان دی ۔ داتڼ دجبهې لارښوونه کوي ۔ اوپه دې ډول دواده محفل تود ساتي ۔ ٬٬

بوډا په کړوپه ملا په دروازه کې را دننه کيږي ۔ يو وار مخامخ څوکۍ ته گوري مخ اړوي ډگروال گل بت ويني ۔ ډگروال له خپله ځاېه ولاړيږي ۔ دميز له شاه را ووځي ۔ له بوډا سره خوله په خوله مخ په مخ دريږي ۔ دبوډا سترگي ډکيږي اواز يې په ستوني کې زندۍ کيږي ۔ دگل بت هم خوله وچيږي ۔ دخبرو مجال يې ورکيږي ۔ ټټر يې پړ سيږي ۔ خو ناڅاپه بوډا په غيږ کې نيسي اوورته وايي :

-بابا دخداې رضا ده ۔ دا زموږ دټولو حال دی څوک دمخه اوڅوک وروسته ۔ موږ ټول ددې لاري لارويان يو ۔ اودصمد په قدمونو پل ږدو ۔

بو ډا په څوکۍ کښينوي اوهمدومره ورته وايي حوصله دې جوړه کړه ۔ دا اوبه گوټ کړه چې ستونې دې لوند شي ۔ داوبو گيلاس ورکوي ۔ ډگروال بيرته په خپله څوکۍ کښيني ۔ سکوت بيا په دفتر خپل راج چلوي ۔ ددفتر په مخامخ ديوال کې دکړکۍ له منځه دشنه اسمان پراخ دهليز ويني چې وريځې په کې په منډه اوځغاسته دي ۔ له کړکۍ لاندې په اوږده غځيدلې څوکۍ بوډا ناست اوفکرونو په مخه کړی دی .

٬٬بيا يې نا څاپه دوريځو په انځورونو کې دصمد دڅو شپې دمخه دمست اتڼ حرکات را ژوندي کيږي ۔ هر يو وايي ۔ اوه ۔ صمد ځان خولې خولې کړ۔ دصمد دورور واده دی ۔ په خوشالۍ اومستۍ نه پوهيږي ۔ مور يې له ورايه راځي ۔ په درنو قدمونو رانږدي کيږي اوپه صمد دلسگونو نوټونو بنډل شيندي ۔ همدومره وايي دادي ستا دسر خيرات وي ۔ اوبيرته خپل ځای ته ستنيږي ۔ دصمد ناوي هم په ښځو کې سر راپورته کوي وياړي اودصمد په اتڼ غاړه هسکه نيسي ۔ خو صمد سرتير دی ۔ څڼې نه لري ۔ اوله قطعې څخه يوازې دنن شپې واده له پاره راغلی دی ۔ ٬٬

گل بت غاړه صافه کړه ! دخبرو کولو له پاره يې ستونی لوند کړ ۔

-ښه کاکا ! چرت مه خرابوه زه پوهيږم ستا زړه سوری دی ۔ زما هم درسره سوری دی ۔ صمد ستا زوی اوزما ملگری وو ۔ زما تورزن ملگری ۔ هغه له ما سره سرتيری نه بلکې زما دقوماندی شريک وو موږ يوځای وو ۔ زه به درته يو راز ووايم خو له ځانه سره به يې ساتې ۔ چې په عمر کې دې له خولې ونه ووځي ۔

بوډا حيرانيږي ۔   هر څه يې له ېاده ووځي ډگروال ته نور هم ځير کيږي ۔ همدومره وايي ۔ ډاده اوسه ۔ډگروال بيا ټينگار کوي ۔ گوره چې خپل راز درته ووايم فکر کوم ديوه پښتون په څير به دې زړه اوبه وڅښي ۔ اودصمد غم به دې لږڅه له اوږو سپک شي ۔

بوډا دتاييد له پاره همدومره وويل : موږ ټول دمرگ په لاره روان يو خو دهغه کوچني ماشومان مې ځوروي ۔ ! اوبيا يې ستونی ډډيږي ۔

گل بت بيا دبوډا دپټکي ولونو ته په ځير شو۔ اوښکو يې دسپينې ږيرې په تارونو کې لارې وکړې او کښته را ورغړېدلې ۔

©©©

خو گل بت بيا دجگړې ډگر ته ولاړ ۔ پر هغه سهار يې ډېر ځله صمد ته وويل : هلکه ته عملياتو ته مه درومه ۔ تا دواده شپه په ويښه تيره کړی ده ۔ خوب دې نه دی کړی ۔ په واده کې داتڼونو له وجهې ستړی ستومانه يې ۔ ځواب دې زه وايم ۔ خو صمد کله صبريدلو ۔

٬٬نه قوماندان صيب ! زه تا يوازې نه پريږدم ۔ ماته په کور کې ناسته خوند نه راکوي ۔ زه ارومرو درسره ځم ۔ دکابل په شما ل کې دشکردرې په سيمه کې په يوه ليرې غره ته څيرمه کلي په شاوخوا کې دقطعي سرتيري خواره واره ول ۔ دبهرنيو په اصطلاح دوستانو سرتيري هم خواره ول ۔ غنمو خيد کړی اوتر زنگنو پورې راپورته شوي وو ۔ ونو هم پاڼو ته ځانونه جوړ کړي ول ۔ ځينې سرتيرې ليري ليرې په ويالو اوپټيو کې خواره پراته ول ۔

دغره له برې تړې يو نيم ډز اوريدل کيدلو ۔ بهرني په اصطلاح ٬٬دوست سرتيري٬٬ هم منتظر ول ۔ يو شمير پټيو چې خنډي ديوالونه ترې چاپير ول دسنگرونو حيثيت درلود ۔

ناڅاپه داوربل غږ وشو ٬ ډزې زياتي شوې ۔ دمرميو باران زور واخيست ۔ جگړې ډير ې شيبې ونيولي ۔ بهرنيو سرتيرو په مخابره کې چې درې تنه يې ټپيان شوي وو خپل قوماندان ته څه وويل ۔ قوماندان يې په قهر شو ۔ کلاشينکوف يې راواړولو اوقهر يې په صمد چې خواته يې نږدې پروت وو سوړ کړ ۔ دگل بت ساتونکي هم دسترگو ليدلی حال گل بت ته وويلو ۔ صمد لا ساه نه وه ورکړي چې گل بت کله کوف را واړه ولو ٬ شاوخوا يې وکتل ۔ وې ليدل چې څوک نه بريښي ۔ اوبيا يې په بهرني ډگرمن دچا خبره د ٬٬دوستانو قوماندان٬٬ باندې شاه جور تش کړ ۔ هغه لکه دتورۍ په څېر را وځړيده ۔ خبره دجنگ په ډزو کې ورکه اوچوپه شوه ۔

بهرنی قوماندان چې اخوا ديخوا يې کتل اوپه مخابره کې يې لارښوونې کولي دا سات يې مخابره چوپ شوه ۔ گل بت هم ځان غلی کړ ۔ جگړې دوام وکړ سرتيرو مړې اوټپيان شاته کړل دماښام تروږمی په لگيدو شوه ۔ اوددويم امر سره سرتيرې له پټيو په شا شول ۔ اوخپلې قرار گاه ته په ليکه روان شول ۔ ۔

©©©

گل بت دميز له سره داوبو گيلاس را پورته کوي ۔ بوډا ته يې نيسې وايي :

پلاره ! يو ه خبره درته کوم !

-څه وايي ؟

گوره دا وظيفات ((پنجسوره)) گوره ۔ په دې خو باور اوعقيده لري ۔

-ولې نه الحمد الله په اوداسه يم ۔

-هغه چا چې په صمد ډزې کړې وې او هغه يې وژلې وو ۔ په همدې کلام الله درته سوگند خورم چې په همدې کله کوف مې غلبيل کړ ۔ صمد په خپلو سترگو وليد ۔ هغه لا ساه نه وه ورکړې چې د دوستۍ په کاليو کې دوښمن مې ختم کړ ۔ ما دصمد بدل اخيستی دی ۔

سپين ږيرې په کړوپه ملا را پاڅيد۔ غوښتل يې دگل بت په پښو کې ولوييږي ۔ خو هغه له مټ نه ونيو اوپورته يې کړ ۔

اکبر کرگر

لندن ۲۰۱۲۔۴۔۱۶

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *