Categories

اعلان

Loading…

د چین تجربه – لیکوال: ډاکتر مبارک علي

ژباړن: اسدالله غضتفر –

په ټول تاریخ کې وینو چې تمدنونه غوړیږي، مړاوي کیږي او ختمیږي. کله چې یو تمدن د زمانې په دوړو کې نهام شي، د هغه خلک او پرمختګونه هم داسې پوپنا شي لکه بیخي چې په دنیا کې نه وو.

 د بین النهرین، مصر، یونان او روم تمدنونه وغوړیدل، د عظمت څوکې ته ورسیدل او بیا وروسته د مرګ په خوب ویده شول. له دغو تمدنونو پاتې نخښې کله نا کله ان هغو خلکو ته هم نا اشنا ښکاري چې هورې اوسي او د پاتې اثارو په خوا کې یې  ژوند کوي.

  د سند وادي د تمدن نخښې په پیړیو پیړیو تر خاورې لاندې پټې وې  او د شلمې پیړۍ تر څوویشتمو کلونو پورې چې د کیندنو په نتیجه کې یې پته ولګیده، هیڅوک ورخبر نه وو. د دغه تمدن له کشف سره سره، د سند وادي له خاورو راایستل شوي لیکونه لا تر اوسه پورې  نه دي لوستل شوي . په دې اړه ډیر څه لا ګونګ پاتې دي.

نن ورځ چین یو نړیوال ځواک دی، ځکه چې د تغییر لمن یې نیولې ده

د چین د کامیابۍ اصلي علت دا دی چې خلکو یې له زاړه نظام سره خدای پاماني وکړه او د تغییر هرکلی یې وکاوه.

 دا د لرغونپېژندنې او کیندنو برکت دی چې لرغوني تمدنونه رابرسیره شول او پاتې نخښو یې په تاریخ نوې اضافه وکړه.

 په عراق کې صدام حسین د بابلونیا د لرغوني عظمت د اعادې هڅه وکړه او د نبوکدنذر ( بخت النصر) غوندې یې جنګي ګاډۍ وځغلوله چې خلکو ته د هغه غوندې ښکاره شي. خو هڅه یې ناکامه شوه او خپل خلک یې په دې قانع نه کړل چې لوی لیډر یې وګڼي. په مقابل کې ده  په زور او جبر عراقیان اړایستل چې د ده مشرۍ ته غاړه کیږدي.

 داسې ښکاري چې د تېرو تمدنونو میراث خواره د پلرونو له استعداده بې برخې وي او بشري تمدن ته په ورکړه کې هغه وړتیا ورسره نه وي چې اسلافو یې لرله. عراقیان، مصریان، یونانیان او ایټالیایان اوس هم ملتونه دي خو په  انساني تمدن او تهذیب کې د دوی اوسنۍ برخه د دوی د لرغوني وخت له برخې سره د پرتلې وړ نه ده.

 په دې منځ کې چیني ملت د یو داسې تمدن مثال وړاندې کړی دی  چې د ماضي د نورو تمدنونو غوندې یې زوال وموند خو یو ځل بیا له نوي قوت او نوې سېکې سره راڅرګند شو. لرغونی چین د خپل پخواني شان و شوکت په وروستیو وختونو کې له نورې دنیا بیل و او چیني قام ته د وحشي او غیرمهذب ملت په سترګه کتل کېدل. دوی چې په خپلو زړو او تاریخ تېرو رواجونو پورې کلک نښتي وو، له رابره کېدونکو او ترقي غوښتونکو ملتونو یې فاصله خورا زیاته شوه.

 د دغه حالت په نتیجه کې په نوې پوهه، نوې تکنالوژي او نویو نظریو سنبال اروپایي ملتونه په چین لاسبري شول او د دغه هیواد  زېرمې او شتمنۍ د نورو لاس ته ورغلې.

 چینیانو تاوان وکړ، وربړېدل او وځورېدل خو یو سبق یې زده کړ. دوی له نویو چلینجونو سره د مقابلې لپاره د نشنلیزم احساس پیاوړی کړ چې سره یو موټی او منظم شي. سوسیالسم دغه هېواد له خپلو زړو او بې فایدې شویو دودونو وژغوره او چین یې د داسې نظام خاوند کړ چې د خلکو د بنیادي ضرورتونو  پوره کولو ته یې مټې راونغښتې.

  تعلیم او روغتیا ته توجه د چیني ملت په کمزوري شوي بدن کې نوې سا وپوکله او د ماضي له کندې راوتلیو  چینیانو پرمختللې مستقبل ته مخ واړاوه. یو ځای په ځای دریدلی ملت مخ په وړاندې روان شو.

 د چین د کامیابۍ اصلي علت دا دی چې خلکو یې له زاړه نظام سره خدای پاماني وکړه او د تغییر هرکلی یې وکاوه. په دې ملک کې نوې ایډیالوژي خلکو ته نوې جذبه ورکړه چې ټولنه له سره ورغوي. سوسیالیزم د ټولنیزو موسسو د بیا رغېدا لپاره ټولنې ته نوې لاره وروښوده. د چین مشرانو د خپلو خلکو اړتیاوو او نویو چلینجونو ته وکتل او په کلاسیک سوسیالیزم کې یې د پام وړ تغییرات راوستل.

 نن ورځ چین یو نړیوال ځواک دی، ځکه چې د تغییر لمن یې نیولې ده او تغییر ته یې د وخت د اشد ضرورت په حیث کتلي دي. دوی د سوسیالیزم ایډیالوژي په پټو سترګو ونه منله بلکې له خپلو اړتیاوو سره سم یې تغییر پکې راوست. اوس چین له خپل پخواني پریوتي حالته راوتلی دی او د نړۍ هغه ملکونه چې یو وخت یې په چین ظلم کاوه، د چین درناوی کوي.

 موږ هم ، د دې په ځای چې نن په پرون باندې ژوبله کړو، راته پکار ده چې له وروسته پاتې حالته د راوتلو او اوسنیو مشکلاتو ته د حل لارو د موندلو لپاره نوي فکرونه ولرو. موږ باید دا خام فکر له سرونو وباسو چې زموږ د تیرو زمانو د روشنفکرانو او مصلحانو افکار به راته د نن ورځې غوټې هم پرانیزي.

 په پاکستان کې ګومان کیږي چې د علامه اقبال نظریې به د دغه هیواد خلک رابیدار کړي او لاره به وروښیي خو په دې باندې پوهیدل پکار دي چې اوس بل وخت دی او د اوسنو جنجالونو او هغو ستونزو تر منځ ډیر فرق دی چې د علامه اقبال د وخت خلکو ته ورپېښ وو. اوسنی وخت خپله نظریه او خپله فلسفه غواړي. موږ باید د ماضي بار له اوږو لرې کړو او سبا ته په نوي نظر وګورو.

  د چین تجربه راته یو درس راکوي. دوی له هغه راهیسې چې د پرمختګ لاره یې خپله کړې ده، د ماضي په لومه کې نه دي ایسار شوي او د تېرو وختونو، چې راستنیدل یې نشته،  شان و شوکت نه دي تیر ایستلي. دوی صرف دومره کړي  چې د خپلو تېرو د کارنامو درناوی وکړي او نخښې یې له فنا کیدو وژغوري.

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *