Categories

اعلان

Loading…

په یحیي خیلو ولسوالۍ کې د نجونو د منځنې ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

خبریال: سیدخان سلیمانخیل

په يحی خیلو ولسوالۍ کې د شهید شامحمود ښوونځي د ودانۍ د پرانستې پر مهال لویه غونډه تر سره شوه، چي یاده غونډه کې قومي مشرانو، زده کونکو، د معارف غړو او ځوانانو ګډون کړي.

یادې غونډي ته ویناوالو د خپلي وینا په ترڅ کې  پر علم او پوهي خبری وکړي او له هغو خلکو یې مننه وکړه چي د یادې ودانۍ په جوړولو کې مرسته او همکارۍ ورسره کړی دی.

یاده ښوونځي ودانۍ د يحی خیلو ولسوالۍ په مټاخیلو کلي کې جوړه شوی چي ټولټال دوه میلیونه افغانۍ لګښت پري راغلي او د قومي مشرانو او ولس لخوا وکړل شوی دی، چي ۸ تدرسې خونۍ او ادارې خونه او چهاردیوالي هم لری چي نن رسمأ د زده کونکو پر مخ پرانستل شو.

د يادونې وړ دی چي په پکتیکا سږ شاوخوا ۵۰ انجونۍ له دولسم ټولګې فارغې شوی.

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *