Categories

اعلان

Loading…

همجنس بازي او ډولونه یې /د ډاکټر سباوون ځواب

زما نوم احمد دی او له پاکستان څخه درسره اړیکه نیسم زما یو سوال دی هیله کوم چې ځواب ېې راکړئ:

عمر مې ۲۸ کاله دی او له جسمي پلوه ډیر کمزوری او ډنګر یم زما یو دوست ماته داسې درمل وښودل چې په خوړلو سره ېې سړی طاقت ور کیږي او څه نقص هم نه لري ما هغه درمل وخوړل او په خوړو ېې کافي صحت مند شوی هم وم خو کله چې هغه درمل خوړل بس کړل نو ورو ورو بیرته ډنګر شوم او لومړنی حالت ته راغلم خو اوس له ډیرې غټې ستونزې سره مخامخ یم او هغه دا چې درمل زما په وجود کې داسې تغیر راوستی دی چې له هلکانو سره مې مینه زیاته شوې که د فیصدې په لحاظ درته ووایم نو۶۰ فیصده مې هلکان خوښیږي او ۴۰ فیصده نجونې .

خو غلط کار مې چیرته کړی نه دی یو ځل ډاکټر ته ورغلم او هغه وویل چې د درملو په خوړلو سره دې نارینه هورمون کم شوي دي .

د خداي او رسول په خاطر له ماسره مرسته وکړئ ځکه دا یوه داسې ستونزه ده چې هر چاته ېې ویلی هم نه شم خو که تاسو زما پوښتنه ځواب نه کړه نو کیدای شي چې زه دهمیشه لپاره ددې پوښتنې له مطرح کولو عاجز شم .

ځواب:

تر دې وړاندې چې د دغه قدرمن ورو پوښتنه ځواب کړم یو ځل بیا له هغه دوستانو بښنه غواړم چې پوښتنې ېې نه دي ځواب شوي زه ډیره موده سخت مصروفه وم او حتی په رخصتیو کې مې هم وخت نه کاوه د ډیرو ملګرو پوښتنې بې ځوابه پاتې دی ورو ورو به انشاالله ورته ځواب ورکوم هیله ده په خپلې بزرګوارۍ سره ما وبخشئ.

تردې وړاندې چې په مشخصه توګه د دغه قدرمن ورو پوښتنه ځواب کړو باید لږ په ټول کې په دې ناوړه ښکارندې خبرې وکړو.

له همجنس سره مینه یا همجنس ته تمایل هغه ستونزه ده چې بشریت له ډیر پخوا ورسره لاس او ګریوان دی دمثال په توګه په پخواني یونان کې دسافو په نامه شاعرې د لزبو په نامه د یونان په ټاپو ګانو په خپلو شعرونو کې دنجونو او ښځو تر منځ د جنسي اړیکو او مینې یادونه کړې چې اوس په انګریزي کې دښځوترمنځ دجنسي اړیکې نوم (لزبین) هم له همدې ځایه سرچینه اخلي دغه راز د پخواني روم یو امپراتور هادریان هم دغسې تمایلات درلودل حتي ویل کیږي وتلی انځور ګر لیونارډو داوینچي هم همجنسپال ؤ په اسیا او نورو هیوادونو کې هم دغه مسله موجوده وه دغه راز زموږ په سیمو کې هم دغه ښکارنده موجوده ده خو دلته باید دوه مسلې سره بیلو کړو یو همجنس بازي ده او بله همجنس ګرايي یا همجنس ته تمایل .

زه فکر کوم زموږ په ټولنه کې د همجنس بازي مسله ډیره دود ده په دې معنا چې کله یو کس خپل مخالف جنس ته د لاسرسي امکان ونه لري نو له خپل همجنس سره د جنسي اړیکې له لارې خپله جنسي تنده ماتوي فکر کوم دغه مسله زموږ په سیمو کې ډیره لیدل کیږي او کله چې یو کس مخالف جنس ته تمایل پيدا نه کړي نو بیا له همجنس سره جنسي اړیکه نیسي ورو ورو ېې له مخالف جنس سره علاقه کمیږي .

خو له همجنس سره علاقه یو بله اساسی مسله ده او په ټولو ټولنو کې لیدل کیږي په ځینې هیوادونو کې که څه هم یوه رټل شوې مسله ده خو بیا هم ورته قانوني بڼه ورکړل شوې او شمیرنې ښيي چې په سلو نارینه وو کې یو او په سلو میرمنو کې څلور همجنس ګرا دي .

لکه چې دغه ورور ویلي دي هوروموني مسلې په دې برخه کې رول لري خو دغه تیوري په دې ډول ده چې د استراډیو او تستوسترون په نامه هورمونونه که کم یا زیات شي په جنسي تمایل ورسره بدلیږي او دغه تیوري ډیره مطرح هم ده چې په نارینه او ښځو کې دغه هورموني بدلونونه ددې سبب کیږي چې له همجنس سره تمایل پکې ډیر شي .

په دې هکله په اروپايي هیوادونو کې ډیرې څیړنې هم شوي او ددې ښودنه کوي چې د همجنس ګرایانو او عادي کسانو په فریولوجیک جوړښت کې توپیر موجود دی له همدې امله ځینې کسان وايي چې دغه ښکارنده یوه مورزادي او جنټیکي ستونزه ده خو یو لودیځوال څیړاند وايي ما داسې شی نه دی موندلی چې وښيي دغسې کومه ستونزه د دغو کسانو په مازغو کې کوم بدلون موجود وي او هغه دغه تیوري ردوي .

د بلانکارډ وکلاسن په نامه څیړاند ویلي دي چې که یو ورور همجنس ګرا وي دا احتمال ۳۳ په سلو کې زیاتیږي چې بل ورور هم دغه ستونزه ولري ځینې څیړاندو وویل چې یو مخصوص جن د ګي جن په نامه شته چې دغه ښکارنده بل کس ته انتقالوي ددغه څیړنو نتیجې د Human Genetics په نامه په یوې نشرې کې خپرې هم شوې په هر صورت مختلفي نظرې په دې برخه کې شته ټولې تراوسه پورې نه تاید شوې او نه په کره توګه رد شوي دي خو دا یو واقعیت دی چې ځینې کسان دغه مشکل لري او بیا هم یادونه کوم چې کله چې دهمجنس ګرايي مسله یادیږي ټول هغه موردونه پکې نه ر اځي چې دفرهنګي مسلو له امله رامنځته شوي وي دمثال په توګه زموږ په ټولنه کې کله چې یو کس خپل مخالف جنس ته لاسری ونه لري نو هغه خپله جنسي تنده له خپل همجنس سره ماتوي په دې حالت کې نه شو ویلی چې دا جنتیکي مسله ده بلکه دا یو ډول فرهنګي ستونزه بلل کیږي.

د دې ستونزې په پيدا کیدا کې بله رواني مسله هم اغیزمنه ده دمثال په توګه هغه هلکان چې دمور له لوری سخت رټل شوي وي او ظالمانه برخورد ورسره شوی وي ممکنه ده په لوینې کې له نجونویو ډول کرکه ولری او دغه چاره ددې سبب کیږي چې خپله جنسي تنده له خپل هجنس سره ماته کړي .په هرصورت هغه څه چې روښانه دي دا دي چې دا یو ناسم عادت دی او باید پریښودل شي که هورموني ستونزه لرئ ډاکټر ته په ورتګ سره ېې حل کولاي شئ اسلام هم دغه ښکارنده رد کړې ده او کبیره ګناه بلل کیږي پردې سربیره جسمي او رواني ستونزې پيدا کولاي شي .

غوره دا ده چې یوه ارواپوه ته مراجعه وکړئ او خپله دغه ستونزه ورسره شریکه کړئ او د بدن د جنسي هورمونونو اندازه معلومه او دعلاج فکر ېې وکړئ د هورمونونو د کمیدا علاج شونی دی او ډاکټر ته په ورتګ سره دغه کار کیداي شي .

هغه فکرونه له ذهنه لیرې کړئ چې دغه تمایل یا ګرونه په تاسو کې زیاتوي دغه حس په ځان کې پياوړی کړئ چې باید له مخالف جنس سره مینه پيدا کړئ .

خپلې سترګې له ګناه پاکې کړئ په دې معنې جې هلکانو ته د شهوت په سترګه مه ګورئ او کله چې دغسې حس درته پيدا شو اسلام په مقدس دین کې ځینې لارښونو ته پام وکړئ او ترې ګټه واخلئ او له ټولو هغه موقعیتونو ځان لیرې وساتئ چې د همجنس ګرايئ حس په تاسو کې زیاتوي .

ځان بیکاره مه پریږدئ خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړئ ښه ملګري پيدا کړئ او ځان له دې ښکارندې وژغورئ .

خپل معنوي اړخ مذبوت کړئ لمونځ کوئ او دزړه له اخلاصه ېې کوئ دغه کار د رسره ډیره مرسته کوي او دغه فکر کوئ چې یو عادت په یوه شیبه کې نه بدلیږي بلکه وخت او حوصله غواړي زه له دینې پلوه ډیره توضیح نه شم ورکولاي خو له طبي پلوه په لودیځو ټولنو کې ډیرځله دغه مسله منل شوې او ویل کیږي چې دغه کسان بله لاره نه لری او ځکه خو ېې ودونه هم په رسمیت پیژندلي خو موږ او تاسو له دې کاره په اسانه ځان ژوغورلی شو ځکه چې داسلام سپیڅلي دین لرو او دا ټولو ښه لاره ده چې له ګناهونو مو ژغورلی شي .

یو ځل بیا دغه ورور ته زما سپارښتنه دا ده چې یو ارواپوه او د داخلي متخصص ته ورشي چې خپل ټول معاینات ترسره کړي که هورمون مو کم شوی وي په اسانه ېې درملنه کیداي شي حتي هغه کسان چې جنسي تمایل ېې کم شوی وي د هورمون په ترلاسه کولو سره دغه ستونزه حل کولای شي .

274 total views, 2 views today

1 comment

  1. Asmatullah Reply

    محترم داکتر صاحب سلامونه !
    هیله ده چی فقط یو زل راسره په تماس کی شئ .
    د دی سایت د لاری نشم کولای چی اریکه درسره ونیسم .
    0707 95 97 12.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *