Categories

اعلان

Loading…

غبرګولي څنګه پيداکیږي/ ډاکټرسباوون

 ډاکتر صاحب سباون صاحب!: پوښتنه می په دی ډول ده چی غبرګولی ماشومان څنګه زیږی که په دی اړه راته معلومات راکړئ ډیره مهربانی به مو وي. مننه

ځواب

 په عمومي ډول په هر لنګون کې د غبرګولي د پيدا کیدا چانس یو په سلو کې وي او د هر هیواد د نفوس کابو دوه په سلو کې ماشومان غبرګولي پیدا کیږي مخکې مو هم په دې هکله خبرې کړي وې چې څڼګه یوه هګۍ القاح کیږي هره میاشت یوه ښځه یوازې یوه هګۍ ازادوي په دې ډول ویلی شو چې په هرې امیندوارۍ کې با ید یوه هګۍ القاح شي خو کله ناکله په نامعلوم علت په یوه میاشت کې دوه هګۍ د میرمنې په رحم کې د ا لقاح لپاره چمتو کیږي چې هره یوه په خپلواکه تو ګه له یوه سپرم سره القاح کیږي او په دې ډول دوه جنین په رحم کې جوړیږي او غبرګولي بڼه خپلوي کله ناکله بیا دمیرمنې هګۍ له هغه وروسته چې له سپرم سره القاح شوه په لومړي پړاو کې رامنځته شوې حجره یا لومړنی جنین په دو بدلیږي چې هر یو په یوه جنین بدلیږي په لومړني حالت کې غبرګولو ته دوه هګی وال یا DIZYGOTIC TWINS وايي دغه 2غبرګولي ممکنه ده یو شان نه وي او دغه راز ممکنه ده یو هلک او بل نجلۍ وي او لکه دوه معمولي ورڼو یا خویندو او یا ورو او خور په شان وي ځکه چې له دوو هګیو او دو سپرمونو جوړ شوي وي خو دویم ډول چې یو سپرم او یوه هګي له القاح کیدا وروسته په دو ه بدلیږي هغه ته MONO ZYGOTIC TWINS مونو زایګوت وايي دغه ډول ماشوم تل یو جنس لري یا هلکان او یا نجونې وي خو ممکنه ده د یوې حجرې دویش له امله ېې وده توپير وکړي .

دغه ډول ماشومان له جنټیکي پلوه یو شان وي او ممکنه ده یو شان خواص ولري .

د هغوي دپوستکي رنګ ، ویښتان و سترګې ، او دوینې ګروپ یو شان وي او غالباً بیخي داسې وي چې یو د بل د هنداراې تصویر دی دمثال په توګه که یو په ښي لاس لیکل کوي بل په کیڼ لاس خو د ګوتي نښې ېې سره توپير کوي په ټوله نړۍ کې هغه غبرګولي ډیر وي چې له دو بیلابیلو هګیو جوړیږي .

خو په د غو دو حالتونو سربیره ځینې نور حالتونه هم شته چې باید ورته پام وشي دمثال په توګه که دسپرم په وسیله دهګۍ له القاح کیدا مخکې دمیرمنې هګۍ په دو دانو وویشل شي او هره یوه برخه په بیلابیلو سپرمونو القااح شي د غه حالت ته نیم یو شان غبرګولي وايي .

دیوې هګۍ په وسیله دغبرګولو زیږیدل ډیر تصادفي وي او نور عوامل پرې اغیز نه کوي په ټوله نړۍ کې له هرو زرو کسانو درې یا څلور دغه ډول غبرګولي وي خو د دو هګیو په وسیله د غبرګولي پيدا کیدل په ټوله نړۍ کې توپير کوي او بیلابیل عوامل پرې اغیز لري دمثال په توګه یو عامل ېې ارثي دي که دمور نیژدې خپلوانو مخکې دوه ګوني زیږولي وي دا احتمال شته چې دغه مور هم غبرګولي پيدا کړي خو دپلا ارثي مخینه په دې برخه کې چندانې اغیز نه لري او یا دا چې ډیر لږ اغیز لري .

د مور نژاد یا توکم بل عامل دی چې په دې برخه کې اغیزمن وي په سپين پوستو کې له هرو څلورزرو میندو څخه اوو یا لس میندې غبرګولي زیږوي او په افریقايي توکم کې په هرو زرومیندو کې لس یا څلویښت غبرګولي زیږوي او په هرو زرو اسیايي میندو کط درې دانې ممکنه ده د دوو هګیو والا غبرګولي وزیږوي .

تراوسه پورې په امریکا کې دوه او څو ګوني ډیر پيدا شوي یعنې په هرو نوي حامله میندو کې یوه دوه ګوني زیږوي او په چاپان کې ترټولو کم وي یعنې په ۱۵۵ حامله میرمنو کې یوه غبرګولي زیږوي دا خبره هم باید هیره نه شي چې دمور وزن او سن هم په دې برخه کې اغیزمن وي هغه میندې چې له پنځه دیرش کلنۍ زیاتې او چاغې او دنګي وې ممکنه ده دوه ګوني پيدا کړي ځینې درمل هم په دې برخه کې اغیزمن وي په دغو درملو کې مخدر توکی او هغه درمل دیادولو دي چې د هګۍ د القاح کیدا لپاره شنډو کسانو ته ورکول کیږي .

دغه راز ځینې څیړنو ثابته کړې ده چې هغه میرمنې چې دو ینې A او O ګروپ لري تر نور ډیر چانس لري چې دوه ګوني پيدا کړي .

په ځینې څیړنو کې دغه خبره ثابته شوې چې په جولاي میاشت ازادې شوې هګۍ ممکنه ده دوه شي او غبرګولي پيدا کړي خو په جنورۍ کې دغه چانس بر عکس کمیږي

هغه میندې چې دوه ګوني زیږوي د حاملګي نښې او علایم ېې دوه برابره کیږي په تیره بیا لومړني درې میاشتې به ېې لږ سختې وي ، درحم اندازه لویه وي ،د جنین حرکات ډیر وي .

دغه خبره ههم باید هیره نه کړو چې ډاکټران د دریمې میاشتې په لومړیو کې دغه تشخیص کولای شي چې ماشوم دوه ګونی یا درې ګونی او …. که نه .

دغه راز ځینې  وخت یو ماشوم  د کرموزومي ستونزو له امله له منځه ځي که په لومړیو میاشتو کې دغه کار وشو هغه بل ته کوم تاوان نه رسیږي .

څه موده مخکې په اروپا کې یوې څیړنې وښودله هغه میرمنې چې ډیر لبنیات خوري چانس ېې ډیر وي چې دوه ګوني وزیږوي دغه څیړنه په یوې مجلې کې خپرې شوي او ایسکا نیوز په دې هکله ولیکل هغه میندې چې ډیرې شیدې خوري د دوه ګوني دپيدا کیدا لپاره ېې چانس پنځه برابره زیاتیږي دغه تحقیقاتي ډلې هغو میندو ته چې دوه ګوني نه غواړي سپارښتنه کړې وه چې شیدې کمې وخوري خو په اروپا کې ډیری ډاکټران دغه خبره ناسمه بولي او وايي چې حامله میندې باید ډیر لبنیات  وخوري

168 total views, 1 views today

2 comments

  1. سلارزی Reply

    ډاکتر صاحب ولی د یوې مور ماشوم د یوې یا دوو میاشتو څخه وروسته په دوامداره توګه ضایع کیږي

  2. sadiqullah Reply

    سلام ډاكتر صاحب کله چى کومه ښځه اميندواره شى بيا مياشتنى مريضى(حيض) پرى راځى کنه

Leave a Reply to سلارزی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *