Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو وزیر وايي، په ۹ میاشتو کې ۴۲۰ طالب قوماندانان وژل شوي

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د وسله والو طالبانو ۴۲۰ قوماندانانو او سرګروپان وژل شوي دي.

تاج محمد جاهد نن /چهارشنبه/ د کابل په قصبه کې د پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره د کتنې په مهال خبریالانو ته وویل«پولیسو د ۴۲۰  طالب قوماندانانو او سرګروپانو له شره ولس خلاص کړی او لا هم له تروریستانو سره مبارزې ته کلک دوام ورکوي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د افغانستان دښمنان به راتلونکی کال هم د تېرو کلونو په شان خپلو هدفونو ته ونه رسېږي ځکه چې امنیتي ځواکونه په تېره بیا خاص پولیس ځواک د خپلو مورچو کلکه دفاع کوي او د خپلو خلکو ساتنه کوي.

ده په تېرو ۹ میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا پولیسو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو راپورونه وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تلفات د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۰ زیات شوي دي.

51 total views, 2 views today

1 comment

  1. ایمل خاکسار Reply

    هههههخخه
    چا وییل چه!
    یو پکی کم وه یعنی ۴۱۹ وه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *