Categories

اعلان

Loading…

یو شمېر افغانانو له امریکا غوښتي چې نیلوفر رحماني ته پناه ورنه کړي

تاند- ډېر افغانان په امریکا کې د پناه غوښتلو په خاطر پر نیلوفر رحماني په غوسه دي او وايي چې امریکا باید هغې ته پناه ورنه کړي.

 نیلوفر رحماني د افغانستان د نوي ملي اردو او هوايي ځواک له جوړېدو وروسته د وزر لرونکو الوتکو لومړنۍ پېلوټه وه.

دې د امریکا په متحدو ایالتونو کې له ۱۸ میاشتني تریننګ او روزنې وروسته په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړه.

اغلې رحماني

اغلې رحماني

د افغانستان دفاع وزارت نن /یکشنبه/ تایید کړه چې کیپتان نیلوفر رحماني په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

لومړی د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د اغلې رحماني له قوله راپور ورکړی و چې دا وېره لري چې که خپل هیواد ته ستنه شي نو وبه وژل شي.

دې ته په ۲۰۱۵ م کال د امریکا دفاع وزارت د زړورې مېرمنې نښان ورکړی و. (تفصیل)

دا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو بېلګه یا سمبول ګڼل شوې وه.

خو په امریکا کې د دې د پناه غوښتلو د خبر له خپرېدو وروسته ګڼو افغانانو حکومت ته ویلي چې له امریکا وغواړي چې نوموړې ته پناه ورنه کړي.

دوی وايي، که امریکا دې افغان پېلوټې ته پناه ورکړي، په امریکا او نورو هیوادونو کې نور روزل کېدونکي افغانان به هم تشویق شی چې د خدمت لپاره خپل هیواد ته د راتګ پر ځای د پناه غوښتنې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې امریکا به، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنې یې په ملیاردونه ډالر لګولي دي، د نیلوفر رحماني غوښتنلیک رد کړي.

ده زیاته کړه«کله چې یوه پوځي افسره د ناامنۍ شکایت کوي او له تهدیده بېره لري، عام خلک به څه کوي؟ دا هسي پلمې کوي کنې په سلګونو تعلیم یافته او روزل شوې ښځې شته چې مدني فعالیتونه او نور ټولنیز کارونه کوي.»

یو شمېر افغانانو په ټولنیزو شبکو کې د امریکا له حکومته غوښتي چې نیلوفر رحماني ته پناه ورنه کړي او که یې پناه ورکړه ګڼ نور به هم وهڅېږي چې د دې په پل پل کښېږدي.

نیلوفر رحماني: د سر په بیه د داعش او طالبانو ځپلو ته تیاره یم

13 total views, 1 views today

3 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    کله چی د یوه هیواد فوځي افسران چی د هیواد د استقلال اوخپلواکۍ بیلګه (سیمبول) دۍ له نا امنیو تښتی نود هغه ملک اوهیواد د خدای مل شی.له بده مرغه دلته ټول دود اودستور اوس داسی دۍ چی دلته نوم اوعزت وګټی بیا هغه بنسټ کړی اودښه ژوند په موخه دهیواد سره ټولی کړی ژمنی تر شا کړی او وتښتی. دفوځی افسرانو لوړه دهیوادد ځمکنی تمامیت، ملی حاکمیت ،ولسواکۍ اوخپل بیرغ رپانده ساتل وی.که د اوسنی دولت دافسرانو ژمنتیا د وطن سره د پخوانیو هماغه په اصطلاح کمونیستی حکومت د افسرانو سره پرتله کړوداسی څه به ووینو.د کارمل د حکومت په دوره کی جنرال احمدالدین په پنجشیر پخپله تبانچه ځان وواژه مګر احمدشاه مسعود ډلی ته تسلیم نه شو، همدا راز دډاکتر نجیب د حکومت د استخباراتو وزیر(غلام فاروق یعقوبی) هم ځانوژنه وکړه مګرمسلکی غرور اوهغه لوړی سره یی خیانت ونه کړ.همدا راز د طالبانو د مهال جنګونو ملابورجان د تورن اسماعیل سره د لښکرګاه په جګړه کی پنځه ځایه کاری ټپی وو چی د مرګ د خطر سر مخ وو مګر دهماغه جګړی د تر ګټلو پوری یی ډګر خوشۍ نه کړو.مګردااوسنۍ قرار دادی اردوبیا د وطن اوخلکوسره هیڅ داسی ډاډمنیژمنتیا بیلګی نه ښکاره کوی فقط تر خپلی مدعا پوری دی.

  2. shahed Reply

    ملي خیا نت همدې ته وایی،

  3. سلیمان Reply

    دا ریښتیا ده چې په نیلوفر باندې د هیواد پيسې مصرف شوي او باید د خپل سوګند په اساس د هیواد دفاع او ساتنې ته ژمنه وی او پناه یې نه وی غوښتی. مګر پدې هیواد کې ډيرې ستونځې دي. نارینه هغومره مشکلات لري نو فکر وکړئ چې ښځې به څومره ستونځې ګالي. ټول هیواد د یو څو غلو ، فاسدو او پردیپالو په لاس کې دی او صرف هغوی او د هغوی فامیلونه محفوظ او اسوده دي. خپل کور کلی او هیواد پریښودل د ټولو نه دردونکی او مشکل کار دی خو صرف د مجبوریت نه کیږي. ډير په لوړه کچه باسواده خلک په پردیو هیوادونو کې د لاس مزدوري او خشره کاري کوي ، هر وخت کړیږي او ژړیږي او د خپل هیواد اسوده ژوند او خوشحالي یادوي مګر یواځې د خپل ځان او فامیل د ژغورنې او سوکالۍ په خاطر هیواد پریښودلو ته اړ کیږي. تر څو چې دا د مال، مذهب، قومیت او پردیو لوبه روانه وي نه به دا هیواد جوړ شي او نه به خلک د هیواد پریښودلو څخه بند شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *