Categories

اعلان

Loading…

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ دیپلوماتانو د بې کفایتۍ ریکارډ جوړ کړ

تاند – د پښتونخوا په پېښور ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ ډیپلوماټانو د افغانانو او افغانستان شرموونکیو کارونو ته لاس اچولی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې افغان ډیپلوماټان د پېښور په عامه ځایونو کې داسې کارونه کوي چې خلک په ښکاره ورپورې خاندي.

په یوه عکس کې د افغانستان د کونسلګرۍ درې تنه کارمندان؛ د پروټوکول مسئول، دريم سکرتر او مالي اداري مسئول لیدل کیږي چې ویل کیږي د حیات اباد په یوه تفریحي پارک کې ناست دي او تي خواره ماشومان یې په غېږو کې نیولي دي.

پخوانی افغان دپلومات ډاکټر صمد حامد

پخوانی افغان دپلومات ډاکټر صمد حامد

په ټولنیزو رسنیو کې افغان ځوانانو د هېواد په دغه ناورین ته ورته ډیپلوماټیک حالت د خفګان اظهار کړی دی او ویلي یې دي چې دا د افغانستان د شان سپکاوی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال ډاکټر نجیب ننګیال لیکي، « دا په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ درې لوړرتبه ډيپلوماتان دي. يو يې د پروټوکول مسئول، بل يې دريم سکرتر او بل يې مالي اداري مسئول دی. فوق العاده معاشونه اخلي او په ګرانه بيه موټرونو کې ګرځي. د دوی د هرې ورځې مشغولا همدغه ده. کله نيمه لوڅ د پېښور په بورډ بازار کې سودا پسې راوتلی وي، کله يې د موټرونو رېس اچولی وي او که نور هيڅ نه وي نو د حيات اباد په باغ ناران کې «اجتماعي زوی پالنه» خو شته. د غلاو، د فساد او بې کفايتۍ په لسګونو نورې کيسې.» 

ښاغلی ننګیال وړاندې لیکي، « د بهرنيو چارو وزرات له سلګونو دغسې کارمندانو ډک دی. تاسې او خدای مونږ به په دغو هستيو له پاکستان سره ستراتيژيکه ډيپلوماسي وکړای شو؟ بيا به د سيمې دغه پېچلی سياست پرې تحليل کړای شو؟ ايا دا د ټلوالې اشپزان به وکړای شي د دې وطن بهرني سياست ته کرښه وټاکي؟ ډيپلومات د ملتونو برخليک ټاکي. سوله ورته راولي او په ډېره عادي سهوه يې په جګړه اخته کولی شي. سړی چې ځينې کيسې وګوري، ټکان وخوري. زمونږ او زمونږ د اولادونو راتلونکی دغسې خلک را ته ټاکي.»

پخوانی دپلومات او لومړی وزیر موسی شفیق

پخوانی دپلومات او لومړی وزیر موسی شفیق

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال عنایت الله کاکړ لیکي، «درې تنه افغان دپړه ماران (ډیپلوماټان) د پيښور په باغ ناران کې زامنو ته جيجۍ(تَی) ورکوي…!
آله شاه کوکوجان….!
وطن دغو زن مريدانو ته پاتې شو. په کابل کې پاکستاني ډپلوماتان حتی د شپې له خوا د اوضاع په تحليل او تدقيق بوخت وي او زموږ د هاغو دغه حال دی…!
ربه مل شې د وطن او د ملګرو….!»

تر دې مخکې هم په جرمني، بلغاریا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماټانو د بې کفایتۍ په هکله خبرونه خپاره شوي ول، او ویل کیږي چې دوه کاله وړاندې په پراګ کې د افغان سفارت یوه ډپلوماټ د بې سوادۍ له امله ځان ته بل کس په پیسو نیولی وو چې ایمیلونه یې وګوري او بیا یې د هغه په استازیتوب ځواب کړي.

ویل کیږی چې یو وخت افغانستان د موسی شفیق، هاشم میوندوال، صمد حامد، عبدالرؤف بېنوا ….. په څېر پوه او ځیرک سیاستوالو په لرلو سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه یوه با کفایته ډپلوماسي پرمخ وړله او له مختلفو هېوادونو سره یې سیاسي، اقتصادي او نورې اړیکې په منظمه توګه پاللې، خو د وروستیو څلورو لسیزو جګړو او د ګاونډیانو مداخلو د جهاد، مقاومت او قوم پالنې په نوم ګڼې داسې ستونزې راپورته کړې چې تر اوسه یې لا د ډاکټر غني په څېر پوه او له نړیوالو اړیکو سره بلد ولسمشر په مهارولو نه دی بریالی شوی.

298 total views, 2 views today

6 comments

  1. Jamaluddin Reply

    Afghanistan ao afghanan dase khalgo wo sharmawL. Ao pa, sharmawalo ye bukht de. Ao da, tol zamong khpal amal da ao zamong pa idaro ke da pasad waja da. De watan sa, pejane, izat sa pejane , da de kho khpal paiso sra kar de . de na watan ta kar kave ao na afghanano ta. Da de paiso ghualaman de. Ao da de na ba mung nur hum pa sharmono washarmego ka mung nur khamosh pate sho ao da pasad khatam na kro . Afghaniat ba mo da khawro sra gad she. Nur kho sa kave che bia ba chata da afghan num hum na sho yadwLe.

  2. ع. شريف زاد Reply

    پېښور خو لا ښه دى پښتانه دومره د جان اوقربان، نازنين وها غه دغه کې نه دى د پطلون او نکتايي قدر هومره نه کوي چېرې چې د ننه او په نورو هېوادونو کې يو شمير ناهله او بيسواده ماشيني دپلوماتان په ځان کوي. يوه ورځ مې د افغان کونسلګري ته زنګ وواهه. ګورم چې تيليفون يوې ا په جانې ته وروسته له يو څو دقيقو لاس ته ورغئ
    نيم ساعت يي په فارسي کې په يوه معمولي مطلب باندې پوه نه شوم کړاى خلک په هرڅه کې ولس مشر غني باندې نيوکه کوي او د اريانا تلويژن کې په مدور ميزونو دومره د ډاکتر او ماستر خبرې کيږي چې سړي ورته حيران پاتې کيږي بيا په سفارتونو، کونسلګريو کې د ښپږم او نهم ټولګيو ټا يپستان کار کوي. چې مثالونه ېې په نوم سره ډير زيات دى
    خبره له ريکارده تيره ده .حيف د ې دمرحوم ډاکتر صمد حامد او شهيد موسي شفيق عکسونه چې ددې انډيوالالنو په هکله پوست شوى دي

  3. shahed Reply

    خا رجه وزارت د ټلوالې میراث دۍ ، ټول بیسواده متعصب او له دیپلو ماسۍ حتي انسا ني آدابو او معا شرت بې برخې کسان هرې خوا ته په سفار تخا نو کې د عیا شۍ فحا شۍ لپاره استخدا موي ، تاسې او خداي د مو سی شفیق ، صمد حا مد ، پژواک شخصیتو نه د ربا ني د زوی له لو یدلي شخصیت سره پر تله کړۍ افسوس الله د په دې ملک و رحمیږي

  4. صاحبزاده توانا Reply

    لیکواله کور دې له غنمو ډک شه !
    ته داسې کسان د صمد حامد او موسی شفیق سره پرتله کوې او په یوه پاڼه یې ورسره تصویرونه راولې !!!

  5. محمد Reply

    دقیقا د شرم ځاې دې. نه پوهیږم چی د بهرنیو چارو وزارت د استخدام معیار څه دې، هغه کسان چی دې عکسونو کی یی وینئ نه د افغان ډیپلوماسۍ، سیاست او فرهنګ سره بلد دی او نه هم کولاې سی د دې ویاړلی ملت او قوم نمایندګی وکړی. خداې ګواه دې هغه استعدادونه چی د بهرنیو چارو په وزارت کی په دنده بوخت دی او زحمت کښه دی هغو ته په کلنو د خارجی ماموریت فرصت لا هم نه ورکول کیږی. اوس ګیله د چا څخه وکړو رئیس صاحب جمهور همدا کلیدی وزارت د داسی یو ګوند په لاس ورکړې چی هغه تنها تفرق او قومی او ژبنی شخړو ته لمن وهی. د رئیس صاحب جمهور څخه مو دا خواست دې چی دومره کلیدی وزارت چی د افغان ملت او فرهنګ عنکاس و نړیوالو ته ورکوی او د ملی ګټو ساتل د دی وزارت د مامورینو وجیبه ده ېو
    داسی اهل شخص ته ورکړی چی معیار د معیار سره سم بدلونونه راولی.

  6. میردیس Reply

    دا په کوم نړیوال کنوانسیون کی داسی پریکړه شویده چی دیپلو ماتان د تفریح ، قدم وهلو ، د اولاد او کورنی سره د وخت تیرولو حق نلری ؟؟؟ دا د دوی مدنی حق دی چی پس له وخته د خپلو ماشو مانو ، دوستانو او نورو همکارانو سره وخت تیر کړی … ه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸