Categories

اعلان

Loading…

په بامیان ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه افتتاح شوه

د ۱،۴۷۵،۰۲۸ افغانیو په لګښت، چې د سیمه ییزې همکاریو لپاره د سویلي آسیا د ټولنې (سارک) د پرمختیايي بودجې څخه ورکړل شوی، د بامیان ولایت د مرکز په قاضان کلي کې د څښاک د اوبو یوه شبکه جوړه او ورڅخه کار اخیستل پیل شول.

د دغې شبکې د جوړولو قرارداد، چې په هغه کې د ۳،۹۱۰ متره په اوږدوالي سره د پایپونو غځول، د یوې ۲۰ مترمکعبه ذخیرې جوړول او د ۱۲ نلکو (شیردهنونو) نصبول شامل وو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو د ملي پروګرام لخوا د قلب آسیا ودانیز شرکت سره لاسلیک شوی وو.

د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره، د څه باندې ۲۱۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې او د جوړولو چارو یې د اړوندې سیمې د اوسیدونکو لپاره ۶۶۰ کاري ورځې ایجاد کړې.

په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو ملي پروګرام، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت یو له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې موخه یې د هیواد د کلیوالي سیمو د اوسیدونکو لپاره د څښاک د صحي اوبو، د حفظ الصحوي آسانتیاوو او د نظافت په اړه د پوهنیزو پروګرامونو برابرول دي.

83 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *