Categories

اعلان

Loading…

وچ توت شکرې ته ګټور دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
هغه کسان چې د شکرې ناروغي لري، د دې لپاره چې په وینه کې یې د شکرې کچه کنټرول وي، له ځینو خوږو پرهېز کوي، خو باید وویل شي چې د دې ناروغۍ لپاره وچ توت ګټور دي.
هغه خوږه چې په توتو کې دي، د سوربیتول په نامه یادېږي او ینې لپاره ګتوره ده او د هغو کسانو لپاره یې ګټه ډېره ده چې د شکرې ناروغي لري.
کوم کسان چې په وینه کې یې شکره لوړه ده او یا یې هم د شکرې ناروغي وروستي حد ته رسېدلې ده، ښه ده چې د توتو خوړلو په اړه له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي؛ ځکه توت کولی شي یوازې لږ پرمختللې شکر ناروغي کنټرول کړي.

توت او ممیز؟
توت او ممیز که څه هم سالم قند لري، خو له کچې زیات هم باید ونه خوړل شي.
هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، په ورځني ډول باید په خپلو خوړو کې له پنځه کالري زیات شکره وانه خلي.

76 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *