Categories

اعلان

Loading…

تازه څېړنه ښيي چې د افغانستان ۷۰٪ اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهېږي

تاند- د افغانستان د اوبو د زېرمو د کنټرول او ادارې څېړونکی مرکز وايي چې د افغانستان په سلو کې ۷۰ اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهېږي.

د نوي افغانستان د څېړنې مرکز نن /شنبه/  د خپلو فعالیتونو د پیلولو په مناسبت غونډې ته وویل چې افغانستان یوازې له خپلو ۳۰ فیصده اوبو استفاده کوي.

د دغه مرکز ريیس عبدالله هیواد د افغانستان ناامنۍ له اوبو سره تړلې وبللې ویې ویل«ځیني ګاونډي هیوادونه غواړي افغانستان ناکراره وساتي څو له اوبو یې وړیا استفاده وکړي.

د فراه چارواکو په ځلونو ویلي چې ایران د هغو وسله والو ملاتړ کوي چې په دغه ولایت کې د بخش اباد بند د جوړېدو مخه نیسي.

تر دې وړاندې ایراني پلوه عناصرو په هرات کې د سلما بند د جوړېدو د مخنیوي لپاره د دغه بند پر کارکوونکو او انجینیرانو حملې کړي دي.

ښاغلی عبدالله وايي چې افغانستان یوازې له ایران سره د اوبو په برخه کې رسمي موافقه لاسلیک کړې خو له نورو هیوادونو سره یې هیڅ سند نه دی لاسلیک کړی.

د افغانستان او ایران حکومتونو په ۱۳۵۱ لمریز کال، چې په دواړو هیوادونو کې شاهي نظامونه واکمن ول، د هلمند د اوبو په اړه موافقه لاسلیک کړه.

د اوبو د کنټرول د ادارې د مرکز په غونډه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان د اوبو د بهېدو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

ده وویل، که افغانستان کافي اوبه ولري حاضر دی چې ګاونډیو هیوادونو ته اضافي اوبه ورکړي خو که یې ونه لري او وغواړي چې له خپلو اوبو استفاده وکړي، په هغه صورت کې ګاونډي هیوادونه باید دا درک کړي چې افغانستان هم د پرمختګ حق لري.

د ډیورنډ کرښه د دغه مرکز د تحقق بله برخه ګڼل کېږي.

د ډیورند کرښې په اړه پخواني ولسمشر وویل چې افغانستان به یې هیڅکله په رسمیت ونه پېژني.

په دې اړه تفصیل وروسته وړاندې کېږي.

16 total views, 1 views today

1 comment

  1. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    attention of water administration;
    every one knows pakistan need and use our water;
    but government must take positive action to close or control our water for energy/agrecaltur/drinks,,,
    before to start one dam or project;peoples of the local area,community who get enjoy from that water.must gave agrement
    to take security of that dam.if peoples defense from any project that
    way we will change our life/rebuild our agrecalture.
    anywhere local leaders make self defens committee/and keep secure public property from all terrorist,
    thanks from taand

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *