Categories

اعلان

Loading…

په کندوز کې یوه سیمه ییز پولیس خپل ۵ ملګري د خوب په مهال وژلي

تاند- یو افغان چارواکی وايي، په کندوز ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس خپل ۵ ملګري وژلي دي.

د کندوز چارواکي وايي چې دا پېښه نن /جمعه/ سهار وختي په داسي حال کې چې سیمه ییز پولیس په خپله پوسته کې ویده ول، وشوه.

حمله کوونکی د خپلو ملګرو له وژلو وروسته له وسلو او مهماتو سره تښتېدلی دی.

تراوسه پوري د افغانستان د دولت کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

513 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸