Categories

اعلان

Loading…

د عبد الوکیل سوله مل شینواري د کیسه ییز نثر سبکي ځانګړنې

لیکنه: هارون سمون

مخکې له دې چې موضوع ته مستقیم ننوځو؛ خپله تجربه به درسره شریکه کړم، د ځوان لیکوال محب الرحمن محب یو نوی چاپ شوی اثر د هنرپه خپله بڼه په نوم کتاب مې په کتابونو کې تر سترګو شو، ورقې مې یې یوې بلې خواته واړولې خوښ مې شو، د کتاب ځانګړنې او دلیکوال ډالۍ مې تر نظر تېره کړه، تقریظ مې پیل کړ، تر نیمایې مې چې ولوست، یو بل تکړه لیکوال ښآغلی ګل الرحمن رحماني مې ذهن ته راغی ما وېل هغه داسې لیکنه کوي، د تقریظ پاې ته راورسېدم چې رښتیا هم ګل الرحمن رحماني لیکلی ؤ، مخکې مې د رحماني یو دوه اثره او په فسبوک کې مې یې لیکنې لوستې وي، همدغه چې زه پوه شوم چې دا لیکنه خو د رحماني غوندې ده، دغه د لیکوال سبک دی، سبک سټایل ته ویل کېږي، هر لیکوال ځانته یو سبک لري، پدې شرط چې لیکوال وي، کره کتونکی او استاد غضنفر دسبک په اړه د نثر لیکلوهنر کې لیکي سبک د نورم حالت څخه انحراف دی، یانې نورم په سبکي لحاظ هماغه خنثی او شنډ حالت دی، چې دې ته بیا صفري سبک وایي، صفري سبک هماغه دی چې څه نوښت پکې نوي، عامه خبر وي، په عام ډول لیکل شوې وي.
په دې لیکنه کې به د عبدالوکیل سوله مل شینواري کسه ییز نثر ته یوه کتنه وکړو.

عبدالوکیل سوله مل شیواری تکړه کیسه لیکوال دی، د ده دکیسو پنځوس میلیونه ټولګه مې ولوسته خوند مې ترې واخېست، کله چې د ښاغلي سوله مل کیسې ولولو نو دا به راته معلومه شي، چې کیسې یې خوارا خوندوې دي، ځکه د ده د کیسو ژبه خوږه روانه ساده ده.

نوموړی لیکوال توانېدلی دی، چې داسې کیسې ولیکي تر څو عامه خلکو ته د پوهاوي وړ وي، ده د کیسې له اصولو سره سم دوه ډوله ژبه کارولې ده چې یوه خپله د لیکوال ژبه ده او بله هم د کرکټرونو ژبه، ډېری لیکوال په دې کې پاتې راغلي دي، خو نوموړي دواړې ژبې په ډېر مهارت کارولې دي، سوله مل په خپلو کیسو کې ځینې شیونه سپین بیان کړي دي، په داسې کلیمو چې شاید ځینې لوستونکي مخ ورنه واړوي، خو زما له انده څه چې لازم دي، ده هماغه بیان کړي دي. که سکسي مسایل دي، مونږ ورته اړتیا لرو، ځکه د ژوند یوه اړتیا ده، بل د ده ځینې کیسې طنزیه بڼه هم لري، په کیسو کې یې ناوړه ملایان او مجاهدین بد انځور شوي دي.

اوس به د ده د لور په نوم کیسې یوه برخه دنمونې په ډول را واخلو بیا به یې په سبک باندې نور هم وغږېو.

د نثر بېلګه:

لور
ټول: اکرم خان له خپلو دوو زامنو، ننګور او نورو خپلوانو سره یو ځای د روغتون په غولي کې ناست ول. انتظار یې کیښښ چې د روغتون له زېږنتون څانګې به ورته څه خبر راوړي.

د هغه مشره نږور وروسته له لسو کلونو امیدواره وه، نن یې روغتون ته راوستې وه.
ټول خوشحالوونکو ولولو اخېستي ول او هره دقیقه یې شمېرله چې کله به زېری ورباندې کېږي، د زېږنتون مخې ته یوازې، د اکرم خان مېرمن دېره وه، نور ټول د انتظار په خونه کې ول.

اکرم په داسې حال کې، چې په ږیره یې لاس راکښه او د تسبو څو دانې یې اړولې په لوړ غږ یې له ځان سره وویل:
ـــ خدایه ستا ډېر شکر ګذار یم، چې د زامنو له میراتۍ د خلاص کړم….د دې لپاره مې څومره زیارتونه وکتل.
هغه دا خبرې کولې چې، ورور یې په خبرو کې ورولوېد.

ـــ خدای(ج) سخي ذات دی د چا خیراتونه، او زیارتونو ته یې نه بیایي.
اکرم له واره مخ ورواړاوه
ـــ خدای(ج) خو مې دا سوال قبول کړ، خو اوس که دا بل سوال هم…
دده خبره لا بشپړه نه وه، چې د ننګور پلار یې په خبرو کې ورولوېد.
ـــ کوم سوال؟
د اکرم خان ورور دستي ورغبرګه کړه.
ـــ لالا خو د لویې خوشحالي تابیا کړې ده. څو غوایان یې اخیستي او تمام عالم یې راخبر کړی دی.
او اکرم خان بیا وویل
ــ خدای (ج) خو لوی پاچا دی، ګوندې دعا مې هم قبوله کړي.
بیا یې ټول مخاطب کړل.

ــ یره که دا کار چرته وشو، نو په خدای چې د زامنو له ودنو هم دا خوشحالي اوچته جوړه کړم، او داسې ډمې درته پکې وګډوم، چې هنګامه یې ان تر کابله ولاړه شي.

بیا غلی شو او د تسبو دانې یې پرلپسې واړولې، او په ږېره یې بیا لاس راتېر کړ، شکر یې پر ځای کړ، او په اوږدو چرتونو کې ډوب شو، تېر کلونه ورپه یاد شول، د خپل مشر زوی واده، بیا یې دکشر زوی واده، او د خپلو تربورانو دا خبره چې دده په غیبا کې یې څو پېنډو او بنډارونو کې کړې وه.
ـــ ننګیندې یې جوړې دي، زامن یې پوچ دی.
……
سبکي ځانګړنې:
د سوله مل دیوې کیسې نوم لور دی، چې پورته یې مونږ یوه برخه راواخیسته، لمړی به دې ته راشو چې د سوله مل کیسې ژوندی دي، مثلا دده په کیسو کې مکالمات بېخي ډېر په ژوندی بڼه راغلي دي، لوستونکی ته دا حس ورکوي، لکه فلم چې ګوري یا هماغلته دی، یا خپله دی همدا کار کوي، د پنځوس میلیونه کیسو دلمړۍ کیسې د دپیل مکالمو ته تاسې وګورئ څومره ژوندی او خوندوې دي.

ــ بهادرخانه! دا د کافر لورانې خو سړی سېزي.
بهادر خان د زمان ګل په دې خبره ناببره ټکان وخوړ او خورا حیران دریان شو. بیا په شنډو د حیرانتیا موسکا په څپو راغله.

ــ دا څه وایي، قوماندان صیب! که موږ هر څه کووو هسې هم ستاسو په حساب د سوجه مسلمانانو له قظاره وتلي یو، په تاسو څنګه نن شیطان غلیبه وکړه؟
زمان ګل په بيړه ځواب ورکړ:
ــ بهادرخانه! څه ته مې زده راسپړې. دې ته ولاکه د چا نیکه هم ټینک شي. نه ګورې هره یوه خدای لکه په خپل قلم چې رسم کړې وي.

ژوندی ژبه:

که پورته مکلماتو ته ځیر شو، بحده ژوندي دي، هماغه ډول راخیستل شوي دي، لکه څنګه چې د یوه داسې کرکټر سره ښایي، یانې مکالمات یې ډېر طبعي دي، چې دا طبعي والی د کیسې په ژبه کې لویه برخه لري، ځینې لیکولان نشي کولی چې مکالمات په ښه ډول راوړي، یانې څنګه چې لازم دي، هغسې نشي کولی چې دا ټول د کیسې د ژبې سره نا بلدیتا ده، خو سوله مل بیا ډېر په کې تکړه دی.

ژوندی تصویر:

ژوندی تصویر په کیسه کې مهم شی دی؛ ځکه چې کیسه په حرکت راولي، خو سوله مل بیا پدې شي کې ډېر تکړه دی د ده دلور په کیسه کې یوه ژوندي انځور ته تم کېږو:

بیا غلی شو او د تسبو دانې یې پرلپسې واړولې، او په ږېره یې بیا لاس راتېر کړ، شکر یې پر ځای کړ، او په اوږدو چرتونو کې ډوب شو، تېر کلونه ورپه یاد شول، د خپل مشر زوی واده، بیا یې دکشر زوی واده، او د خپلو تربورانو دا خبره چې دده په غیبا کې یې څو پېنډو او بنډارونو کې کړې وه.

سمیزې اصطلاح ګانې:

بل دا چې ځینې عامیانه اصطلاح ګانې په ډېر ښه ډول راوړي، چې دا یې یوه بله همه سبکي ځانګړنه ده، لکه په پورته مکالماتو د کافر لورانې، د زړه راسپړل، په زنګونه اټکلونه کیسه کې یو ځای لولو چې نه یې په د هکله کوم غوږ وګراوه، خپل غوږ ګرول یوه اصطلاح ده، همدارنګه په قلم رسم کړې، په ډولۍ کیسه کې یو ځای لولو په درنګ شېبه کې یې ټولې خونې په یوه پښه وکتلې خپله درنګ شېبه یوه اصطلاح ده همدا رنګه په یوه پښه ټولې خونې کتل هم یوه اصطلاح ده. حیران دریان اصطلاح یې په ډېری کیسو کې لیدل کېږي، د کافر زامن اصطلاح، چې دا ټول دده په سبکي ځانګړنو پورې اړوند دي.

یو بل ځای کې یوه ښکلې اصطلاح په دې ډول راوړي، ولا چې په وهلو خو مو پوستکې وباسي.

هنري کلیمې:

د لور په نوم کیسه کې په پیل کې لولو ټول خوشحالونکو ولولو اخیستي وو، ولولې یوه هنري کلیمه ده، چې د یو څوک یو شي ته ډېر خوشحاله وي، ولولوې یانې لکه د سمند څپې داسې ده خوشحالیانې د دوی په وجود کې ګرځېدي، چې دا خپله یوه هنري کلیمه ده.

په ډولۍ کیسه ۷۶ یم مخ کې لولو له تمنا ټولو اندېښنو دستي ګډه وکړه. اندېښني چې له سړي ولاړې شي سوله مل یې له کډه کړلو سره مشابه کوي، چې دا کډه کلیمه په هنري انداز کې کارول شوې ده.

د ډولۍ کسیې په ۷۷یم مخ کې لولو چې د تمنا وړې سلګۍ بیا دهغې په ګوګل کې ور ایسارې شوې. اوښکې په ګوګل کې ایسارېدل یوه هنري جمله ده، پدې کې بیا ګوګل او ایسارېدل په هنري ډول راغلې دي.
د وو پر ځای ول کاروي:

د سوله مل په نثر کې د وو پر ځای ول ډېر لیدل کېږي لکه د لور په نوم کیسه کې یې چې لولو:
د روغتون په غولي کې ناست ول.

ټول خوشحالونکو ولولو اخېستي ول او هره دقیقه یې شمېرله چې کله به زېری ورباندې کېږي، د زېږنتون مخې ته یوازې، د اکرم خان مېرمن دېره وه، نور ټول د انتظار په خونه کې ول.

د جملو کارونه:

د سوله مل شیونواري جملې لنډې لنډې ندي، خو دده جملې له یوبل سره تړاو لري، جملې یې ډېرې په هنري شکل اوږدې دي، کله چې دده نثر لولو له داسې جملو سره نه مخ کېږو چې د جملو د اوږدوالي له امله د مونږ د جملې مفهوم وانخلو، دده جملې اوږدې دي، خو خپه د جملو په منځ کې کلیمات په ښه تړاو سره پیل شوي دي، جملې یې پېچلې ندي ډېر ساده او روانې دي.

د چاپېریال اغېز:

چاپېریال طبعا په لیکوال باندې اغېز ښندي، چې دا اغېز په شینواري باندې هم لوېدلی دی، سوله مل شینواری له هغو افغان لیکوالو څخه دی، چې په خارجي ممالکو کې اوسېدلی دی، سفرونه یې کړي دي، په بله وینا به خبره را لنډه کړو، یانې هغه خپل افغاني فرهنګ دمره په پام کې نه دی، نیولی، ده په کیسو کې ځنیې سپین مسایل بیان کړي، دي یانې دده ددې جرأت کړی دی چې حتی سکسي مسایل هم په خپلو کیسو کې راواخلي، صحنې یې په کې انځور کړې دي، نو ځکه دده دکیسو سره لوستونکي نه خسته کېږي، خو په عین وخت کې ډېری لوستونکي سختې نیوکې ورباندې کوي، چې سوله مل ولې دملا سپکاوی کوي، یا هم مجاهدینو ته په بده سترګه ګوري، خو دی بیا په خپله وایي چې زما مقصد یوازې ناوړه ملا او ناوړه مجاهد دی، پورته مو یادونه وکړه چې سوله مل تر دې پورې مسایل راڼه ښودلي دي چې حتی سکسي مسایل یې هم بیان کړي، دي دخپلې ادعا د اثبات لپاره به د بېرېدلې نانځکې په نوم کیسې یو پراګراف راوخلو.

(( ګلاب چې دویسکي څلورم جام په سر واړاوه، نو په بېړه یې له کاتیا لاسونه راتاوکړل، خو هغې ژر ټېل واهه.
ـ لږ ودرېږه چېرته د بېړه ده؟

ګلاب سترګې سپینې او بېرته یې خپلې شونډې د هغې په شنډو کېښودې، لږ ورسته دواړو دیو بل تڼیو ته لاسونه ور تېر کړل. او دکمیس ورستۍ تڼۍ یې پرانیستلې، چې د ټلیفون آواز شو))

پورته صحنې ته که ځیر شو نو لیکوال یوه سکسي صحنه په ډېر جرأت سره راخیستې ده، ممکن بل افغان کیسه لیکوال دا کار ونشي کړی، خو سوله مل بېخي تر اخېر حده رسولې ده خبره نوره ختمه ده بس مبایل کې زنګ راځي. نو دا دمحیط اغېزه ده چې لیکوال یې تر تاثیر لاندې راغلی دی، او دسې مسایل یې بیان کړي دي.

سلاست:

د شینواري نثر بېخي زیات سلیس او روان دی، دمره چې سړی یې په لوستو هېڅ نه ستړی کېږي، شینواري سره لدې چې کرکټرونه یې په ساده روانه او خپله ژبه غږولي دي، همدارنګه خپله دلیکوال ژبه یې هم په ډېر مهارت ساده کارولې ده، دده په داستاني ژبه کې نه پېچلي کلیمات شته نه هم داسې لهجوي سخت کلیمات چې لوستونکو ته سخت وي، نه نه بلکل ساده او روان مخکې روان وي، ته به واه چې دی کیسه درته کوي، نثر یې ژوندی دی.

طنزیه بڼه:

که دسوله مل کیسو ته ځیر شو ټولې طنزیه بڼه لري، داسې چې ځای ځای لوستونکی په خندا راولي، دا چې لوستونکی نه ستړي کوي، او دوی د کیسې په منځ کې خندوي دا دسوله مل یو هنر دی، ممکن دغسې هنر ډېر کم لکیوال ولري.

62 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *