Categories

اعلان

Loading…

د مرکزي ولایتونو د امنیت او اداري جوړښت لپاره د دانش او محقق طرحه

تاند- د ولسمشر او اجرايي ريیس دوهم مرستیالانو د هیواد د مرکزي ولایتونو د امنیت د ښه کېدو او د اداري تشکیلاتو د پراخېدو لپاره د ملي امنیت شورا ته یوه ګډه طرحه وړاندې کړه.

د سرور دانش او محمد محقق له لوري په وړاندې شوې طرحه کې د مرکزي ولایتونو د لارو د امنیت د خوندي کېدو لپاره بامیان او دایکنډي ولایتونو ته په غځېدلیو لارو کې د اضافي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او د یو شمېر هزاره مېشتو ولسوالیو په څو برخو د وېشل کېدو غوښتنه شوې ده.

په طرحه کې ویل شوي چې د غزني، پروان، میدان وردک او غور ولایتونو شیعه مېشتو سیمو په لارو کې دې هم امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي څو دغو ولسوالیو ته په تللیو لارو کې د برمته نیونو او شوکو مخه ونیول شي.

دوی ویلي، که د یادو ولایتونو په شیعه مېشتو سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شي، د بامیان او دایکنډي مرکزي ولایتونو امنیت به لا خوندي شي.

د ښاغلیو دانش او محقق په وړاندیز کې د یو شمېر هزاده مېشتو ولسوالیو، چې د دوی په وینا ګڼ نفوسه دي، په دوو یا درو ولسوالیو د وېشل کېدو غوښتنه شوې ده.

د دوی دا غوښتنه له دې کبله هم د پام وړ ده چې ټاکل شوې ده د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې وکیلان د خپلو ولسوالیو استازیتوب وکړي.

67 total views, 2 views today

7 comments

  1. zarigul Reply

    دا ډول طرحی هماغه دکشتمند میراث دی چې داکتر نجیب الله ورسره ونه منله ، په علمی ، ملی او سیاسي لحاظ د ملت په ګټه کار نه دی او نه دوی حق لري چې دمرکزي ولایاتو په نمایندګی نا سنجول شوی طرحې وړاندې کړي ، مرکزي ولایتونوخپل خلک او خپل اوسیدونکي لري ترهغو چې هغوی په دغو مسایلو کې څوک ونه پوښتنی ، د دوی طرحی هسې « دخره خسي کول دي لاس ګنده ګریوان پاره ؟
    د دوی باید ترهرڅه دمخه دخپلو جنایاتو محکمې ته دخپلې تسلمئ طرحه جوړه کړي .
    زرین ګل

  2. سلیمان Reply

    دې د چنګیز بچو ته وګوره چې یوازې د هزاره ګانو د امنیت او زیاتو ولسوالیو غم ورسره دی اود نور ټول افغانستان په قصه کې هم ندي. زه خو وایم د نر بچي دي ځکه د غني غوندې ریس جمهور چې خدای په چا تپلی وي هر څه ممکن دي. دا ولسمشر او ولس کشر چې تر څو وي والله کې دا وړۍ شړۍ شي او ډير ګلان به دوی وکري.

  3. احمد Reply

    دا د مغول اولاده چی په خپل وخت یی تولی دنیا په غم اخته کری وه او دا ۴۰ کاله یی افغانستان د ایران په هدایت دفرهنگی یرغل لاندی راویسته ده او د افغانانو په سروکی میخونه هم وتکول اوس د ایران لپاره په افغانستان کی میدان جوری. شه به دا وی چی دوی تول خپل اصلی وطن مغولستان ته ولار شی

  4. محمدولى ناصرى Reply

    چه جعفريه فقه درباندى د کندهار پوهنتون د شرعياتو په پوهځى کى تدريسوى نو ددى پلان د عمليکيدو يى هم امکان شته

  5. حامد له کابله Reply

    زرین گله!!
    تا له کومه کوم علمی، ملی او سیاسی خبره کوی؟؟؟؟ دا د خنده زای ده چی تا د یو ملت اصلی حق چی هماغه امنیت دی تنگ نظری کوی. دغه خلک سو قرنه کیزی چی له ظلم سره لاس او گریبان دی. .
    افغانستان هغه وخت په پیشرفت په لور زی چی د تعصب مفکوره له منزه زی او د هم پذیری او همکاری مفکوره رامنزته شی.

  6. امان Reply

    که دولت دا طرحه ومنله نو باید ببیا دولت دی تیلو داغول او رقص مرده ته منتظر اوسی چی بیا دغه حکومتی مخه هم نشی نیولی.

  7. امان Reply

    که دولت دا طرحه ومنله نو باید دولت دی تیلو داغول او رقص مرده ته منتظر اوسی چی بیا دغه حکومتی مخه هم نشی نیولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *