Categories

اعلان

Loading…

د بشري حقونو فعالان: د دوستم پر ضد دې د لیلیې دشتې او نورو جنایتونو قضیې هم ثبت شي

تاند – د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي چې د پخواني جنګسالار او د اوسني مرستیال ولسمشرعبدالرشید دوستم پر ضد دې د هغه د نورو جنایتونو قضیې هم راپورته کړای شي.

د روان کال /۲۰۱۶/ د ډسمبر په نیمایي کې د جنرال دوستم له خوا د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي له تښتولو او جنسي سپکاوي څخه وروسته نوموړي د ښاغلي دوستم پر ضد څارنوالۍ ته مراجعه وکړه چې ورسره جوخت د افغانستان نړیوالو مرستندویانو د ښاغلي اېشچي د قضیې د بې پرې ارزونې غوښتنه وکړه.

د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر۲۰مه / د عبدالرشید دوستم یوه پخواني سیال اکبربای هم وویل چې د شنبې په ورځ به نوموړی هم څارنوالۍ ته لاړ شي او د دوستم پر ضد به خپله قضیه ثبت کړي. ویل کیږي چې دوستم د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک پر وخت د اکبربای پر ضد هم د احمد اېشچي په څېرچلند کړی وو.

اوس د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي چې د جنرال دوستم پر ضد دې د هغه د بل لوی جنایت دوسیه هم پرانستل شي چې په ۱۹۹۰مو او وروسته بیا په ۲۰۰۱ کلونو کې یې د هېواد په شمال کې په زرونو بندیان په کانتینرونو کې واچول، ووژل او یو شمېر نور یې په لیلي دښته کې ژوندي ښخ کړل.

ویل کیږي چې جنرال عبدالرشید دوستم چې پخوا د جنګي ملېشو مشر وو او اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی د خپل کاري تاریخ په بېلابېلو وختونو کې له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې کړې دي خو د احمد اېشچي له پېښې څخه مخکې یې چا پر ضد نېغ په نېغه د جنایت قضیه حکومت ته نه وه سپارلې، دا به وخت معلومه کړي چې قانوني ادارې به د هغه پر ضد څه ډول فیصله وکړي.

313 total views, 3 views today

2 comments

  1. Bashir Reply

    که چيري دآفغانستان حکومت ددغه مجرم پر ضد اقدام وکړي او دمحکمې دميز وشاه ته ئې ودروي او په سخته جزاء ئې محکوم کړي دا به ددولت او آشرف غني غټه لاسته راوړنه وي او دنورو مجرمينو لپاره به دمحکمې دروازه خلاصه سي او ددې مظلوم ملت په تاريخ کي به بې سارئ پړاو وي.

  2. سهاک Reply

    دجنرال دوستم دوسیه باید د قانون په چوکاټ کې د باصلاحیته محکمی له خوا وڅیړل شي:
    پاته د نه وي چې دوستمي ملیشو په 1990 کلونو کې د کابل ښار ډیرې برخې له احمدشاه مسعود سره یوځای لوټ او ویجاړې کړې. د لیلې دشتې 16000 تنه اسیر شوی طالبان د دوستم په امر مړه او یا ژوندي ښخ کړل شول.
    دودستم قضیه حقوقي اړخ لري او پریږدی چې د محاکمو له خوا په بیطرفانه ډول وڅیړل شی. که د جوزجان، سرپل ، فاریاب او نورو سیمو اوسیدونکی د دوستم خلاف شکایتونه او د جرایمو اسناد لري مهرباني د وکړي په کابل کې د لوېې څارنوالی ته تسلیم کړی. ترڅو حق حقدار ته وسپارل شی او په راتلونکې کې څوک بشري جرایمو یا جنایتونو ته زړه ښه نکړي.
    له جلالتمآب جمهور رییس نه غوښتنه کیږي چې د قانون په محدوده کې د دوستم کار او صلاحیتونه له 3 – 6 میاشتو وځنډوی ترڅو محاکم په ډاډه زړه د هغه اړوند دوسیې وڅیړي او لازم تصامیم ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2