Categories

اعلان

Loading…

د شعرستان نثر(کره کتنه) ډاکتر محب زغم

د ډاکتر احسان‌الله درمل «شعرستان» چې پر شعرپوهنه سیستماتیک بحث کوي، د علمي او هنري نثر غوره بېلګه ګڼلی شو. مانا دا چې د کتاب ژبه له محتوا سره سم اړخ لګوي. بحث علمي دی نو درمل صاحب هم په علمي نثر لیکلی دی، له بلې خوا د بحث موضوع شعر (د هنر یو ډول) دی نو باید چې نثر یې هم وچ کلک نه وای ځکه خو لیکوال هنري نثر کارولی دی.

علمي (اکاډمیک) نثر باید واضح، صریح، دقیق، له مبالغې پاک، او له احساساتو خوندي وي. همدارنګه د علمي نثر لیکوال که خپل نظر بیانوي یا پر یو څه قضاوت کوي، مطلق حکمونه نه‌کوي؛ بلکې خپله نظریه او خپلې موندنې د وړاندیز په بڼه مطرح کوي. البته په ساینس کې خبره یوڅه متفاوته وي، هلته که چېرې موندنې د پراخو تجربو او مشاهدو په نتیجه کې ترلاسه شوې وي، ورسره متناسب قضاوت یا حکم کولای شو خو دا چې هنر لابراتوار نه‌لري نو باید په اړه یې په احتیاط سره خبرې وکړو.

اوس به لومړی د شعرستان د نثر علمي ځانګړنې وګورو. ښاغلی درمل د مدعا مثل په اړه داسې پرېکړه کوي: «هغه کار چې مولینای روم او شیخ عطار یې د خپلو کیسه‌ییزو تمثیلونو په مرسته کوي، صایب، بېدل، او استاد پسرلی یې په یوه مسره کې کوي، په دې توګه موږ کولای شو چې تمثیلي تشبیه یا مدعا مثل د تشبیهاتو په ډله کې هغه تشبیه وګڼو چې هنري ارزښت یې د ځینو نورو په پرتله زیات دی

Sheristanدی نه‌وايي چې د مدعا مثل هنري ارزښت تر ټولو نورو تشبیهاتو زیات دی، بلکې وايي «د ځینو نورو په پرتله» زیات دی او ان دغه حکم هم په احتیاط سره کوي «موږ کولای شو چې …».

د اسطورې په بحث کې لولو چې: «د نذیر احمد نذیر په لاندې شعر کې وګورئ چې د ستورو، لمر او سپوږمۍ متناوب تګ و راتګ او د شپې او ورځې د راتلو تکراري پېښه د خیال په مټ له خپل طبیعي او ساینسي هویته اساطیري فضا ته نږدې شوي دي.» لیکوال چې تر دې مخکې یې د اسطورې تعریف راته کړی دی، د ښاغلي نذیر پر شعر مطلق د اسطورې حکم نه‌کوي، بلکې وايي «اساطیري فضا ته نږدې شوي دي».

درمل صاحب د سېمبول په اړه د ځینو نظر یادوي چې ادعا کوي سېمبول د اختناقي او استبدادي شرایطو په عکس‌العمل کې زېږېدلی دی ځکه په داسې شرایطو کې سړی نېغه خبره نه‌شي کولای نو د سېمبول تر بوسو لاندې د مطلب اوبه تېروي. بیا د دې نظریې د ردولو دلایل وړاندې کوي، وروسته وایي: «اوس به ښايي دا پایله اخیستل زموږ حق وي چې سېمبول همېشه د اختناق په تیاره کې بل شوی څراغ نه دی؛ بلکې هغه ستوری دی چې تر شا یې د پېچلو افکارو او ناآشنا رواني کیفیتونو روڼ سهار ولاړ وي.» دلته وینو چې لیکوال بیا هم په احتیاط سره وايي «اوس به ښايي دا پایله اخیستل زموږ حق وي …» دی خپله خبره پر چا نه‌تحمیلوي، نور خپلې خوښې ته پرېږدي.

د هنر او ساینسي واقعیت په په‌زړه‌پورې بحث کې درمل صاحب وايي: «د انسان په اړه د بیولوژۍ علم وايي چې دا فقاریه او تي‌لرونکی ژوندی موجود دی … د انسان په اړه د بیولوژۍ پورته یاد شوي فکر (زما په فکر) د یوه شعر زېږېدو ته هم زمینه نه ده برابره کړې او یا به زما له نظره نه وي تېر شوی.» دی په زغرده نه وايي چې له دغه ساینسي واقعیت څخه چا شعر نه‌دی جوړ کړی؛ ځکه چې ده د دنیا ټوله شاعري نه‌ده لوستې، خو په هغو شعرونو کې چې ده لوستي دي، دا شی نشته.

په دې بل مورد کې هم د لیکوال خبره د علمي نثر له غوښتنو سره برابره ده چې: «دا اصطلاح (شفاف او کدر وزنونه) فکر کوم لومړی ځل د پارسي ژبې لوی کره‌کتونکي او شاعر ډاکتر شفیعي کدکني په خپل بې‌ساري اثر (موسیقي شعر) کې کارولې ده؛ تر هغه وروسته هم یو نیم ځای راغلې (لکه د کاظم کاظمي په «روزنه» نومي کتاب کې) خو بل ځای په ادبي اثارو کې زما له نظره نه تېره شوې

درمل صاحب د خج د موقعیت او د ریدم د چستوالي په اړه داسې خبره کوي چې زما لپاره نوې ده: «ما ته داسې ښکاري چې د مسرو په رکنونو کې د خج یا اکسنټ موقعیت د وزن پر څپاندوالي یا ټکنیتوب اغېز لري؛ څومره چې خج له لومړۍ څپې څخه د څلورمې خوا ته ځي، هماغومره وزن ټکنی کېږي او برعکس.» څنګه چې دا د لیکوال موندنه یا کشف دی نو وار له واره قطعي حکم نه‌کوي؛ بلکې علمي چلند ورسره کوي، دی خپله خبره د یوې فرضیې په توګه وړاندې کوي او انتظار ورته کوي چې لا پخه شي او نور هم ورباندې بحث وکړي. البته که دا خبره ثابته شي، له شاعرانو سره به مرسته وکړي چې د خپل شعر آهنګ او موسیقي، د شعر له محتوا سره سم کړي.

د شعر د داخلي شکل په اړه لیکوال داسې وايي: «زه خپلې خبرې په دوو بېلګو پای ته رسوم، په یوه شعر کې داخلي شکل ښکلی دی خو په دویم کې یا نشته او یا دومره مبهم دی چې زه نه پرې پوهېږم. زه پخپله له هغه یوه خوند اخلم چې داخلي شکل لري، تاسو ته هم دواړه شعرونه پرېږدم او هم ستاسې ذوقونه او قضاوتونه.» دلته ښاغلی درمل بیا علمي لاره خپلوي. څنګه چې انسان کامل نه‌دی او هرڅوک ممکن تېر ووځي نو دی هم په دویم شعر کې د داخلي شکل د نشتوالي په اړه داسې حکم نه‌کوي چې د ده تر واک او امکاناتو دې پورته وي.

البته د درمل صاحب په خبرو کې یو دوه ځایه ما ته یوڅه مبالغه ښکاره شوه. دی وايي: «له دې تعریفونو او نظریو څخه چې موږ له سینده د منګي په اندازه راواخیستې، دومره معلومېږي چې تصویر پراخه لمن او پېچلی هویت لري.» فکر نه‌کوم چې د تصویر په اړه دې دومره ډېر تعریفونه وړاندې شوي وي چې موږ یې سیند هومره وبولو.

بل ځای وايي: «ځکه نو د حمزه بابا دویم بیت د هرچا پر ژبه ګرځي.» دا سمه ده چې د حمزه بابا هغه بیت به نسبتاً زیاتو شعرلوستونکو په یادو زده وي او دا هم منم چې «هرچا» په ولسي ژبه کې د «زیات کسان» مانا لري خو دا چې شعرستان علمي اثر دی نو په کار وه چې د نورو موردونو په څېر دې، له دې مورد سره هم علمي چلند شوی وای.

ومې‌ویل چې د شعرستان نثر علمي او هنري دی. د علمیتوب دلیلونه یې وړاندې یاد شول، اوس به راشو هنریتوب ته یې. درمل صاحب د ښکلو، مناسبو او ځای ځای نویو تشبیهاتو او ترکیبونو په مرسته له یوې خوا پر معلوماتو پوهېدا راته اسانوي او له بلې خوا وچه تیوري د شاعرانه جملو په منځ کې داسې حل کوي لکه د درمل جوړولو کمپنۍ چې له انټي‌بایوټیک سره د مېوو خوند ګډوي او خوندور شربت ځنې جوړوي.

دی تکرار د هنرمند کمزوري او د هنر زوال بولي نو چې دا خبره کوي همداسې جمله ورته جوړوي چې تکرار په کې نه وي: «د ادبي ژبې د ښکلا مناره د تکرار په نري باد هم ړنګېږي

او په دې پراګراف کې بیا د تکراري تشبیهاتو لپاره د هغه ګني مثال راوړي چې په زرګونو ځله ژوول وي: «که اوس هم څوک د بڼو غشي، د قد سروه، د سترګو نرګس، د زلفو ماران، … په دې نیت راوړي چې لوستونکي یا اورېدونکي ته د تعجب او هنري لذت په نوم یو څه ورکړي، تېروتی دی؛ ځکه چې په زرګونو ځله ژوول شوي ګني به نور څومره خواږه ولري چې موږ یې بیا وژویو؟»

لیکوال د سېبمول د راپېژندلو لپاره له داسې تشبیه‌ګانو او هنري نثره کار اخلي چې د دقیقو معلوماتو تر څنګ د خوند خواږه هم راکوي: «- سېمبول د دریاب غوندې دی چې هر لوستونکی د خپل ذهني ظرف په اندازه ترې د معنا اوبه اخیستلای شي. – د سېمبول په مرسته د شاعر د افکارو د شمسي نظام ګڼې سیارې مونلای شو چې د سېمبول له لمره چاپېره څرخي. – رویا او تخیلات چې پوزیټویزیم او ریالیزم له ادبي او هنري حوزې څخه تبعید کړي ول، سېمبولیستانو بېرته راپخلا کړل. – سېمبول هغه سلواغه ده چې هر لوستونکی پرې د خپل روح له ژورې څاه څخه د خپلو دروني کیفیتونو اوبه راوباسي.»

 د اسطورې او تخیل په بحث کې د درمل صاحب دغه شاعرانه جملې وګورئ: «فلسفې هم د انسان د ځینو پوښتنو ځواب نه درلود او انسان مجبورېده چې د خیال د خضر لمنه ونیسي او له هغه سره یوځای د ابهام په تیارو کې د حقیقت په اوبو پسې پل واخلي. – ماشوم، شاعر او بدوي انسان د تخیل په غېږه کې ژوند کوي؛ ماشوم د ځوانۍ او بدوي انسان د ساینس په لاس له دې خوږې غېږې څخه رابېلېږي؛ خو لوی او اصیل شاعران د ژوند تر پایه له رویا او تخیل سره اوسي. – د شاعر خیال او عواطف د جبراییل دم دی چې د وچ طبیعت د مریمې په لستوڼي کې پوکل کېږي او د شعر د مسیحا ډوله موجود تولد ته زمینه جوړوي.»

درمل صاحب د قافیې د اهمیت په باب یو مثال راوړي او د قافیې موقعیت د پاچاهۍ له تخت سره تشبیه کوي: «ګورو چې دلته د بیت د دویمې مسرې قافیې د ټول بیت د معنا بار پر اوږو اخیستی دی او له همدې امله شاعر دومره مهمه کلمه د قافیې پر تخت کېنولې ده.»

او بې‌کاره ردیفونه هغه دسمالونه ګڼي چې خلک یې د خپل ارمان د پوره کېدو په هیله د زیارتونو پر مټو تړي خو خدای خبر چې به خپل مراد حاصلوي که نه: «څومره ډېر شعرونه شته چې ردیفونه ورپورې لکه د زیارتونو رنګین دسمالونه زانګي، خو د شعر له معنايي او موسیقايي برخې سره هېڅ مرسته نه‌کوي.»


په تاد کې د ډاکتر زغم نورې لیکنې

په پل کې د ډاکتر زغم لیکنې

د ډاکتر درمل لیکنې

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *