Categories

اعلان

Loading…

میږیان او قات/ لیکوال:استاد حیدر حیدر- سوریه وال

ژباړه: فضل الحق حمقل

کله چې لومړنی میږی د احمد ابن عبدالله الاذبېري پر ګوتو باندې پورته کیږي، نو هغه د یوی ونې لاندې ناست او د یوې شېبې لپاره سترګې  میږتون ته ټېټوي؛ ويني چې  بې وزله او غریب میږی  د  ده پر غټ بدن باندې پورته کېږي، له دې کبله له ځان سره خاندي. خو احمد د نېشې لپاره دېر خمار  دی نو خپل  لاس  د قاتو[1] څخه ډکوي او خولی ته یې اچوي او په شوق سره  تېرېنه خوند اخلي.

مست احمد ابن عبدالله الاذبېري ځان سره وایي:”افسوس ، افسوس چې دا  وړی سپږۍ  د دا شان لا مذهب خوندونو څخه بې برخې دي!” دوی د اونې ترلاندې چې  نیمایي لمر او نیما یي  سېوری وي، د غزیدو  او ورسره د قاتو د نیشې پر خوند څه خبر دي!  ناڅاپه—د کلي د ښار ګوټي د سلمانۍ  نه د ‌‌أم کلثم[2] د سندرې جګ غږ  د احمد پام اړوي او دی  د خوبونو او خیالونو په نړۍ کې  ننوځي.

په داسې حال

استاد حیدر حیدر- سوریه وال

استاد حیدر حیدر- سوریه وال

ې  چې احمد د ځان څخه بېخبره او د شا په تخته پروت دی، د قاتو مړۍ  زبېښي او د ورستي څاڅکي څخه یې خوند اخلي. یو بل میږتون چې شاته ور پسې په بل قطار کې روان دی د ده پر پښې پورته کیږي. د درېم میږتون د چږیدو سره، احمد تخنېږي. مېږتون د هغه پرځان خپل کوچنی ژامې لګوي،خو  احمد ابن عبد الله الاذبېري غریب ته داسې بریښی لکه اغزی چې په لاس کې تللې وي او په غوسې سره وایي،”سومره  لیونې دي دا مېږتانه!” او بیا سره د دې چې دېر بې حاله دی هڅه  کوي چې مېږتون  وشړي او یایې وځپي. مېږتون—مگر —د احمد د دې حرکت څخه مخکې لاس پکاریږي: هغه د احمد  د ګوتو څخه د هغه د پښې ارغوی خوا ته وړ دانګي.

خوار او ناچار احمد ځان د لمر ښکلا، د سندرې تسکینونکي او ارامې غږ او په ځانګړې توګه د قاتو نیشې ته په بشپړه توګه سپاري. د نیشې د ژور خوند له امله د احمد خوبونه او هېلې یې د شنه زرغونې[3] په څیر رنګ مومي. هغه د مځکې نه  غرونو ته ټوپونه کوي او بالآخره  آسمان ته رسېږي. هلته ورته ستوري د ګلانو په شان ښکاري. هغه  ګلان پر ځان تړي او په ډېر ویاړ لکه طاووس ځان نورو ته ښیي. سمدستي، دا ستوري  ورته د سرو زرو په کوچنيو توپونو بدلېږي. توپونه بازار ته وړي او په پېسو باندې یی وسلی، آسونه، هاکونه او د ښکار سپي اخلي.

 ډوب احمد ابن الاذبېري د ستوري، د سرو زرو،  وسلو، او هاکونو د خوبونو څخه نا څاپه بيزاره او دا ځل د یوې ښایسته نجلی چې سپینوالې یې واورو ته  او د سترګې آبي رنګ یې د سمندر اوبو ته ورته دی، په هکله چرت وهي.

د نړۍ نه بېخبره احمد بیا ځان د شاه جهان مقام او منصب ته رسوی او پداسې حال کې چې په لاس کې  یی توره ده او شاهی جامې یی اغوستی دي، د  باد او بارا نونو څخه  په پورته آسمان کې  الوتنی کوي. دی اوس د نړې پیاوړی او مطلق العنان پاچا دی! ټوله نړۍ یې تر پښۍ لاندې او څرنګه چې غواړي دباندی پر سپاهیانو او نوکرانو او دننه په در بار او حرم کې پر ښکلو انجونو راج چلوي. د څو ښځو سره ودونه کوي او هری یوې ته یو قصر او یوه شپه ځانګړې کوي.

د خوبونو سردار او د خیالونو شاه جهان احمد ابن الاذبېري  ډاډه دی  چې د ده تر ولکې لاندي د نظام ستنې یې ټینګې شوي او اوس باید  د دښمنانو څخه غچ واخلي. په سر کې  یی د خپل کلې د هغی نجلۍ د نیولو امر ور کړ چې ده ور سره مینه درلود خو هغې له ده سره د ژوند کولو نه  انکار کړی ؤ. په خواری انجلۍ باندې خپل شخصیت مني او هغې دې ته اړباسي چې د ده پر وړاندې مینه څرګنده کړي او بیا ورسته یې د وژلو فرمان ورکوي.

په تاریخ کې د ټولو تېرو شویو شاهانو څخه زړور، شاه  احمد ابن الاذبېري چې له ‌‌‌ډېرو خوشحالېو څخه په کالېو کې نه ځاییږي دا ځل امر کوي چې هغه دوه کسانه چې  پخوا  یی ده ته د نا پوهی، کمزوری او احمق خطاب کړی وو، ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري. وروسته بیا سپارښتنه کوي چې دا دوه کسان د قصر دباندې د خلکو د سترګو په وړاندی اعدام او  پر سپېو  و خوړل شي.

پداسې حال کې چې شاه جهان احمد ابن الاذبېري د خیالونو تاج پر سر کړی او د نورو سیالانو او منتقدینو د ختمولو لپاره په پلانونو او نوښتونو  بوخت دی، هغه مېږیان چې ده ورته بېوزله ، غریب او د لیونې په سترګو کتل، اوس ‌ د ده پر ویده او بې حسه بدن باندې ‌ډ‌ېر په آرامۍ سره  مېلې او چړچی کوي او د بریدونو لپاره ځان برابروي.

د احمد د خوبونو او خیالونو بهیر، واټونه نیسي او لمنه یی په پرله پسې ډول پراخیږي. له ښارونو څخه ښارونو ته، د سرو زرو له زېرمو نه زېرمو ته او د غرونو نه غرونو ته أوري  او ناڅي او کله چې په ځنګلونو کې اونو ته ویني، داسې ورته څرنګدیږي لکه ټول چې د قاتو پاڼې وي

اړینه داده چې مېږیان په یو ستر او ځواکمن پوځ  بدلیږي. دوی د ویده  او په خیالونو کې ډوب د احمد الاذبېري  پر بدن راج کوي او پرته له کومې وېرې پر هغه خوندیز بریدونه کوي. او  کله چې دوی  ویده سړي ته ځیر شي چې د حد او عقل څخه هم پورته بېهوشه پروت دی، په خندا شي او خپل پر ښکار د خوندونو لړۍ ته  لا وده ورکوي خو له بده مرغه هغه ښکار په یو جسد بدل شوی وي!

[1] یو ډول شین بوټی دی چې په عربی نړۍ کې د نورو مخدرو په ځای کارول کیږي

[2] أم کلثوم د مصر مشهوره او  تکړه ښځینه  سندر غاړه

[3] شنه زرغونه یا د بودۍ ټال په دري کې رنګین کمان او عربي کې قوس قزح ورته ویل ګیږی. د لا زیادو پښتنو لپاره انترنیټ او ویکیپیديا ته مراجعه وکړئ

447 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2