Categories

اعلان

Loading…

وسله والو انتحاریانو په کابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر کور برید وکړ

تاند- وسله والو کسانو نن شپه /چهارشنبه/ په کابل کې د ولسي جرګې د یوه استازي پر کور برید وکړ.

د وروستیو راپورونو له مخې، په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي معلم میرولي پر کور د وسله والو په برید کې ۵ تنه وژل شوي دي.

پولیس وايي، ۳ وسله والو انتحاریانو د کابل په خوشالخان مېنه کې د معلم میرولي پر کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې د نوموړي ۳ ساتونکي او دغه راز د کورنۍ ۲ غړي ووژل شول. پولیس وايي، ۳ ساتونکي په لومړۍ انتحاري حمله کې ووژل شول. له چاودنې وروسته دوه نور انتحاریان د میرولي کور ته ننوتل.

معلم میر ولي- په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی

معلم میر ولي- په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی

ځیني نور راپورونه وايي چې د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و خو دوو یې په لومړیو شېبو کې ځانونه والوزول.

امنیتي سرچینې وايي چې میرولي له حملې روغ وتلی دی.

د ځینو راپورونو له مخې په وژل شویو کسانو کې د ولسي جرګې د یوه بل غړي حفیظ الله بارکزي ۲۵ کلن زوی او دوه لمسیان، چې د میرولي په کور کې مېلمه و، شامل دی.

ویل شوي چې د میرولي په شمول ګڼ نور ژوبل شوي دي. میرولي او مېلمانه یې د شیشو په ټوټو ژوبل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو د حملې د مسلوولیت منلو ترڅنګ ادعا کړې چې د دوی انتحاریانو دا برید د دې لپاره وکړ چې د میرولي په کور کې یوه مهمه امنیتي غونډه ګډه وډه کړي.

له حملې سمدستي وروسته کومانډو ځواک د میرولي کور ته ورسېد او له وسله والو حمله کوونکو سره یې نښته پیل کړه.

باور کېږي چې لا هم جګړه ختمه نه ده او یو یا څو حمله کوونکي مقاومت کوي.

د ۱۳۹۰ لمریز کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې وسله والو طالبانو په کابل کې د اروزګان د خلکو د یوه استازي محمد هاشم وطنوال پر کور په ورته ډول برید وکړ او د ولسمشر له یوه سلاکار سره یې وواژه.

411 total views, 1 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    ټالبانو خو دا مهمه غونډه یعنی د یوه بل هیوادوال میلمستیا سخته ګډه وډه کړې ده. دوی ایله د پښتنو وژلو ته ملاتړلې . د کوم عمل چې نتیجه یی هیواد او ولس ته منفې پایلې ولري ، جهالت شمیرل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2