Categories

اعلان

Loading…

طالبانو له تېرو 7 میاشتو راهېسې د حصارک بازار تړلی

خبریال: اتل زړور  (جلال اباد): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې سیمه ییز چارواکي او خلک وايي طالبانو د دې ولسوالۍ بازار د روژې میاشتې له پيل راهیسې تړلی او هیڅ دوکاندار ته  د دوکان پرانیستو اجازه نه ورکوي.

د سیمې د خلکو په وینا طالبانو په دې بهانه بازار تړلی چې ګواکې تر څنګ یې د ولسوالۍ چارواکي او پولیس ترې سودا اخلي.

 په حصارک بازار کې شاوخوا شپږ شلې دوکانونه شته چې یو یې هم  دطالبانو له وېرې له تېرو اوو میاشتو نه دی پرانیستل شوی.

سره له دې چې په دغه ولسوالۍ کې څو ځلې د پوځي عملیاتو په نامه هڅې وشوې، خو طالبانو له 2012 کال راهیسې محاصره  کړې او ټولو دولتي مامورینو تګ راتګ او اکمالات یې د هوا له لارې کېږي.

 یو دوکاندار چې له وېرې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي (د لکونو پيسو سودا په مو دوکانونو خوسا شوه خو د طالب له وېرې دوکان شو پرانیستی او نه هم دحکومت له وېرې دوکان بل ځآی ته انتقالولی شو)

دی زیاتوي (له دې چې بازار د کنډوالې په څېر شوی، آن سپیان یې هم ټول مړه شوې دي)

په دغه سیمه کې یو بل دوکاندار چې قصابي کوي وايي، طالبانو ورته ویلي که هر چا دوکان پرانیست، برخلیک به یې مرګ وي نو د ده په وینا ځکه هیڅوک د دوکان  د خلاصولو جرات نه هم شي کولای.

 په سیمه کې د داود په نوم یو قومي مشر چې اوس له وېره جلال اباد ښارته تښتېدلی وايي، خلک د سودا اخیستو لپاره یا سروبي ولسوالۍ ته ځي او یا هم شیرزادو ولسوالۍ ته په موټرو کې ځي.

نوموړی وايي ( دخلکو ژوند دومره تریخ شوی چې ګڼو خلکو له مجبوریته کډې بار کړې دي خو څوک یې غم نه خوري)

یوه بل قومي مشر د نوم د نه ښوولو په شرط وايي، طالبانو په کلیو کې هم هغه کوچني دوکانونه اوس تړلي چې د ولسوالۍ په څو کیلومترۍ کې پراته وو.

د ده په وینا د حصارک ځینې قومي مشران د دې ستونزې د حل لپاره آن د طالبانو کوټې شورا ته هم ورغلي وو، خو وايي چا غږ وانه ورېده.

د سیمې خلک وايي، طالبانو ځکه د ټولو دوکانونو د تړلو پرېکړه کړې چې د دوی په باور حکومتي ځواکونه ترې سودا اخلي خو وايي حکومت سرتیرو ته هر څه د هوا له لارې ورځي.

د حصارک ولسوالي عبدالخالق معروف مني چې په حصارک کې بازار له اوو میاشتو راهیسې طالبانو تړلی دی.

نوموړی وايي، طالبانو د حصارک په بازار کې ټولو دوکاندارانو ته ګواښ کړی که دوکانونه یې خلاص کړل، کورونو ته به یې اور ورته کړي.

ښاغلی معروف وايي، دوی له دوکاندارانو بیا بیا غوښتنه کړې چې بازار ته ورشي خو وايي دوکانداران د طالبانو له ګواښونو وېرېږي نو ځکه بازار ټول تړلی دی.

په دغه بازار کې د رختونو یو دوکاندار وايي (( دلکونو کلدارو مال مې په دوکانونو پاتې  دی، په همدغه کار مې ژوند روان و خو اوس هرڅه ختم شول. د طالب له وېرې دوکان نه شو خلاصولولی او د حکومت له وېرې دوکان بل ځای ته نه شو انتقالولی))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه وايي.

حصارک ولسوالي چې له شیرزادو د کابل له سروبي، خاکجبار او د لوګر له ازرې ولسوالۍ سره پوله لري، دوه میاشتې وړاندې پکې د ننګرهار وتلی  امنیه قومندان زړور ذاهد هم په یوه چاودنه کې وژل شوی و.

د ملي امنیت پخواني  مشر رحمت الله نبیل څه موده وړاندې په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي و چې په حصارک کې د ځانمرګو د روزونې کمپونه شته او په دغه ولسوالۍ ناامني کابل ته لوی ګواښ دی ځکه کابل سره تړلې ولسوالي ده.

پر دغه ولسوالۍ کې  د کابل- جلال اباد د دویم سړک لوی برخه تېرېدونکې ده خو اوسنیو ناامنیو او د طالبانو پراخ حضور ته پام سره، په دغه ولسوالۍ کې د دې مهم سړک تېرېدو شونتیا نه لېدل کېږي.

443 total views, 1 views today

2 comments

  1. حسن Reply

    له ټالیبه د انسانیت غوښتنه .
    ټالیب خپله اصلي څهره ولس ته ښيي.
    ټالیب به هیڅکله د افغانانو ژوند ښه والي ته کار ونکړي.
    یواځیني لار ئې داده چې د سیمې ټول خلک په یوه غږ سره د دې منحوسې پدیدې پرضد ملي قیام وکړي ترڅو له ټالیبي جهالت نه ځانونه خلاص کړي. د سیمې ملا امامان او دیني عالمان ، سپین ږیری ، مشران باید خپل اسلامي او افغاني دین اداکړي.

  2. dawud Reply

    دوی خو وايي چې موږ له ټولګټو شیانو څخه ساتنه کوو!

Leave a Reply to dawud Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2