Categories

اعلان

Loading…

د جرمني پولیس وايي، د برلین د ترهګریزې پېښې عامل پاکستانی دی

تاند- د جرمني رسنیو د پولیسو د تحقیقاتو پر اساس وویل چې د دغه هیواد د پلازمېنې برلین د تېرې شپې حمله یوه پاکستاني پناه غوښتونکي کړې ده.

تېره شپه د یوې لارۍ چلوونکي د کرسمس د سوغاتونو لپاره پر جوړ شوي بازارګي خپله کانتینري لارۍ وروخېژوله چې له کبله یې ۱۲ تنه مړه او ۴۸ نور ژوبل شول.

لا کره نه ده چې ده دا کار قصداً که سهواً کړی دی.

پولیس وايي، د لارۍ چلوونکی یې نیولی او داسي ښکاري چې پاکستانی دی.

د بي بي سي نړیوال سروېس هم د جرمني د رسنیو له قوله لیکلي چې د پېښې عامل نوید ب نومېږي،‌ پاکستانی دی او ۲۳ کاله عمر لري.‌

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي چې دغه کس د ۲۰۱۶ د فبرورۍ په ۱۶ مه جرمني ته پناه وړې وه.

د جرمني نورې رسنۍ وايي چې دغه کس تر دې پخوا کوچني جرمونه کړي خو د تروریست شک پرې نه دی شوی.

پولیس د لارۍ له چلوونکي تحقیقات کوي.

د جرمني اې آر ډي د امنیتي چارواکو په قول ویلي چې د لارۍ چلوونکی د ۱۹۹۳ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پاکستان کې زېږېدلی دی.

پولیس وايي، ممکن دا یو تروریستي عمل وي.

له دې پېښې وروسته، چې لا هم ثابته نه ده چې ترورستي وه او که ترافیکي، د جرمني د مهاجرو ضد ګوند (د جرمني لپاره متبادل) یو وار بیا پر صدراعظمې انګیلا میرکل نیوکې وکړې او د مهاجرو په وړاندې یې د هغې نرمه پالیسي وغندله.

دغه ګوند وویل، د مېرمن میرکل د ناسمو پالیسیو له کبله په تېر یوه کال کې یو ملیون نور پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي دي.

جرمني او نورو اروپايي هیوادونو ته تللي او یا په لاره پناه غوښتونکي وايي چې په اروپا کې هم د ترهګرو له زیانونو خوندي نه دي.

تروریستي پېښو په اروپايي هیوادونو کې د پناه ورکولو شرایط خورا سخت کړي دي.

46 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *