Categories

اعلان

Loading…

په انقره کې د روسیې سفیر ووژل شو

تاند- په انقره کې د روسیې سفیر اندرې کارلوف د عکسونو د یوه نندارتون په پرانستونکې غونډه کې ووژل شو.

د روسیې پر سفیر د یوه وسله وال کس له لوري ډزې وشوې. حمله کوونکي د الله اکبر ناره وکړه او مخکې تر دې چې پر سفیر د شا له خوا ډزې وکړي، په ترکي ژبه وویل«حلب مه هېروئ، سوریه مه هېروئ.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د خپل سفیر وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې پر کارلوف سختدریځو ډزې کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا وویل چې په انقره کې د روسیې سفیر د تروریستانو له لوري وژل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي د روسیې د سفیر د وژل کېدو په اړه په لومړني غبرګون کې وویل چې امریکايي چارواکو له وړاندې د روسیې پر سفیر د حملې د احتمال په اړه راپورونه ترلاسه کړي ول.

ده دا برید په کلکه وغانده.

سفیر د څو شېبو لپاره ټپي و خو ژر یې سا پرې کړه.

۶۲ کلن اندرې کارلوف له ۲۰۱۳ م کال راهیسي په ترکیه کې د روسیې سفیر و. ده د شوروي اتحاد په مهال په شمالي او جنوبي کوریا کې د روسیې د سفیر په توګه کار کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترکیې حکومت پوره ډاډ ورکړی چې د دې حملې په اړه به بشپړې څېړنې وکړي.

د انقرې ښاروال د روسیې پر سفیر د حملې نیت د ترکیې او روسیې د دولتونو ترمنځ د اړیکو خرابول بللي دي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *