Categories

اعلان

Loading…

په «د غویي هډوکي» ناول کې تضاد(ټکر) / لیکنه: هارون سمون

تضاد یا ټکر په یوه کیسه کې ډېر مهم نه بلکه اړین دی، تضاد مرکزي کرکټر په ستونزه کې اچول دي، مرکزي کرکټر ته باید ستونزه پیدا شي، پرته له تضاده ناول یا لنډه کیسه نه لیکل کېږي. باالفرض که څوک یې وه هم لیکي خو لوستونکي به ونه لري، ناول هم یوه کیسه ده، د لنډې کیسې غزېدلی شکل دی، لکه مخکې مو چې یادونه و کړه، تضاد مرکزي کرکټر له یو مشکل سره مخ کول دي یانې له یو شي سره به په ټکر کې واقع کېږي، یا به له خپل وجدان سره په ټکر کې واقع کېږي، یابه له طبیعت سره په ټکر کې واقع کېږي، یا له بل انسان سره، انسان د انسان په وړاندې، انسان د حیوان په وړاندې، یا د ټولنې سره په ټکر کې واقع کېدل…..

کله چې مرکزي کرکټر له پورته څېزونو یا هم نورو څيزونو سره په ټکر کې واقع شي، په حقیقت کې ده ته ستونزه پیدا شوه، دی باید په منطقي لارو له ستونزې ووځي، هسې نه چې هوایي وژغورل شي.

ټکر که په ناول کې وي که په لنډه کیسه کې؛ حتمي او لازمي دی، ځکه پرته له ټکر څخه زمونږ ناول ناول نشي جوړېدای، ټکر په اصل کې د تلوسې سبب ګرځي، د تلوسې شتون بیا د لوستونکي مجورول دي چې ناول تر پایه تعقیب کړي، که ټکر د ناول یا لنډې کیسې په لمړیو کې راشي ښه دی، ځکه تلوسه په اول کې زیاتېږي، زمونږ په کرکټر کې لوستونکی ځان ننباسي یانې کرکټر مو لوستونکی له ځان سره اخلي، کله مو چې کرکټر په ستونزه کې ولوېدو په حقیقت کې مو لوستونکی په ستونزه کې واچاوه ځکه لوستونکی مجبور دی چې اوس د حل لاره وګوري چې څنګه له دې ستونزې یوڅوک وژغورل شي، لوستونکی کرکټر ته داسې فکر کوي لکه دی چې په ستونزه کې لوېدلی وي.

2خو که په لمړیو کې تضاد واقع نشي هم کېدای شي چې لږ وروسته راشي، زما په اند که د تضاد یو څه برخه په اول کې راوړل شي هغه که په هرډول وي که د اشارې په توګه وي یا بل ډول کې ټوله ستونزه هم رانشي خیر خو لوستونکی په دې لږ پوهول چې شاید دغه ستونزه لویه شي، ښه به وي، ځکه اکثره ناولونه د لمړي پراګراف په لوستو یې خلک مجبور کړي چې ویې لولي.

که مونږ غواړو په یوه ناول کې تضاد مالوم کړو لازمه ده چې یو ځل ناول تر پایه ولولو، وروسته به راځو لمړي پرراګراف ته هلته به ټکر مالومو که نه وو وړاندې ځو هر ځای چې ټکر موجود وو همغه متن را اخلو، په ځینو ناولونو کې تضاد ورو ورو پیلېږي، یانې سټيپ بای سټیپ ستونزه زیاتاتېږي، وروسته ورسته ستونزه اوج ته رسېږي، یا مرکزي کرکټر کې دحل لپاره هم یو قدم اخلي بله ستونزه ورته پیدا کېږي یانې واړه ټکرونه د اصلي ټکر لامل ګرځي، دا ډول ټکررونه لوستونکی په کراره مجبوروي چې ناول ولولي، بل ډول تضاد یو په یو تضاد دی چې په دې کې مرکزي کرکټر له یوې غټې ستونزې سره یو په یو مخ کېږي، مثلا زمونږ د ناول یوه نجلۍ په یوه هلک مینېږي، او د همدې نجلۍ ورور د هغه هلک لخوا په چاقو وهل کېږي د مرګ تر کومي یې رسوي، خو مړ کېږي نه دلته نجلۍ دنجلۍ مخې ته د خپل محبوب ابدي دښمنې ددې له ورور سره مخې ته ودرېږي، ټول امېدونه یې له خاورو سره خاورې کېږي، ورسته په ورو ورو په ډېررو تکلیفونو حل لاره ګوري، یا هدف ته رسېږي یا هم همداسې پاتې کېږي.

اوس به راشو د غویي هډوکي ناول او تضاد به پکې په ګوته کړو.

د غویي هډوکي په ناول کې ستونزه له اول مخ څخه پیلېږي، خو دا د ستونزې ابتدایي حالتونه دي، بلاخره اوج ته رسېږي، په اول کې د تضاد یوه برخه ذکر کوي، ځکه مرکزي کرکټر یوه نا اشنا ځای ته بېول کېږي، هلته له نابلدو خلکو سره په یوه کوټه کې د اوسېدو لپاره اچول کېږي.

دلته ټکر هم دا شو چې دی په داسې نابلد ځای کې اچول کېږي، خو دا هم غټه ستونزه نده د دغټې ستونزې دپیل یوه برخه ده، ورسته راځي چې دی دنامالومو خلکو لخوا په زندان کې اچول کېږي، خو کیسه وروسته پېلېږي په سر کې یې هماغه لږ ټکر راوړل کېږي، کله چې د غویي هډوکي ناول لمړی پراګراف ولولو، نو زمونږ په ذهن کې ځینې پوښتنې راګرځي.
لکه:
ـ دا سړی څوک وو؟
ـ هغه بل سړی چې دی یې په زور کوټې ته راوست او هلته یې واچاوه څوک وو؟
ـ ایا دی له غلو سره مخ شوی دی؟
ـ که کوم جرم یې کړی دی؟
او ځینې نورې پوښتنې….؟؟
تضاد دلته په دې کې دی چې دی یوه نابلد ځای ته د نامالومو کسانو لخوا راوستل کېږي، او هغه هم په یوه بېکاره کوټه کې اچول کېږي، یاندې داسې کوټه کې چې هغه د ژوند لپاره سمه نده ده مساعده د اخپله ستونزه ده. خو الته د غټې ستونزې ته په منطق سره لاره ده.

شېبه په شېبه نو ټکر زیاتېږي، لدې ورسته مرکزي کرکټر په دې ځای کې دهغه یو کلیوال لیدل چې طمعه نه کېده، هغه ده په ځوانۍ کې لیدلی وو، اوس هغه سپین‌ږېری شوی دی، نا څاپه ور ټکوي او دده کوټې ته راځي، لاندې یو پراګراف ولولئ.

“دروازه ورو شانته ټک ټک شوه، په خوا کې ملګری مې د دروازې د بېرته کولو په نیت له ځایه پاڅېد، خو زما د راځه غږ هم ورسره غبرګ شو، یو په ونه ټیټ سړی، چې په مخ کې یې لږ ګونځې هم برېښدلې، خو په ټنډه باندې یې ګونځو اوږدې او پنډې موړې جوړې کړې وې، چې له عادي حالت نه لږې اوښتې مالومېدې، ببرو ورځو یې دسترګو له پاسه چتر جوړ کړی ؤ، سترګې یې په بارخوګانو او دمخ په کاسه کې ننوتې وې، لنډې بونډې مۍ وریجې ږیرې یې څیره له پخوا بده کړې وه، هغه مې ډېر کلونه وړاندې لیدلی ؤ، هغه مهال یې په څېره کې هېڅ کمی نه وو خو اوس یې چې وینم څه بل شان دی”

کله چې پورته پراګراف لولو نو مونږ ته مالومېږي چې دی له داسې یوه کلیوال سره مخ شوی دی چې کلونه مخکې له کلي لادرکه شوی دی، دلته تضاد زیاتېږي دی. دی هم د نامالومو کسانو لخوا دسې ځای ته راوستل شوی دی چې کلونه کلونه به بیا کلی ونه ګوري یانې زنداني به وي. دلته اصلي ټکر ورو ورو قوي کېږي. د لسم مخ لاندې پراګراف ولوئ.

“کامل کاکا وویل: دا کوټې نم لري کله ناکله قدم وهه په یو ځای مه کښېنه، دیو ځای ناستي نه ډېر تکلیفونه پیدا کېږي، دپښو درد پیدا کېږي او بیا یې وویل:
ځئ بهر لاړ شو او په انګر کې قدم ووهو.”

تر دې لاندې بیا په یو لسم مخ کې لولو چې:

“مېلمستون هم عجیبه ځای وو هغه یوه دنګه او برجوره کلا وه دېوالونه یې سوري او کړکۍ یې هم نه درلودې، ماته به په ماشوم توب کې د پېریانو او دېوانو په کیسو کې د دا ډول کلاګانو تصویرونه ذهن کې ناست ووـ خو دا کلا هم دا شانې افسانوي کلا وه په کلا کې داسې دروازې او کړکۍ نه وې چې څوک لېرې دښتو او پټیو ته پکې پام وځغلوي ”

پورته دواړه پراګرافه که ولولو نو راته معلومېږي چې اصلي کرکټر هم په یوه وحشي کلا وربرابر شوی دی چې هلته نه سم ژوندی نماناکې کوټې دي دورازې بندې دي صرف یو اسمان دوی ګوري. دلته ستونزه قویي شوې ده یانې دی داسې ځای ته بېول شوی دی چې د وژلو امکان یې شته یا هم د ډېر بند ځکه کمال خان کمال خان کلونه کلونه په دې وحشي کلا کې تېر کړي دي، نو ده ته دا یوه ستونزه ده چې له اولادونوو لرې دی او هغه هم له هغه مریض بچې څخه چې ده غوښتل چې د بازار څخه د غویې هډوکي ورته راوړي، خو د نامالومو کسانو لخوا یو وحشي کلا ته بېول کېږي.

کله چې ددا پراګرافونه ولولو بیا مونوږ پوهېږو چې اصلي مرکزي کرکټر د نامالومو کسانو لخوا بندي شوی دی زمونو پوښتنې هم زیاتېږي چې ولې بندي شو ګناه یې څه وه؟ هغه مریض زوی او کورنۍ به یې څنګه کېږي؟ ښځه به یې چاته پاتې کېږي؟

که پورته پراګرافونه ولولو نو یو څه پوهېږو چې یو کس داسې کلا ته راوستل کېږي چې هغه د بند په شکل وحشي کلاده نو پوهېږو چې کس یا طالبانو بندي کړی دی با غلو ملو. ستونزه دا شوه چې یو خو بندي شو بل ابدي بندي او بل هم له کوره لرې کېدل هغه هم داسې لرې کېدل چې تکي تنها دی په کور کې او زوی یې هم ښه کلک نازوغ دی ښځه به یې پا انتظار کې وي چې د غویي هډوکي راوړي.

لاندې پراګراف ولولئ

“کامل خان هم ما په داسې یو حالت کې لیدلی وو دهغه په لیدلو به هرو مرو را غبرګه کېدله، چې یوه ورځ له موټره کوز شو، عسکري یونیفورم یې په تن وو، په چټکۍ یو کلیوال رامخته شو، او دهغه بیک یې په لاس کې واخیست او ترکوره یې بدرګه کړ، خو اوس هماغه کامل خان دلته په ملمستون کې دی، او نن یې ګورم نه یې پیک داره خولۍ پر سر ده، او نه یې هم عسکري یونیفورم په تن کې دی“

دا پراګراف ددې ښکارندویي کوي چې کمال خان د اصلي کرکټر کلیوال دی او څو کاله وړاندې ده په کلي لیدلی دی هغه په داسې حال کې چې د حکومت یو نظامي شخص دی هغه یې په نظامي جامه کې لیدلی دی او کلیوال ورته ډېر احترام لري بیک یې له موټر څخه تر کوره په بدرګه ورسره وړي. اوس هغه کمال خان نه دی یو عاجزونکی دی څو کاله بند یې په دې خاطر تېر کړی دی چې د حکومت نظامي شخص دی، اوس ستونزه داده چې دی هم د حکومت یو مامور دی دی به هم همداسې زندان تېروي. ټګر زیات شوی دی.

څلېرویشتم مخ کې ټکر اوج ته د رسېدو په حال کې دی. ځکه په دې پراګراف کې لولو چې ځینې نوي خلک چې کلا ته روالي نو زاړه ځینې بیا یې او خبرېږي نه څوک چې چېرته یې بیا یې بندیان له ډاره یوه بل ته د زړه حال هم نشي ویلای خو ټول په دې ډار کې دي، چې یوه ورځ به د دوی نوبت هم راځي او له کلا څخه به یې یو دښتې ته وړي او هلته به اعدامېږي یا به په کولیو سوری سوری کېږي.
لاندې پراګراف ولولئ:

“هغه وویل پسې ګرځه مه د د مېلمستون دود دی چې کله نوي مېلمانه راشي نو ځای باید ورته تش شي، او د زړو مېلمنو نه یو شمېر لږ شي”

یو دېرشم مخ کې لاندې پراګراف ولولئ.
لاندې پراګراف چې ولولئ وبه ګورئ چئ مېلمستون کې وهل دربول شته دي.
“هغه دوه دری ساعته تر مخه یوې بلې کوټې ته بلل شوی وو راننوت ګوډ ګوډ کېدو خو په مخ یې څه نه راوړل نورو ترې غلي غلي پوښتل: په خیر تېر شو خو هغه په موسکا وویل: د دخیر ځای دی او هرڅه په خیر تېرېږي”

کله چې دا پراګراف لولو پوهېږو چې وهل ظلم او دا شیان شته دي اخر کې وهل شوی نفر په نورو تمسخر کوي چې دا ځای نو د خیر دی په دې ځای کې هر څه په خیر تېرېږي؟ یانې نه تېرېږي.

“شېبه پس مېلمه پال راننوت غږ یې وکړـ قدرت الله ولد امرالله ګاډی تیار دی، کالي دې راواخله هغه جټکه وخوړه لکه چې د خیالاتو تناب یې وشلېږي او د تناب له پاسه ټول زوړند شیان په ځمکه پرېوځي غږ کوي: تیار یم درغلم له ځایه سپک پاڅېدو له دروازې څخه د وتلو پر مهال یې د خدای په امانۍ لپاره مخ راواړاوه یو تن ورپسې پاڅېد په ټوټه کې تړلي کالي او جامې یې ورکړې د شنډو پر سر یې خدای په اماني وکړه واښکي یې په قهرجنه خندا چینګ کړ او په پوره غرور سره په نامالومه سفر له کوټې ووت”

یو بل ځای کې بل نفر هم په داسې نامالوم سفر ویستل کېږي.

“او د سلام د ګرځولو په مهال مېلمه پال په دروازه کې ودرېد غږ یې وکړ ایاز څوک دی هغه ورو وویل: صیب زه ـ زه
را پاڅه چې ځو ښه صیب یوه دقیقه هله ژر شه چې موټر تیار دی ایاز هم ووت او په دروازه کې یې په وتلو سره د سر په اشاره خدای په اماني وکړه او بیا ووت هغه ورځ دقدرت الله پسې ایاز استاد هم لاړ په هماغه دروازه وویستل شول دې مېلمستون ته رانه وړل شول بلکې کېدای شي دواړه د برخلیک په یوه لاره تللي وي ـ خو کله چې دې لوی مېلمستون او برجورې کلا ته راغلم ډېر مې اخوا دې خوا سترګې واړولې نه مې ایاز استاد او نه خو مې قدرت الله ولیدل ـ او داسې پوه شوم چې له دې مېلمستونه پرته بل داسې ابدي ځای هم شته چې د انسان شتون یې ورتګ ضروري کوي او هغه هم ورستی تم ځای دی”

کله چې لاندې او پورته پراګرافونه لولو نو کرکټر ته لا ستونزه پیدا کېږي ځکه ده غوندې کسان لکه دده دمکتب استاد ایاز او ملګری یې قدرت الله له کوټې په نامالوم سفر ویستل کېږي بیا یې دراتلو طمعه نشته ځکه چې بیا څوک بېرته نه راولي. کرکټر فکر کوي، چې یوه ورځ به راځي چې دی به هم له مېلسمتون څخه ویستل کېږي او د تل لپاره به له کورنۍ جدا کېږي دا نامالوم سفر دی البت دی به هم وژل کېږي.

په دې پراګراف کې تضاد اوج ته رسېدلی دی ځکه نور د مرکزي کرکټر ټول امېدونه او آرزوګانې ختمې دي ځکه دی په دې فکر کې دی چې یوه ورځ به دی هم له مېلمستونه ایستل کېږي او بیا به وژل کېږي.

لیکنه: هارون سمون مزار شریف

15 total views, 1 views today

1 comment

  1. کرگر Reply

    زه دښاغلي سمون دليکني په اړوند څه نه وايم دادهغه خپل نظر دى اودقدر وړ نظر خو بشپړ نه دى اودناول باريکو صحنو ياد لا پهکې نشته ـ

    دناول ليکوال : اکبر کرگر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *