Categories

اعلان

Loading…

د علامه رشاد بابا د ۱۲ تلين په مناسبت د څېړنغونډي تدارکاتي غونډه وسوه

په ولايت مقام کي درې ورځي مخکي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي له خوا يوه غونډه جوړه سوه چي موخه يې د علامه عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلين په مناسبت د څېړنغونډي جوړل وو. په هغه غونډه کي يوه کمېټه جوړه سوه چي د څېړنغونډي جوړول او ټولي تدارکاتي چاري به پر مخ وړي.

پرون ماځيګر په اطلاعات او کلتور رياست کي د انجنېر شېرشاه رشاد په مشرۍ د دې کمېټي لومړنۍ ناسته وسوه چي د څېړنغونډي پر جوړښت، د ځای پر تشخيص، له هند، کابل، ننګرهار، پکتيا، کوټي او پېښور څخه د مېلمنو پر رابلني، د هغوی پر اوسېدني، د مقالو پر موضوعاتو، ارتباطاتو او د غونډي پر ځينو نورو تخنيکي مسايلو بحث وسو.
په ناسته کي ځينو کسانو ته ځانګړي مسئوليتونه وسپارل سول او په دوهمه ناسته کي د هغو مسئوليتونو د راپور وړاندي کولو غوښتنه وسوه.

2د ناستي په پای کي پرېکړه وسوه چي مېلمانه او ويناوال کولای سي د علام عبدالشکور رشاد د لاندي موضوعاتو په باب مقالې وليکي او د ارتباطاتو مسئولينو ته يې ولېږي، څو د يادي کمېټې له خوا د څېړنغونډي لپاره انتخاب سي او وروسته په کتابي بڼه خپرې سي.

لاندي هغه موضوعات دي چي درانه ليکوالان کولای سي مقالي پر وليکي:

  1. علامه رشاد بابا او روشنفکري
    2. د علامه رشاد بابا سياسي ژوند
    3. د علامه رشاد بابا ژورناليسټيکي فعاليتونه
    4. د علامه رشاد بابا د څېړني مېتود
    5. د علامه رشاد بابا د تدریس او ښووني مېتود
    6. د علامه رشاد بابا ادبي فنون
    7. د علامه رشاد بابا خاطرات
    8. د علامه رشاد بابا تاريخي اثار
    9. د علامه رشاد بابا او ژبپوهنه
    10. د علامه رشاد بابا علمي سفرونه
    11. د علامه رشاد بابا د شخصي ژوند ټولنيز اړخ
    12. علامه رشاد بابا د نورو له نظره
    13. د علامه رشاد بابا ژباړه
    14. د علامه رشاد بابا نثر
    15. د علامه رشاد بابا نظم
    16. په تدريسي نصاب کي د علامه رشاد بابا ونډه.
    يادونه: محترم ليکوال کولای سي چي خپلي مقالې د مرغومي تر ۷ نېټې پوري پر لاندي ايمېلونو راولېږي:
    fb.baryalai2006@gmail.com
    nisar_salih@yahoo.com

82 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *