Categories

اعلان

Loading…

لوی درس

ژباړه: حامد احمد زی

يو ځوان د سیند په غاړه ناست و او د اوبو سطحې ته يې ډیر غمجن کتل. استاد یې په هماغه لاره تېرېده، فکر یې شو چې ځوان په ډيرې پرېشانۍ د اوبو خوا ته ناست او سوچونو ډوب کړی دی. نېږدې ورغی او تر څنګ یې کیناست. ځوان چې کله خپل استاد وليد ترې ويې پوښتل:

زما ټول ژوند ګډوډ دی او ارم ته ډیر ضرورت لرم، نه پوهیږم چې له کومه یې کړم.

استاد له ونې یوه پاڼه را وشکوله او د اوبو پر سر یې  پرېښوده، ويې ویل دې پاڼې ته ګوره کله یې چې د اوبو پر سر پرېږدې، نو اوبه یی په مخه کوي او له ځانه سره یې وړي.

ورورسته یی یوه درنه تیږه را واخیسته او  اوبو ته يې ګوزار کړه، تیږې د خپل دروند والي له امله ځان د اوبو تل ته ورساوه. ويې ویل:

دا تیږه دې چې ولیده د خپل دروندوالي له امله یې ځان د سیند نورو تیږو سره یوځای کړ، او اوبو و نشو کړای هغه له ځانه سره یوسي. نو ته اوس ماته ووایه آیا د تیږي آراموالی غواړې او که د ونې د پاڼې.
ځوان په ډیرې حیرانتیا سره د استاد په لوري وکتل. استاد وویل:

پاڼه چې آرامه نه ده نو د باد، بارن، اوبو او هر څه سره یو ځای روانه وي او لا هم معلومه نه وي چې کوم لوري ته به ځي.

تیږه په خپل مکان درنه پرته وي، سره له دې چې په شا و خوا کې يې اوبه هر وخت بهیږي خو دا بیا هم پر خپل ځای وي او کوم لوري ته نه ځي. نو په دې سره زه تیږه غوره بولم.

استاد په خندا وویل: نو  ولې د اوسني ناوړه ژوند ښکار یې، دا چې د تیږي ژوند دې غوره وګاڼه نو خپل ژوند هم همداسې وګڼه، په هر ځای کې چې ژوند کوې خپل ارامښت او روحیه له لاسه مه ورکوه. بر لاسی اوسه.

استاد دا وویل او له خپله ځایه پورته شو. ځوان چې لږ ارام شوی و، ژوره ساه یې واخیسته او له استاد سره تر یوه ځایه د لارې ملګری شو ، تر لنډ مزله وروسته يې د خدای پامانی په وخت کې له استاده وپوښتل، که ته زما پر ځای وي د تیږې ارموالی دې غوره ګاڼه او که د پاڼې؟

استاد موسکی شو، ويې ويل: ما ټول عمر د هستۍ د لوی سيند پر پيدا کوونکي په باور سره ځان د ژوندانه بهير ته سپارلی دی. ځکه پوهيږم، د يو داسې سيند په غيږ کې پروت يم چې هره ذره يې د خدای د شتون ډاډ راکوي. زه هېڅکله ناکراره کيږم نه. له همدې امله د پاڼې آرامتيا خوښوم.

81 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *