Categories

اعلان

Loading…

نن (یکشنبه) شېبه په شېبه خبرونه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د حضرت رسول اکرم ص د میلاد په مناسبت په وینا کې د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې سوله وکړي.

ده وویل«په دې مبارکه ورځ د دولت ټول وسله وال مخالفان بین الافغاني خبرو ته رابولم.»


د افغانستان د ترانسپورت وزارت نن وویل چې پر لویو لارو له باري موټر چلوونکو د غیرقانوني پیسو اخیستنو د مخنیوي لپاره یې د هیواد عالي اقتصادي شورا ته یو پلان وړاندې کړی دی.

دغه وزارت پرون د افغانستان د باري موټرچلونکو د ټولنې د خبرداري په ځواب کې ویلي و چې په لویو لارو کې اخاذي رنشته او د باري موټرچلونکو ټولنه په رسمیت نه پېژني.


جرمني له خپل هیواده د لسګونو زره پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره ۱۶۱ ملیون ډالره بودجه ځانګړې کړه.

په دغه هیواد کې افغان مهاجر په ځانګړي ډول تر فشار لاندې دي.


د عراق د کورستان بازانو د استانبول د تېرې شپې د خونړیو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

د استانبول په دوو بریدونو کې ۳۸ تنه ووژل شول او ۱۶۶ نور ژوبل شول.


د الوتک جوړولو تر ټولو سترې کمپنۍ بوینګ پر ایران د ۸۰ الوتکو د پلورلو قرارداد لاسلیک کړ.

بوینګ به دا الوتکې، چې بیه یې ۱۶ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره ده، په ۲۰۱۸ م کال ایران ته وسپاري.

دا د بندیزونو له پای ته رسېدو وروسته د ایران تر ټولو ستره تجارتي معامله ده.


د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، اسلام اباد خوارۍ کوي چې د افغانستان د سولې خبرې پیل شي.

سرتاج عزیز په یوه مرکه کې، چې پاکستانۍ (دي نېشن) ورځپاڼې خپره کړې، ویلي«دا د خوابدۍ وړ ده چې په افغانستان کې ځیني عناصر، چې نه غواړي له پاکستان سره د دیالوګ پروسه پرمخ لاړه شي، د پاکستان رول له شکونو سره مخامخوي.»

ده همداراز ادعا وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په لار کې خنډ جوړ کړ.

77 total views, 1 views today

1 comment

  1. kiir Reply

    كه سوله د افغانستان وى او د افغانانو ترمنزوى نو بيا باكستان سوك دى جى مونز سولى ته رابولى. باكستان غوارى يو مزدور حكومت جى د باكستان لاسبوسى وى رامنز ته كرى جى دا خبره خو محال ده. هم اوسنى حكومت ته او هم به حقيقت كى تالبانو نه كه رافغانان وى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *