Categories

اعلان

Loading…

د طنز ليکلو عملي پړاوونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

لکه څنګه چې هر کار  يو تسلسل او تر سره کولو لاره  لري، دغه ډول طنز ليکل هم خپل ترتيب لري. هر ليکوال د ليکلو ځانګړې کړنلاره او ډول ولري، نو  زه هم غواړم ( د طنز ليکلو هنر) په لړ کې له لوستونکو سره خپلې تجربې شريکې کړم. زه طنز په پنځو عمده پړاوونو کې ليکم چې نوموړي پړاوونه په دې ډول دي:

۱: موضوع غوره کول

د طنز  ليکلو په بهير کې سوژه يا موضوع غوره کول لومړی ګام دی. موضوع  معمولا درې سرچينې لري لکه تجربه، مشاهده او مطالعه. د ليکوال خپلې تجربې تر ټولو ښه سرچينه ګڼل کېږي، ځکه پېښه ورباندې تېره شوې، اغېز يې ورباندې کړی، د ده ذهن يې نارامه کړی او په پېښه پورې تړلي ټول اړخونه يې په خپلو سترګو ليدلی وي لکه زمان، مکان، کرکټرونه، د پېښې عوامل، نتيجه او داسې نور اړخونه. تر ټولو مهمه دا ده چې ليکوال د پېښې کرکټر پاته شوی دی.

که څه هم د طنز لپاره موضوعات ټاکل اسانه کار دی.  ليکوال  کولای شي د اجتماعي ناخوالو يو اوږد ليست چمتو کړي، خو په دې ليست کې هره موضوع به تش جسد ته ورته وي چې روح يې اجتماعي انتقاد او د خندا تومنه ده.کېدای شي له انتقاد سره د ادبي صنعت په مرسته خندوونکی انځور هم وتړو، خو ولسي رنګ به يې کمزوری وي،  نو ښه به دا وي يو داسې موضوع غوره کړو چې ولسي کیسه هم ورسره تړلې وي او دا کار څو ګټې لري. يو دا چې دا ډول کيسې په خپل ځان کې د خندا تومنه لري. دوهم دا چې پوهېږو موضوع څومره مهمه او د خلکو له ورځني ژوند سره تړلې ده. دريم  دا چې موضوع له ولس څخه راوتلې ده، که موږ هر څومره د تخيل مالګه ورډېره کړو بيا هم واقعي او طبيعي برېښي.

عبدالنافع همت

عبدالنافع همت

که ليکوال پام وکړي، نوپه خپل ورځني ژوند کې خامخا يې داسې څه تجربه کړي او يا ورسره مخامخ شوی چې طنز ورباندې ليکل کېدای شي. د بېلګې په ډول يو ليکوال په خپل موبايل کې کريډيټ جمع کوي، خو کله چې خپل يو دوست ته زنګ وهي،  نو د مخابراتي شبکې له خوا دا پېغام تر لاسه کوي چې تاسې کافي کريډيټ نه لرئ. په دې وخت کې ليکوال حيرانېږي، له ځان سره وايي چې ما خو همدا اوس کريډيټ جمع کړ، شبکه ولي داسې وايي؟ په دې وخت کې د مخابراتي شبکې د شکاياتو نمبر ته زنګ وهي او خپله ستونزه ورسره شريکوي. شبکه ورته وايي چې تاسې د اسلامي معلوماتوپه نوم  ځانګړی پيکېج  يا بسته فعاله کړې ده. کله چې په خپل موبايل کې کريډيټ جمع کوئ، نو پيسې يې د هماغه پيجکېج له مخې په اتومات ډول شرکت ته ځي او تاسې داسې فکر کوئ چې خدای مه کړه  زموږ  شبکه ستاسې پيسې غلا کوي. په دې وخت کې ليکوال په قهر کېږي او د شبکې د خدماتي څانګې مامور ته وايي: درواغ مه وايه، ما هيڅکله هم دا پيکېج نه دی فعاله کړی، بيخي ورسره بلد نه يم او بله خبره داده چې زه مسلمان نه، بلکې هندو  يم، نو دا ډول پيکېج به ولي فعاله کوم ها؟ ښکاره خبره ده چې ستاسې شبکه له مشتريانو څخه پيسې غلا کوي. له دې خبرې سره سم ليکوال يوه ترخه خندا کوي او خپل موبايل بندوي.

ليکوال تر دې تجربې وروسته د نوموړي مخابراتي شبکې غلا ته متوجه کېږي او غواړي چې دا کار وغندل شي.د مخابراتي شبکو په اړه به خلک ډول ډول شکايتونه لري، خو ليکوال ته دا موضوع ځکه مهمه ده چې يو خو يې دی قرباني او بل نو د ده تجربه پکې شامله ده. دا تجربه د ليکوال کار اسانه کوي، ځکه کيسه په خپل ځان کې انتقاد او د خندا تومنه دواړه لري.

د موضوع موندلو بله سرچينه مطالعه ده. دلته زموږ هدف د چاپي موادو مطالعه نه، بلکې ټولې هغه کيسې او پېښې دي چې ليکوال ته د خلکو، کتابونو او رسنيو له لارې رسېږي. د بېلګې په ډول د کورنيو چارو وزير د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه مطبوعاتي کنفرانس رابللی وي. يو خبريال له وزير څخه پوښتنه کوي چې د کابل په ډېرو ځايونو کې هيروئين ښکاره او په سپينه ورځ خرڅېږي، ايا تاسې دا خلک نه شئ نيولای، نه پوهېږئ چې دا پوډر چېري جوړېږي،  له کومه  ځايه راځي، سوداګر يې څوک دي او څوک لاس ورسره لري؟ وزير په خندا ورته وايي: (( موږ د بشري خواخوږۍ له مخې د پوډرو دوکانونه نه بندوو، ځکه چې په کابل کې زرګونه پوډريان ژوند کوي، که موږ د پوډرو خرڅولو دوکانونه وتړو، پوډريانو ته پوډر نه رسېږي او په نتيجه کې مړه کېږي، ځکه هغوی دومره توان او پيسې نه لري چې خپله يې له بهرنيو هيوادونو څخه راوارد کړي او يا دي د پوډرو رانيولو لپاره ليري سيمو ته ولاړ شي)).

په رسنيو کې دې ته ورته زرګونه خبرونه او راپورونه خپرېږي چې ليکوال ته موضوع ورکوي. د بېلګې په ډول ليکوال په ټکسي کې سپور دی او له ازادۍ راډيو څخه داسې يو خبر اوري: (( په  کابل کې د تور  صمد په نوم يوه مشهور غله ځان پوليسو ته وسپاره. تور  صمد د پوليسو له خوا د څو نفرو په وژلو او ګڼ شمېر غلاوو تورن شوی و. پوليسو له دوو کالو راهيسې د هغه د نيولو هڅه کوله، آن دا چې د هغه د وژلو يا ژوندي نيولو پر سر يې لس مليونه افغانۍ نغده جايزههم ايښې وه، خو تور صمد تری تم و او هيڅوک نه پوهېدل چې هغه به چېري پټ شوی وي.  تور  صمد نن سهار لس بجې په کابل کې پوليسو ته تر سپارلو مخکې ازادۍ راډيو ته وويل چې دی ځکه ځان پوليسو ته سپاري چې غواړي د ده پر سر ايښودل شوې جايزه دی خپله تر لاسه کړي)).

په دې خبر کې که څه هم د خندا تومنه شته، خو اجتماعي انتقاد ورپوري تړل فکر او نور کار  غواړي. کله چې موږ د خلکو له خولې يا رسنيو کې داسې خبرونه يا راپورونه اورو، نو ضرور نه ده چې هغه پېښه کټ مټ راواخلو، داسې کيسې موږ ته د اجتماعي انتقاد او خندا اغږل شوي مواد په لاس راکوي، کېدای شي په يوه پېښه کې يوازې د خندا مالګه موجوده وي او  ليکوال خپله اجتماعي انتقاد ورپوري وتړي.ليکوال بايد په کيسه کې نغښتی انتقاد، د خندا علت، د پېښې مکان، زمان، کرکټرونه او نور اړخونه بدل کړي، که داسې و نه کړي، نو ټوکه يا شفاهي طنز ورته ويلای شو چې د ليکوال ملکيت نه بلل کېږي.

د موضوع موندلو دريمه سرچينه مشاهده او ولسي باڼدارونه دي. ليکوال په خپله ټولنه کې داسې کیسې اوري چې که لږ بدلون ورکول شي، نو په تول پوره طنزونه ورباندې ليکل کېدای شي. د بېلګې په ډول يو سړی په بانډار کې ناست او د دولتي مامورينو له رشوت څخه سر ټکوي، وايي له کوچنيو مامورينو څخه نيولې بيا تر  وزيرانو پوري ټول په فساد ککړ دي. بل ورپسې راغبرګه کړي چې ولسمشر خپله له فاسدو او رشوت خورو سره شريک دی، که ورسره شريک نه وای، نو فاسد مامورين به يې نه مقرر کول او يا به يې جزا ورکړې وای، خدای مي دي غاړه نه بندوي که ولسمشر له هر مامور سره نه وي شريک، نو له وزيرانو سره خو خامخا شريک دی، هسې درواغ وايي چې زه له فساد سره مبارزه کوم، داسې کوم او هسې کوم. بل بانډاري بيا وايي: ياره زه خو وايم چې که ولسمشر رښتيا هم له فساد سره مبارزه کوي، نو خپل ټول وزيران، معينان، رئیسان، واليان او نورې غټ بلاوي دي په يوه پلمه ارګ ته وروغواړي او بيا دي د دوی په منځ کې ځانمرګي وکړي، په دې ډول به له افغانستان څخه فساد يو مخ ورک شي.

اوس که په دې ولسي بانډار کې د خلکو نظريات سره راغونډ کړو، نو نه يوازې دا چې د طنز لپاره مو يو ښه موضوع پيدا کړه، بلکې د طنزي کيسې يو ښه پلاټ مو هم تر ګوتو کړ. په دې کيسه کې هم اجتماعي انتقاد او هم د خندا تومنه شته، خو دا چې ولسمشر په څه ډول په ارګ کې ځانمرګی کوي د خندا پله يې نوره هم غني کېدای شي.زما د ډېری طنزونو موضوعات او کيسې له ولسي بانډارونو غوره شوي دي.   زما يو طنز ( په ارګ کې ځانمرګی) چې په (۱۳۹۲ ه ش)  کال ليکل شوی، موضوع  او پلاټ يې دپورتني  ولسي بانډار  څخه غوره شوي دي.

۲: د موضوع په اړه څېړنه

کله چې ليکوال موضوع غوره کړه بايد په ذهن کې يې پخه کړي. داسي نه شي چې لکه ډاګي يا پوسته رسوونکی کيسې له ولسي بانډارونو څخه راواخلي او بيا يې کټ مټ په هماغه بڼه بيرته ولس ته ورسوي. ليکوال بايد لکه يو مجسمه جوړوونکی د غره توره ډبره په خپلو هنرمندو ګوتو وتوږي، د ولس د خوښې، اړتيا،  ذوق او غوښتنو سره سم يې وسکڼي او بيا يې ولس ته وړاندې کړي.په لومړي ګام کې د موضوع ټولو اړخونو ته  د ليکوال پام نه وراوړي، نو ښه لاره دا ده چې موضوع له ځان سره ياداښت او هغه اړخونه يې هم وليکي چې تر دې مهاله د ده په ذهن کې راګرځي. تر ياداښت وروسته که څه هم ليکوال په بل کار بوخت کېږي، خو ذهن يې له هماغې موضوع سره تړلی وي، که لږ وخت وروسته بيرته پر هغه موضوع کار وکړي، نو موضوع به يې په ذهن کې ښه پخه او انکشاف ته چمتو شوې وي.

کله چې موضوع په ذهن کې پخه شوه او ليکوال ډاډه شو چې موضوع په ليکنه ارزي، نو بايد د موضوع په اړه څېړنه وکړي. مثلا که موضوع طبي وي، نو بايد له ډاکټر سره مشوره وشي. که څه هم ډاکټر به ليکوال نه وي، خو لږ تر لږه په طبي اصطلاحاتو کې مرسته ورسره کولای شي. د موضوع د مسلکي څېړنې تر څنګ له لیکوالو سره مشوره کول هم ډېره ګټه لري. که څه هم ځينې ليکوال دا کار شرم ګڼي يا ډارېږي چې څوک به يې موضوع غلا او يا به ناسمه مشوره ورکړي، خو ماد ليکوالو له سلا مشورو ډېره ښه نتيجه ترلاسه کړې ده. له داسې ليکوالو مې هم ډېر څه زده کړي چې آن  د طنز الف و با هم نه پېژني.  زه ځينې وختونه خپل طنزونه تر خپرېدو مخکې عامو خلکو ته هم لولم او د هغوی غبرګون ګورم. غواړم پوه شم هغه پيغام چې ما په خپل طنز کې نغښتی ايا اورېدونکي يې احساس کولای شي؟ ايا دوی ته خندا ورځي او د خندا په پای کې يې اجتماعي ناخوالو ته متوجه کوي؟  ايا د طنز ژبه خوږه، ساده او د پوهاوي وړ ده؟

ليکوال بايد له ځانه وپوښتي چې ايا رښتيا يې طنز ليکلی او که يې په دې نوم يې هجوه، هزل يا کوميډي اثر ليکلی دی؟ ايا رښتيا يې يوه اجتماعي بې عدالتي په نښه کړې او که يې په غير شعوري ډول اجتماعي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي؟دې پوښتنو ته ځوابونه په يوازې سر نه شو موندلای، نو ښه به دا وي چې خپل اثار تر خپرېدو مخکې له ولس سره شریک کړو. زه داسې څو ليکوال پېژنم چې لس شل کاله کاله د طنز په نوم ليکنې کوي، خو طنز نه شو ورته ويلای، هغه څه چې دوی يې طنز بولي نه يې خپله تعريفولای شي او نه يې لوستونکي هغسي انګېري.

ما څو واره له عامو خلکو څخه ډېر ښه نظريات اورېدلي دي. آن دا چې ځينې وختونه طنز وليکم او د مشورې لپاره لازم څوک پيدا نه کړم،  نو خپلو بچيانو ته يې لولم او د هغوی نظريات  اخلم. زما په اند دا ضرور ده چې کله موږ کومه ليکنه ټولنې ته وړاندې کوو بايد لومړی يې امتحان کړو چې مطلوبه نتيجه ورکوي که نه؟  که يې لازمه نتيجه نه ورکوله  بايد له سره کتنه ورباندې وکړو. زما په اند ليکوال بايد تل ځان پوه کړي چې  خلک د ده د ليکنو په اړه څه نظر لري؟  که داسي و نه کړي، نو ليکنې به يې د ناچله سيکو بڼه غوره کړي.

۳: د هدفونو غوره کول

کله چې مو موضوع په ذهن کې پخه او ليکلو ته چمتو شوه، نو د هدفونو  وار رارسېږي. په ليکنه کې هدفونه پر دوو برخو وېشلای شو چې يو اساسي او بل فرعي هدفونه دي. د بېلګې په ډول غواړو له کم عمره نجونو سره د بوډاګانو واده کول وغندو. دې هدف ته د رسېدو لپاره د لنډې کیسې فارمټ غوره کوو، په کيسه کې ښيو چې  د نصرو لالا په نوم يو اتيا کلن بوډا له يوې شپاړس کلنې نجلۍ سره د هغې له خوښې پرته واده کوي. اوس دې  هدف ته د رسېدو لپاره بايد څو فرعي هدفونهوټاکو. د بيلګې په ډول غواړو چې بوډا د لوستونکو په نظر کې سپک معرفي کړو، د هوس په لار کې بېلابېل خنډونه ورته پيدا کړو، عملا يې داسې ښيو چې يو ناوړه کار يې کړی دی، خلک کرکه ځنې کوي، په جسمي لحاظ کمزوری او آن دا چې پر خپلو پښو د ناوي خونې ته هم نه شي تلای. دا ټول هغه څه دي چې زموږ مرکزي هدف پياوړی کوي.

په طنز کې د هدف تر څنګ د پيغام خبره هم خورا مهمه ده. هغه څه چې د ليکنې په هره ليکه او پاراګراف کې د لوستونکو پام هدفونو ته وراړوي پيغام بلل کېږي، نو ويلای شو چې پيغام هدف ته د رسېدو لپاره وسيله ده. که هدف دا وي چې نصرو لالا په جنسي لحاظ کمزوری وښيو، نو دې هدف ته د رسېدو لپاره  په دې انځوريزه جمله سره پيغام  ورکولای شو: ((نصرو د ناوي له مخ څخه شال پورته کړ  او بيا يې په خپلو جېبونو کې ګوتي ووهلې، په دې وخت کې يې رنګ ژيړ واوښت او له ځان سره وبونګېد:  هغه زما د ځوانۍ ګولۍ څه شوې؟ لکه چې راڅخه هېرې شوي دي)). کله چې ګورو نصرو لالا د جنسي قوت ګولۍ خوري، نو ذهن مو د طنز يوه فرعي هدف ياني جنسي کمزورۍ ته رسېږي چې له دې سره سم مو د ښځو مظلوميت سترګو ته درېږي او له نصرو لالا څخه کرکه کوو.

لوستونکی د طنز لوستلو په بهير کې د پيغامونو په مرسته په نوبت  يوه يوه فرعي هدف ته متوجه کېږي او له مرکزي هدف سره تړاو ورکوي. کله چې لوستل پای ته رسېږي، نو د لوستونکي  ذهن پر مرکزي هدف تمرکز کوي. هدفونه بايد جلا پر يوه کاغذ وليکو چې وروسته په شعوري ډول  هر هدف  ته جلا جلا پام وکړو، خو که هدفونه  و نه ليکو، نو کېدای شي يو ډېر مهم هدف راڅخه پاته شي. که څه هم د لنډکيو طنزونو لپاره د هدفونو ياداښت ته اړتيا نشته، خو که طنزي ناول يا طنزي راپور ليکو، نو بايد هدفونه يې مخکې له ځان سره ياداښت او د ليکنې پر مهال په خپل نوبت پام ورته وکړو.

۴: د لوښي يا قالب غوره کول

کله چې مو موضوع، څېړنه او هدفونه غوره کړل، د دې وخت دی چې مناسب لوښی، قالب يا چوکاټ ورته غوره کړو او په هغه کې يې لوستونکو ته وړاندي کړو. بايد پام وکړو چې لوښی د محتوا په اندازه وي. که د طنز  محتوا په څلوريزه کې ځايېږي بايد د قصيدې په قالب کې يې وړاندې نه کړو او که محتوا د ناول په اندازه لويه وي بايد د لنډې کيسې په قالب کې يې وړاندې نه کړو. که کوچنۍ محتوا ته لوی قالب غوره کړو دا تاوان لري چې لوستونکی ستړی کوي، طنز  بې خونده، وچ او بې مفهومه ښکاري او په نتيجه کې يې لوستل پرېږدي او که لويه محتوا په کوچني چوکاټ کې وړاندې کړو د موضوع جزيات نه شو وړاندې کولای، په دې صورت کې مجبور يو د موضوع ټولو اړخونو ته پام و نه کړو،  پر هر څه سرسري تېر شو چې په نتيجه کې د طنز هنري او ريالستيک اړخ کمزوری کېږي.

د قالب په غوره کې د لیکوال استعداد او تجربه هم ضرور ده. که څوک شاعر نه وي، نو د نظم په بڼه ښه طنز هم نه شي ليکلای، که په داستاني ليکنو کې برلاسی نه وي، نو د ناول، لنډې کيسې يا سفرنامې په قالب کې ليکل شوي طنزونه يې د لوستونکو پام ځان ته نه شي رااړولای. دغه ډول که څوک ښه خبریال نه وي، په ژورنالیستيک قالب کې طنز نه شي ليکلای، نو په کار ده چې ليکوال په هغو قالبونو کې طنزونه وليکي چې پر هغه لاسبری وي.

۵: د طنز ليکلو تخنيکونه غوره کول

تر قالب وروسته بايد د طنز ليکلو تخنيکونه غوره شي. مخکې مو ويلي وه چې طنز له دوو اساسي ارکانو څخه جوړ دی چې يو اجتماعي انتقاد او بل خندوونکی انځور دی. انتقاد کول ډېر اسان کار دی، آن دا چې  عام خلک هم انتقاد کولای شي، خو انتقاد له خندوونکي انځور سره تړل او بيا هغه په هنري انداز سره وړاندې کول په طنزي تخنيکونو يا ادبي صنعتونو پورې اړه لري.

د تخنيکونو غوره کول هم تر يوه بريده د طنز په موضوع او محتوا پورې اړه لري. تور طنزونه ځان ته جلا او سپين طنزونه جلا تخنيکونه لري. مثلا  آيروني، د ستاينې په بڼه غندنه او  ګروټيسک هغه صنعتونه دي چې په طنز کې د انتقاد خوا ځلوي او د ترخه يا تور  طنز لپاره ښه نتيجه ورکوي. دغه ډول پاروډي، تشبيه، بدلون، مبالغه، سرچپه کول او ناسمه املا بيا هغه تخنيکونه دي چې په طنز کې د خندا قوت پيدا کوي او سپين طنز په ليکلو  کې کار ځنې اخيستل کېږي. که ليکوال  د طنز تر ليکلو مخکې خپل استعداد او طنز محتوا ته پام وکړي او بيا په هغه رڼا کې د طنز لیکلو صنعتونه له ځان سره ياداښت کړي، نو په تول پوره طنز ليکلای شي.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *