Categories

اعلان

Loading…

د افغانانو د بري او ماتې لاملونه/ شهسوار سنګروال 

د تاريخ يوه پاڼه

د بري لاملونه:

راځی چې پيل د سوري شېرشاه پدې خبرې وکړو چې ويلي يې دي:

«مغل بابر لودي ابراهيم ته د توري په زور ماته نده ورکړې بلکې د افغانانو د نايووالي او خپل مينځي جګړو له کبله وه چې بابر لدې څخه ګټه واخسته او واک ته ورسېد.»([1])

په شمالي هندوستان کې د پښتنو واکمني چې په ۱۴۵۱ کال جوړه شوه په تاريخ کې دا يوه ناڅاپي پېښه نده بلکې د افغانانو د واکمنۍ لومړنۍ سريزه هغه وه چې افغانانو د هند نيمې وچې ته مخه کړه او بيا شيخ حميد لودي د ډېرو هلو ځلو نه وروسته د دې جوګه شو چې په ملتان کې د يوه افغاني حکومت بنسټ کېږدي، د غزنوي سلطان محمود بريدونو هم افغانانو ته دا لاره پرانسته چې د هند له ټولنيز قبيلوي نظام سره بلد شي. که څه هم سلطان محمود په هند کې حکومت ندی کړی ولې حکومت کولو ته افغانان وهڅول شول.

«سبګتګين د افغانانو په زړورتيا او د هغو د جنګي ځواک په اهميت خبر شو نو دوی يې په خپل لښکر کې شامل کړل… سلطان محمود غزنوي هم د خپل پلار په څېر زيات شمېر پخپل لښکر کې د اجير په توګه ونيول.»([2])

سبګتګين چې کله د يوه ګواښ په توګه د راجا جيپال روحيه کمزورې کړه نو بيا يې له شيخ حميد او افغانانو سره سوله وکړه چې د غزنويانو د پرمختګ مخه ونيسي نو دوی ته يې اجازه ورکړه چې په لغمان کې مېشت شي. نو بيا همدغو افغانانو «پېښور ته نژدې په يوه غرنۍ سيمه کې يوه کلکه جنګي کلا جوړه کړه او خيبر يې وباله.»([3])

راجا جيپال د واکمنۍ په اړه چې ښايي د غزنوي الپتګين معاصر وي د ډاکټر محمد عبدالرحيم د ليکنې په بنسټ چې ګني نوموړي په زېږدي ۷۶۶ ز کال واکمن وو.

«موږ د فرشته او د نورو په تاريخ کې لولو چې وايي د ۷۶۶ ميلادي کال په شاوخوا کې افغانانو پېښور، پنجاب او کشمير د واکمن پاچا راجا جيپال ځنې نورې سيمې ونيولې.»([4])

يوشمېرتاريخپوها ن پدې  انددي ،چې الپتګين له لويکانو نه غزنی او زابل لاندې کړ، ۳۵۱ هـ کال وه ،نوموړی په ۳۵۲ هـ کال ومړ او په ځای يې زوې اسحاق واک ته ورسېد .دی ددرې کالو په شاوخواکې واکمن وو. له ده وروسته ،بلکا تګين وټاکل شو. ده پخپل نوم سکه هم ووهله ،لس کاله يې په غزني حکومت وکړ. د ده ځای ناستی «پيري تګين» ښه امير نه وه، نوځکه خو د الپتګين زوم سبکتګين په ۳۶۶ ل د غزني واکمن وټاکل شو.

«سبکتګين پر کابل او ننګرهار يرغل وکړ»، جيه پاله = جيپال ور سره جګړه وکړه خو مات شو… بېرته لاهور ته وخوځېد او د قنوج، ډهلي، اجمير،او کالنجر راجه ګان له ځان سره ملګري کړي وه له يو لک چمتو سپرو سره تر خيبره را تېر او د کابل سيند په غاړه لغمان ته را ورسېد. سبکتګين پر شا وشړه او په پېښور کې خپل يو امير له اوو زرو سپرو سره پرې ښود او خپله غزني ته راغی (۳۸۱ هـ – ۹۹۱ز) په دغه وخت کې ملتان د لو دي شيخ حميد په لاس کې و.»([5]

د  شها ب الدين په لښکروکې ګڼ شمېر پښتانه شامل وو.

خو د اچې يوشمېر تاريخ کښونکې، د سام دکليمې په تړاو په غوريانو دنا افغا نيت تورلګول کېږي چې دسام کليمه عربي ده.دچې دسام کليمه دشهاب الدين له نوم محمد سام سره تړي،ددې مانا خودانده چې غوريان عرب دي…؛؟

ولې کومه خبره چې تاريخي ارزښت لري هغه دا ده چې «سام» ،«سامي» کلمه په اريايي متونو کې اوږد لرغونی تاريخ لري.

حقيقت دا دی چې په مينځنۍ اسيا کې چې کوم اريايان ودان وه. د «سام» کلمه دوی ته ځکه سپېڅلې وه چې دوی ورڅخه د روغې او جوړې مانا اخېسته، دا توری يا کلمه دوی ته د نېکمرغۍ په مانا وه .

«د ويديانو په مهال «ويد» د دوی يو سپېڅلی کتاب وه او د دې کتاب دريم ټوک «سام ويد» نومېد. د بېپل ونه يې هم «سام بدهي» بلله چې مهاتمابده (۶۰۰ – ۸۰۰ ق م) يې په سيوري کې د بود يانو د عقيدې سره سم پيغمبرۍ ته ورسېد. دغې ونې ته بودايانو په درنه سترګه کتل.»([6])

په غور مېشتو افغانانو کې له لود يانو پرته کاسيان هم استوګن وه او د لوديانو نږدې تربوران سوريان هم په لرغوني غور کې اوسېدل. کاسي، کاسيان، کيسيان، کسي او کاسي کلمې زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ کې مشهورې دي او اوس هم موږ د کاسيانو په نوم يو ژوندی قوم لرو چې د لودي افغانستان په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي. په غور کې دا د يوې درې تاريخي نوم هم دی چې د دغو اريايي وګړو رب النوع «سورياش» نومېده.

په په تېر وتنه د دغه کاسي ټبر وګړي يو شمېر څېړونکو د «بابل» اوسېدونکي ګڼلي دي ولې يو شمېر څېړونکي انګېري چې «کاسيانو بابل و وهه او هلته يې د خپلې کورنۍ اساس کېښود چې له (۱۷۶۰ق م نه تر ۱۱۸۵ق م) پورې يې واکمني لرله. د کاسيانو په وخت کې بابل پر مخ تګ وکړ…»([7])

د نومونو او سيمو په  بدلون سره يو ټبر بدلون نه مومي. ډېر اريايان د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې اباد دي ولې بيا هم اريايان ګڼل کېږي.

موږ د «سورياش» يادونه وکړه او همدغه د سور کلمه اوس هغه شمېر خلکو ته کارول کېږي چې د هېواد له لرغوني تاريخ نه را واخله تر اوسه پورې مروجه ده ،چې هغه سوري ټبر دی او د دې قوم يو تن نامتو واکمن شېر شاه سوري يادولی شو.

يو مهال همدغه د «سور» کلمه د عربو لخوا په «زور» وا وښته چې سوريان يې «زوريان» يا سوري يې «زوري» بلل ولې په حقيقت کې همدغه سوريان او لوديان وه چې په هند کې لسګونه کاله حکومت وکړ. نو اوس د «سام» کلمه د سام شهاب الدين او سام شيخ حميد له نوم سره په تړاو دوی له خپل ټبريز هويت نه نشي اېستلی.

د «سام» کلمه اريايې لرغونی نوم دی چې د غور افغانانو ان د شهاب الدي غوري تر مهاله په پرلپسې توګه دغه نوم ساتلی دی. د مثال په ډول په زرتشت مذهب کې «سام» د اور غوندې د سپېڅلي معبود مانا لرله.

همدغه لاملونه وو چې سينه په سينه او نسل په نسل دغه نوم په غوريانو پښتنو کې د «سام نريمان» له لرغونو زمانو څخه د سلطان غوري شهاب الدين محمد سام تر زمانې ان تر را وروسته پورې را ورسېد.

له غوري شهاب الدين نه د مخه او وروسته کوم افغانان چې يو د بل پسې هندوستان ته راغلل .دوی د يو ستر ځواک په څېر د څومره والي او څرنګوالي له مخې که به د هر واکمن تر شا ودرېدل نو بری به د هغو وه.

همدغه افغانان وه چې د ملک «شاهو» افغان ملا يې وتړله او د ملتان چارې يې په لاس کې ونيولې. همدغه افغانان وه چې له خپل مينځ نه يې اسمعيل افغان خپل مشر وټاکه او په دولت اباد کې خپل پاچا وټاکه. لودي ملک شاهو هغه مهال نامتو شو چې د غوري شهاب الدين په سپارښتنه يې د سيالکوټ کلا په پنځه سوه  دري اتياکال ودانه کړه .داسې سلګونه مثالونه لرو چې افغانانو د خپل مټ په زور د هندوستان په ډېرو سيموکې خپل مشران تر لويو واکمنيو پورې ورسول.

همدا لامل وه چې د «تغلق» د واکمنې کورنۍ په پېر کې د دربار لخوا پښتنو ته ډېر واک او ځواک ورکړل شو. ان فېروز تغلق افغانانو ته په ډېره درنه سترګه کتل. فېروز د خپل تربور د ډيلي پاچا سلطان تغلق له مرګ نه وروسته په اوه سوه دوه پنځوس هجري کې واک ته ورسېد.

کله چې ګوډ تېمور په هندوستان بريدونه شروع کړل نه يوازې له پښتنو سره مخامخ نشو بلکې کوښښ يې کاوو چې افغانان تر شا ودروي د ساري په ډول:

«تېمور يو تن افغان چې مصطفی نومېد او په کابلي مشهور وه او ډېر پښتانه يې تر شا ولاړ وه د (ديپلپور) حکومت يې ده ته وسپاره.»([8])

د پام وړ خبره خو دا ده چې يو شمېر افغانانو د تېمور په پوځ کې او يو شمېر نور بيا د هغه په مخالف لور کې ولاړ وه. ورورو افغانان په دې پوه شول چې ولې د خپلو د تېر سوو په څېر د هند واک ترلاسه نکړي؟

په هر حال کله چې تېمور د يو لک و دوه ويشت زرو په شاوخوا کې يو ستر لښکر د ډيلي ښار نه را تاو کړ د هند پوځ ماته وخوړه او د اقبال خان دوه زامن سيف الدين او خدايداد په همدغه جنګ کې  ووژل شول چې په پای کې سلطان محمود ګجرات او اقبال خان (برن) ته تر شا شول.

ولې د اقبال کشر ورور عادل خان لا د مخه په لاهور کې د تېمور په وړاندې ودرېد خو ماته يې وخوړه.

هغه مهال چې ګوډ تېمور (۸۰۰ هـ کال په شاوخوا کې) وغوښتل په هند بريد وکړي نو په کابل کې د لښکرو په را ټولولو پيل وکړ او همدا رنګه يې بيا له کيسي غره څخه ملک خضرخان لودي، ملک بهاء الدين جلواڼي، ملک حبيب خان نيازي او ملک يوسف خان سرواڼي ته ځواب واستوو چې له ده سره د هند په نيولو کې مرسته وکړي. هغوی دوولس زره پښتانه له ځان سره روان کړل. په تاريخ افغانيه کې (۴۰ مخ) راغلي دي:

«زه د دغه ملک بهاء الدين جلواڼي له اولادې څخه يم او زموږ کورنۍ له هغو وختو څخه په هند کې پاتې ده.»([9])

که له يوې خوا ګڼ شمېر افغانان د ۸۰۱ هجري کال په شاوخوا کې د ګوډ تېمور په لښکر کې شامل وو .خو له بلې خوا په هند کې استوګن افغانان په ډېر شمېر کې، که هغه افغانی واکمن وه او که د نورو ټبرونو څخه وو د دوی پکې ونډه درلودله ،چې موږ په ټوله کې سلطان محمود غزنوي، غوري شهاب الدين، قطب الدين، سلطان شمس الدين التمش، سلطان غياث الدين بلبن، سلطان غياث الدين تغلق او نور يادولی شو.

د همدې سلطان غياث الدين تغلق په مهال (۷۲۹ – ۷۵۲ هجري کال) امير تاتار خان مشهور په بهرام خان ،چې ده د بنګال د يوې سيمې واکمن ټاکلی وه .د ده قومندان ملک لودي فخرالدين نومېده. خو کله چې بهرام خان ومړ، د همدغې سيمې  يوتن چې «ستارګاون) نومېده واک پخپل لاس کې ونيو.

د بنګال حکمران ملک بيدار خان مشهور په قدر خان د ده د ځپلو لپاره په لودي فخرالدين بريد وکړ خو نوموړی په همدې جنګ کې مړ شو او لودي فخرالدين درست بنګال ونيو او په خپل نوم يې خطبه ولوسته.

دی لومړی سړی وه چې د قطب الدين ايبک له زمانې نه را واخله تر تغلق پورې چې بنګال د ډيلي د حکومت برخه وه خپل واک اعلان کړ.

د «۱۴» زېږدي بېړۍ په شاوخوا کې افغانانو يو ځل بيا د خپل ځواک د ازمېښت په رڼا کې يوه داسې سياسي ټولنه د هند په شمالي سيمو کې جوړه کړه چې بايد نور افغانان د نورو لپاره خپله او د بل وينه تويه نکړي.

له يوې خوا د افغانانو د سياسي پوهې وده او له بلې خوا د فېروز تغلق له مړينې وروسته د هغه د کورنۍ غړو تر مينځ اخ و ډب دا هغه څه وه چې د ملک قطب الدين لودي، ظفرخان لودي ، دريا خان لودي، سارنګ خان لودي او په سلګونو نور يې د افغانانو په مينځ د خپلو کارنامو له بابته مشهور کړل.

«يحيی سرهندي ،حتی ځنې واړه افغاني افسران د دوی له قبايلي نومونو سره لکه اسد خان لودي او سارنګ خاني چې د سلطان محمود تغلق په خدمت کې وه تعين او مشخص کړی دی. که چېرې دولت خان چې د سلطنت مقام ته ورسېد يو لودي افغان وه نو معاصر مؤرخين دې ټکې ته متوجه کېدل.»([10])

ډاکتر عبدالرحيم د دولت خان په اړه شک ښودلی دی چې ایا نوموړی افغان وه او که د فېروز تغلق د کورنۍ کوم شهزاده وه؟

«په تاريخ فرشته کې دولت خان لودي بلل شوی دی»([11]) (۱ ټوک ۳۱۷مخ) او زيدت التواريخ دی د فېروز تغلق د کورنۍ بلل دی. (يحيی ۱۹۵ مخ)

د دولت خان د پاچاهۍ په اړه چې ډاکتر محمد عبدالرحيم خپل مشهور اثر په هندوستان کې د افغانانو تاريخ څه ويلي دي… ښايي چې همدغه تن د لوديانو د کورنۍ سړی وي دا ځکه چې د غور افغانانو د هند په ډېرو سيمو کې سيمه ييزې دبدبې خپلې کړې وې. لکه ملک خضر لودي، اختيار خان، عادل خان لودي او نور. د همدې بنسټ له مخې پوهاند عبدالشکور رشاد کښلي دي:

«د ۸۱۵ هـ کال د ميانې په مياشت کې چې سلطان ناصرالدين محمود د ډهلي تش په نامه پاچا ومړ د ډهلي اميرانو  په سلا دولت خان لودي يې پاچا کړ خطبه او سکه د ده په نامه کړه.»([12])

دا ټول هغه لاملونه وو چې د ډيلي د سيدانو د سلطنتي کورنۍ په پېر کې لا د دوی سياسي باور زيات شو او په پای کې سلطان شاه لودي چې په اسلام شاه مشهور وه د مبارک شاه لخوا د سرهند مشر وټاکل شو چې له برکته يې لودي بهلول د هندوستان پاچا شو.

 د ماتې لاملونه:

بېلابېلو تاريخ پوهانو د پښتنو د ماتې لاملونو په بېلابېلو بڼو وړاندې کړي دي، يو شمېر انګېري چې پښتنو هر څه په خپل زور او ځواک کول. تل يې جګړه کړې او پخپله توره او مېړانه يې د هند په نيمه وچه حکومت کړی دی.

همدا راز دوی د دين او مذهب په خپرولو کې هم له دېر زور نه کار اخېستی دی. هغه لرغونی مذهب چې زرګونه کاله يې په هند کې ريښې غزولې وې افغانانو غوښتل چې دوی پخپل پېر کې د اسلام سپېڅلی دين ټول هندوستان ته ورسوي.

ځنې نور تاريخ پوهان بيا پدې اند دي چې د افغانانو ټولې حکومتي چارې په قبيلوي بڼه پر مخ تللې. که څه هم تر يو ځايه لودي سکندر ډېر کوښښ وکړ چې دې دود ته د پای ټکی کېږدي ،ولې بيا هم په بشپړه توګه بريالی نشو.

«په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د هندوستان افغانان د خپلو ټولنيزو کړو وړو له مخې قبايلي خلک وه… دوی له کاملې ازادۍ سره مينه درلوده… دوی ټولواک ته د يوه ملګري او د کامي مشرانو د يوه سرغندوی په توګه کتل.»([13])

ښايي ياد شوي لاملونه هم د پښتنو په ماتې کې بې اغېزې نه وي ولې هغه څه چې د ماتې بنسټيز لامل دی هغه د افغانانو تر مينځ نايووالی وه چې د هندوستان واک يې د وينو په قېمت ترلاسه کړ او بيا يې د خپل مينځي جګړو له بابته له لاسه ورکړ.

موږ د پښتنو د ماتې څو بېلګې په لنډه توګه وړاندې کوو چې د هند د نيمې وچې د تاريخ ډېر ترخه واقعيتونه په ګوته کوي:

– د شيخ حميد لودي له مرګه وروسته د نصر لودي او شيخ رضي تر مينځ خوابدي او زړه بدوالی چې شيخ رضي(رح) خپل تربور لودي نصر د «قرامطه» په مذهب تورن کړ.

د قرمطيت په اړه انګېرل کېږي چې د جعفر صادق رحمه الله يو غلام چې «ميمون» نومېده له يو شمېر کسانو سره د عراق په زندان کې بلد شو او بيا يې د همداسې يوې طريقې بنسټ کېښود.

له وتلو نه وروسته د حسين زوی محمد چې په «زيذان» مشهور وه د کردستان د غرو اسېدونکي تېر ايستل. «قداح» بيا د محمد بن اسمعيل بن جعفر صادق د زوی په نوم ځان په خلکو وپېژند او ډېر وګړي يې تېر ايستل «حمدان قرمط» په پټه د زرتښت دود پاله او د قرمطيانو په نوم نامتو شول.

نو همدا لامل وه چې رضي لودي هم خپل تربور نصر لودي د اسماعيليه فرقې پلوی وګاڼه او د ملحد تور يې پرې ولګاوه چې له بابته يو شمېر کسان د نصر لودي د واکمنۍ په وړاندې ودرېدل.

– د ملک شاهو په وړاندې هم يو شمېر افغانان د تغلق پلوي وه .خو کله چې ملک شاهو د ملتان حکومت نه پر شا شو بيا نو پښتانه د همدغو تغلقيانو د بريدونو ښکار شول او پرېکړه يې وکړه چې اسماعيل خان د دولت اباد سلطان وټاکي… د يادولو وړ دی چې ووايو د ملک شاهو په ټبر کې ملک کالا د شاهو خېل اسلام خان مشر ورور چې يو مېړنی پښتون وه د نيازيو پښتنو لخوا ووژلی شو.

محمد تغلق يو شمېر بريدونه په سلطان اسما عيل وکړل خو بريالی نشو. ولې کله چې افغانان د واک په سر يو د بل په وړاندې په جګړو بوخت شول سلطان اسماعيل ماته وخوړه او د دولت اباد واک د حسن کانګو لاس ته ورغی او نوموړي په دولت اباد کې د «بهمني» سلطنت بنسټ کېښود.

د ګجرات او شاوخوا نورو سيمو اوسېدونکو افغانانو د تغلق د حکومت په وړاندې په اخ و ډب لاس پورې کړ او ډېر بريالي توبونه يې په برخه شول. کله چې فېروز تغلق واک ته ورسېد. «ده افغانانو ته په درنه سترګه وکتل او ډېره پېرزوينه به يې پرې کوله.»([14])

ولې هغه مهال چې ګوډ تېمور يو ډېر شمېر پښتانه له ځان سره هند ته راوستل او د افغانستان پښتنو او د هند د پښتنو تر مينځ چې کوم اخ و ډب پېښ شو، له دې بابته په هند کې پښتانه يو څه کمزوري شول او يوڅه سيمه ييزې واکمنۍ يې له لاسه ووتې.

د مبارک شاه د واکمنۍ په مهال سلطان شاه لودي چې د اسلام خان په نوم يادېده د سرهند والي وټاکل شو. کله چې د «سيدانو» واکمني کمزورې شوه… په پای کې لودي بهلول ګڼ شمېر افغانان د خپل تره اسلام خان په مټ په ځان را ټول کړل او په دې بريالی شو چې په ۱۴۵۱ ز کال د شمالي هندوستان واکمني ترلاسه کړي ولې بيا هم همدغه افغانان وه چې په سر کې د بهلول لودي د تره زوی او تره يې فېروز خان د ده په وړاندې ودرېدل خو چې کله دښمن پرې بيا بريد وکړ نو پوه شول هغه وو چې يو ځل بيا يې کاکا او د اسلام خان زوی لودي قطب خان بېرته بهلول سره يو موټی شول.

[1]  – هندوستاني سياسي نظام کا تدريجي ارتقا مترجم ډاکټر محمد سليم ۲۸۰ مخ.

[2]  – عتبي تاريخ يميني د عليګر چاپ ايليوت ۲ ټوک او ۳۲ مخ.

[3]  َمحمد،ډاکتر عبدالرحيم،په هندکې دافغانانو تاريخ يودېرشم مخ

[4]  – همدغه اثر ۳۱ مخ.

[5]  – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۱۴۶ مخ.

[6]  – البېروني کتاب الهند ۱۶۵ مخ. عجايبات هندوستان ۲۶۱ مخ. استاد رشاد لودي پښتانه ۶ مخ.

[7]  – شينواری سرمحقق دوست پښتانه څوک دي؟ ۳۱ مخ

[8]  – ملفوظات تيموري ۳ ټوک ۴۲ مخ.

[9]  – ثاقب شهاب الدين تاريخ افاغنه ۴۰ مخ او لودي پښتانه ۴۲ مخ.

[10]  – محمد ټاکټر عبدالرحيم په هندوستان کې د افغانانو تاريخ د پوهاند ضمير صافي ژباړه ۳۵ مخ.

[11]  – تاريخ فرشته لومړی ټوک ۳۱۷ مخ.

[12]  – رشاد پوهاند عبدالشکور لوري پښتانه ۴۳ مخ.

[13]  – محمد عبدالرحيم، په هندوستان کې د افغانانو تاريخ د پوهاند ضمير صافي ترجمه ۳۷ مخ.

[14]  – هيروي نعمت الله مخزن افغاني ۴۱ مخ او مبارک شاهي تاريخ ۱۵ مخ.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *