Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د یوه روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت برمل په سرحدي ولسوالۍ کې د خوا وشا نولس میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې چې مالي لګښت یې د عامې روغتیا د وزارت له لوري ورکول کیږي.

د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت وويل: د خوشالۍ ځای دی چې نن د پکتيکا ولايت په سرحدي ولسوالۍ برمل کې د یوه روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې دي. ښاغلي وحدت وويل: د دغه روغتون په جوړېدو سره به د لري پرتو ولسوالیو ټولې هغه ستونزې چې د روغتیا په برخه کې یې لري هوارې شي.

وحدت دغه راز زياته کړه چې په پکتيکا کې د روغتيا په برخه کې لا ډېرو امکاناتو او صحي توکو ته اړتيا لري تر څو یې د پکتیکا ولسونو ته سم او په وخت صحي خدمتونه وړاندي کړي وي.

دی وایي: د یاد ورغتون د جوړېدو په چارو خوا وشا نولس میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې د یو کال په اوږدو کې بشپړې شي.

د برمل اوسیدونکو د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل چې په برمل کې له ډېرو کلونو راپه دېخوا د روغتیا، پوهنې او بیارغونې کارونه  نه دي شوي که یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وشي نو ښه به وي.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

64 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *