Categories

اعلان

Loading…

په پلازمېنه کابل او ختیځو ولایتونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شول

تاند- نن ماسپښین د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د زلزلې ټکانونه احساس شول.

د دې زلزلې، چې مرکز یې د هندوکُش په غرونو کې و، ټکانونه په پلازمېنه کابل کې هم احساس شول.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د زلزلې د شدت او احتمالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د امریکا د زلزله پېژندنې اداره وايي، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د اشکاشیم ولسوالي د جنوب ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ کې تر مځکې ۸۴ کلیومتره او ۶ سوه متره لاندې و.

294 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸