Categories

اعلان

Loading…

ښځه په نبوي دور کي/ زبیر افغان

د حدیثو په معتبرو کتابونو کي د ښځو په اړه راغلي دا څو حدیث نن د دې لپاره در سره شريکوم چي زموږ په پښتنو کي اوس هم ډېری کسان د ښځو زده کړې ناروا بولي. له کوره وتل يې حرام ګڼي. کارو بار، دفتر ته تګ، په خپل پټي، ځمکه او باغ کي کار کول د ښځو لپاره عیب بولي. که مېرمن وويني چي موټر چلوي، نو هم يې د اسلام له مخې ناروا کړنه بولي او هم د پښتني کلتور له مخې. که د مېرمنې مخ لڅ وي، نو بیا خو اسمان را کښته کوي. زیاتره کسان دا مهال فکر کوي چي د دې مېرمنې پلار، ورور، مېړه او نور خپلوان هيڅ غیرت نه لري، ځکه يې نو د کور يوه ښځه په بازار کي لڅ مخ ګرزي.

دا هر څه په داسي حال کي چي نه د اسلام له مخې د ښځو زده کړې ناروا دي او نه يې له کور پر وتلو بندیز لګول شوی. دفتر کي کار وي، که خپله ځمکه یا باغ کي کار کوي، د ښځې په خپله خوښه پوري تعلق لري. اسلام يې په اړه اصول نه دي وضع کړي. موټر چلوي که موټر سايکل، خر چلوي او که اوښ، د اسلام له پلوه هيڅ توپير نه سره لري او د خپلې خوښې کار يې دی. مخ لڅوي او که يې پټوي، د اسلام له مخې يو شان دي، البته که د چا کلتور وي، نو بیا له دين او شريعت سره اړه نه لري، بلکي د خپل کلتور مسله دي يې ده چي مخ پټوي او که يې ښکاره کوي.

د ښځو د تعليم په اړه خو هيڅ ځای د منعې حکم  نه دی شوی او دين یوازي هر ځای ټول پيروان زده کړو ته هڅولي. لکه:

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ (الزمر: ۹)

ژباړه: ووایه، ایا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟ بېشکه د عقل خاوندان پند مني.

دلته عام ویل شوي چي پوه او ناپوه په معنوي لحاظ سره برابر نه دي. د نارينه او ښځينه توپير قران کريم نه دی کړی. نبوي حدیث دی:

مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا، سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ(ابن ماجه، باب فضل العلماء والحث علی طلب العلم: ۲۲۳، صحیح مسلم: ۲۶۹۹)

ژباړه: که څوک د علم په لټه پر يو لار ولاړ، نو الله به هغه ته د علم په سبب د جنت لار اسانه کړي.

دا حدیث هم د علم او زده کړو په اړه عام راغلی، نه نارينه کي ذکر شوي او نه ښځينه. نه يې ديني علم ذکر کړی او نه يې له دې پرته نور علوم. له دې امله نو ویلای شو چي هر ډول علم د هر چا لپاره غوراوی او فضیلت لري.

په لومړي پاراګراف کي د یادو نورو مسلو په اړه مو لاندي رواياتو ته پام غواړم.

اسماء د ابو بکر صدیق رض لور وايي، ما له زبیر بن عوام سره واده وکړ او د ده د کور له کارونو سره به له مدينې دوه دونيم فرسخه لیرې د ده ځمکې ته د کار لپاره تلم. دا وايي، رسول الله يوه ورځ ولېدم:فَلَقِيتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَعَهُ نَفَرٌ مِنْ أَصْحَابِهِ، فَدَعَانِي، ثُمَّ قَالَ: «إِخْ إِخْ» لِيَحْمِلَنِي خَلْفَهُ(بخاري: ۵۲۲۴، مسلم: ۲۱۸۲)زه له رسول الله سره مخ شوم چي څو اصحاب هم ور سره ملګري وو، ده زه وبللم، بیا يې وویل: اخ اخ(عربي کي د اوښ چوکېدو الفاظ) چي ما پر اوښ شاته سپره کړي.

له دې حدیث څخه ثابته شوه چي د ښځې بهر وتل، له خلګو سره مخ کېدل، په ځمکه کي کار کول، له ځمکې شیان راوړل هيڅ پروا نه لري. د اسماء په تګ او کار رسول الله هم خبر شو مګر  هيڅ يې نه دي ورته ویلي.

عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ الْأَنْصَارِيَّةِ، قَالَتْ: «غَزَوْتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبْعَ غَزَوَاتٍ، أَخْلُفُهُمْ فِي رِحَالِهِمْ، فَأَصْنَعُ لَهُمُ الطَّعَامَ، وَأُدَاوِي الْجَرْحَى، وَأَقُومُ عَلَى الْمَرْضَى» (مسلم: ۱۸۱۲)

ژباړه: ام عطیه وايي چي له رسول الله سره يو ځای مي اووه غزاوي کړې. زه به د دوئ په تم ځای کي پاتېدم چي خوراک ورته چمتو کړم، د زخمیانو درملنه وکړم او پر مریضانو پوښتنه وکړم.

دا حدیث موږ ته په ګوته کوي چي له بسته پوځ سره تلل، هلته د ناروغانو درملنه کول، د مریضانو خدمت او پوښتنه، نه یوازي دا چي روا دی بلکي ښه کار دی او د شريعت له پيله لا دې کار ته اجازه ور کړل شوې. نن که ښځه په روغتون کي نرسه وي، یا د پردو ناروغانو درملنه و خدمت وکړي، نو اسمان را لوېږي؟

په مسلم کي روايت دی چي رسول الله ښځو ته نصيحت کاوه چي پر همدې مهال يوه مېرمن ولاړه شوه پوښتنه يې وکړه. ور سره صحابي د هغې ښځې حالت بیانوي: فَقَامَتِ امْرَأَةٌ مِنْ سِطَةِ النِّسَاءِ سَفْعَاءُ الْخَدَّيْنِ(مسلم: ۸۸۵) نو يوه ښځه ولاړه شوه چي یا غوره ښځه وه یا هم د ښځو منځ کي وه، بارخوګان يې تور وو.

له دې حدیث څخه ښکار چي د ښځې مخ لڅ وو، که مخ پټ شي نو بیا صحابي ته څه مالومېږي چي بارخو يې تور دی او که سپين؟

 بخاري او مسلم له ابو موسی اشعري رض څخه روايت کړی چي د رسول الله د حج مهال په بطحاء کي له ده سره يوځای شوم. تر پوښتنو اښتنو وروسته يې راته امر وکړ چي طواف وکړم، د صفا او مروه ترمنځ سعي وکړم او بیا ځان حلال کړم.(یاني تمتع حج دی) دی وايي، کله چي مي دا کارونه وکړل نو: ثُمَّ أَتَيْتُ امْرَأَةً مِنْ قَوْمِي، فَمَشَطَتْنِي وَغَسَلَتْ رَأْسِي(بخاري: ۱۵۵۹، مسلم: ۱۲۲۱) بیا د خپل قوم يوې ښځې ته راغلم، نو دې سر را ږمونځ او را ومينځی.

د حدیثو زیاتره شارحين دلته ګومان کوي چي دا ښځه يې خپله وه. مګر په حدیث کي هيڅ ځای دا يادونه نه ده شوې. شارحين په دې اړه مختلف نظرونه لري. څوک وايي، دا يې د ورور ښځه وه. مګر بل رد کوي چي د ورور ښځه په محرماتو کي نه راځي. بیا وايي، د کوم ورور لور به يې وه. داسي نور نظریات هم شته. خو اصله خبره هغه ده چي په حدیث کي خپله صحابي ویلي، د قوم يوه ښځه وه نه دا چي د خپل کور محرمه وه.

بخاري، مسلم او د حدیثو نورو مشهورو کتابونو روايت کړی چي د اسيد نومي صحابي د واده په ډوډۍ کي د میلمنو خدمت همدغې ښځې کاوه چي دا نن يې واده شوی وو.

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ، قَالَ: دَعَا أَبُو أُسَيْدٍ السَّاعِدِيُّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي عُرْسِهِ، فَكَانَتِ امْرَأَتُهُ يَوْمَئِذٍ خَادِمَهُمْ وَهِيَ الْعَرُوسُ(بخاري: ۵۱۷۶، مسلم: ۲۰۰۶)

ژباړه: سهل ویل چي ابو اسيد رسول الله خپل واده ته طلب کړ. نو د ده ناوې د دوئ خدمت کاوه.

له دې ښکاري چي که په وټل یا میلمستيا کي د میلمنو خدمت ښځې وکړې نو هيڅ پروا نه لري. همداراز که ښځې او نارينه پر يوه میز یا سترخوان خوراک وکړي هم باک نه لري. ځکه قران کريم هم یادونه کړې چي که يو ځای خوراک کوئ یا هم جلا- جلا پروا نه لري.(النور: ۶۱)

د حدیثو په معتبرو کتابونو د دې رواياتو له شتون سره- سره ښه لویه پيمانه خلګ مخکي هم او اوس هم په دې نظر دي چي ښځه دي بهر نه راوزي. کار دي نه کوي. دفتر ته دي نه ځي. په روغتون کي د ناروغانو د خدمت اجازه نه ور کوي. د وټل یا دوکان د کولو یا هم په کي د خدمت خو تصور نه شي کېدای. له نارينه وو سره د موټر په يوه سيټ کي نه شي کښېنستای. د يوه ميز خوراک د کورنۍ لپاره د وخت پېغور جوړېږي. په کور کي حتا د يوه میلمه مخته هم ښځه کوټې ته خوراک نه شي ور وړای. دا هر څه که د پښتنې رواج له مخې کوي، خو بېله خبره ده، مګر په شريعت کي دا احکام په هغه ډول نه دي راغلي لکه څنګه چي موږ عملا کوو. دا پاس را وړل شوي اياتونه او حدیثونه يې بیلګي دي.

12 total views, 2 views today

2 comments

  1. شمس الله Reply

    سلام
    څومره پښتنې ښځې بازار ته لوڅ مخ وزي؟، دفتر کي له بېګانوو سره کار کوي؟، په کور کي له بېګانه مېلمنو سره ډوډۍ خوري؟، په پټيو کي کار کوي، موټر/ بايسکل چلوي او. . .؟؟؟

  2. Abdul A. Qurashi Reply

    From my understanding the Quran, you have have broken the verse (9) from Surah zumar, this may change the meaning of it, Allah knows best. But here’s the full verse (9) from Surah Zumar:
    Is one who is devoutly obedient during periods of the night, prostrating and standing [in prayer], fearing the Hereafter and hoping for the mercy of his Lord, [like one who does not]? Say, “Are those who know equal to those who do not know?” Only they will remember [who are] people of understanding.
    أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *