Categories

اعلان

Loading…

غرغښت بابا او اميرکروړ/ شريف الله دوست سرواني

اوومه برخه

له زمينداور سره يې اړيکي:

 دسور او زور کليمې : د زور ، سور ، زوري او سوري ، نومونونه او وييونه ټوله يوه ريښه ده چي د غور او زنداور (جبل الزور) او ياپه بله مانا د غوري يا سوري پاچاهانو ټولو لمر نمانځنه کول ځکه يې په زنداور کي د )سوريا(  او زور يا د لمر د رب النوع نوم  هغه وخت د ديني او مذهبي ارزښناکو لقبونو پربنسټ پرخپلو ځانوايښودل لکه ماهوي سوري ، شيرشاه سوري او ياهم زوري چي همدا دسور کلمه د همدې زور څخه چي د لمر الهه وه سرچينه اخلي. او ([1])  تراسلام مخکي او دامعبد په (۳۰هجري کي) د عبدالرحمن بن سمره لخوا مات سو .

دامير کروړ اونيکونو (ګرشاسپ ، ياغرغښتت ، زال ، رستم او سهراب) دين:

دتاريخ سيستان ليکوال په څرګند ډول يادونه کوي چي ګرشاسپ (= غرغښت ياسام) او اولادونو يې دلمرلمانځنه کول او هلته زياتوي چي لمرخاته ، لمرلوېده  او غر مه مهال به دوی دمهر= ميترا ، هور (خور) سون (= زون) چي ټول د لمر په مانا دي لمانځنه کول .

داچي د زينداور او غور سوريان په لر غونو ياريخونوکي ساک (= اوسني ساکزی) بلل سوی دی دلته به د دوست شينواري د (افغانستان په اويستاکي )([2]دکتاب په حواله د سرابون او هيکاني روايتونه چي ډير په زړه پوري دي راوړ,: ساک (= ساکزی) په تاريخونو کي د (ساک ، سک ، سکيت ، سکنيو [3]) او نورو نومونو ياد سوي دي ، د دوی دلويو ساکو (مس ساګيت) له خولې داسي روايت کوي : ((مس ساګيت وايې چي د ساکو يوه برخه په غرونو کي ژوند کوي ، بله په دښتونو ، درېيمه يې په درو کي چي سيندونو جوړ کړي دي او څلورمه يې د دغو سيندونو په ټاپوګانو کي (چي د هلمند سيند غاړې هم ورڅخه مراد دي) مېشت دي دوی يوازي (لمر )  لمانځنه نه کوي او هغه ته اسونه قربانوي .

بل داچي دګرشاسپ بابا لمسی رستم پهلوان چی کله د اسفنديار سره جګړه کوي فردوسي او ګرديزي يې په زين الاخبار کي پوره داستان او علت راوړی هغه داچی ګشتاسپ د اسفنديار پلار د ارجاسپ توراني تر جګړې تر راستنيدو وروسته اسفنديار ته وايې چي (رستم جهان پهلوان) راڅخه سرکښه سوی دی او هغه زما اطاعت ته راوړاندي کړه ترڅو دشاهۍ تاج تاته دروړاندي کړم . اسفنديار هم ناچاره هيتومنت (هلمند) ته په رستم پسې راغی  (په اغلب ګمان رستم به داوخت په زينداورکي ؤ) ([4])

کله چي اسفنديار رستم ته راورسيد رستم په لمر لمانځنه بوخت ؤ ترلمانځني وروسته رستم د اسفنديار هرکلی وکړ ، خو اسفنديار په ځواب کي ورته و ويل چي زه مي پلار (ګشتاسپ) را استولی يم ترڅو ته زردښتي دين ومنې کنه زماسره به مي پلار ته ځې که داهم نه وه ښايې ترمنځ موجګړه پيل سي بياکه هريوبريالی سو معلومه به سي . رستم ورته و ويل چي زردښتي دين بيخي نه سم منلای ځکه له(ګيومرث) څخه ترننه پورې دا دين(لمرلمانځنه) لرم او اوس بل دين نه غواړم .([5])له پورته سند څخه څرګنديږي چي (رستم جهان پهلوان) پلار او نيکونو يې لمر لمانځنه کول (نه) بل دين ، ځکه ساکانو له زردښتي دين څخه ډ ډه کول چي زردښت دوی کروندګرۍ ته بلل ، خودوی کوچي تو ب خوښاوه ،([6] همداسي د ګرشاسپ (= غرغښت ) او اميرکروړ دنسب لړيو ښودل د دوی ترمنځ د ډيرو قوي ، غښتليو او زړه ورو شخصيتونو لرل دي په ټولنه کي هغه چي دوی ته په ميراث کي پاته دي او د دوی دپهلواني (= نړۍ پهلوانۍ) لړۍ له زرګونو کلونو څخه يو په بل پسې د اسلامي دورې ترمنځنۍ دورې رارسېدلې ده لکه همدا غرغښت پهلوان ، زال پهلوان ، رستم جهان پهلوان ، سهراب(سور+آسب) پهلوان او داسلامي دورې امير پولاد او امير کروړ جهان پهلوان دلته سړی په پوره ډاډ ويلای سي چي امير کروړ دخپلو نيکونو له درکه په سيمه کي د جهان (پهلوان) په لقب يادسوی او همداسي د کروړ په لقب چي مانا يې سخت ده ياد سوی دی چي په دې سره شک نه پيداکيږی چي امير کروړ دي د ګرشاسپ (= غرغښت) له اولادې څخه نه وي ، بلکه همدا سور يا زور د زنداور ياجبل الزور ( دزور دالهي ټاټوبې) ته منسوب او  دوی به جغرافيايې لحاظ د همدې يو ې غرنۍ سيمي او سېدونکي وه چي په تاريخ کي دغو شاهانو ، ملوک جبال ، پهلوانانو او سوري يازوری کهاله په نوم ياد سوی دی په وروستي کی هغه مهم ټکی چي د امير کروړ او ګرشاسپ (= غرغښت) بابا د نسب دلړۍ کړۍ سره نښلوي هغه دګرشاسپ بابا يا غرغښت بابا په نوم کي د (ګر) او (غر) لرغوني کلمې دي ( د آس يا اسپ ) کلمو ورستاړي، دګرشاسپ بابا د بل لقب سام څرک  ، د دې لړۍ په اسلامي دوره کي چي البيروني پخپله سام د ګرشاسپ يا غرغښت بابا لقب ګڼي د دې څرک په اسلامي دوره کي لکه د سلطان بهاء الدين سام په نوم کي دسام وروستی لقب او همداسي هغه الهي عطاچي دوی ته ورکړه سوې هغه د دوی غښتلتيا او پهلواني ده چي په سيمه حتی د اروپا ترځينو برخو پوري يې سار نه درلود دبېلګي په ډول ګرشاسپ جهان پهلوان ، رستم جهان پهلوان او سوراب جهان پهلوان او همداسي د اسلامي دورې دلومړيو اميرکروړ جهان پهلوان چي تريونان ، روم ، بين النهرين ،هند او چين پورې يې په غښتلتيا کي ساری نه درلود ، لکه د ګرشاسپ (= غرغښت بابا) کار نامې او جهان پلوانۍ چي حتی د روم د قيصر لور ميرمن اهرن ګټل او نوري سرښند ني همداسي د رستم پهلوان تر او ستونزو د تيرېدوداستان او له تورانيانو، هنديانو ، چينايانواو اوسني ايرانيانو سره د نومړې دبري او غښتلتيا داستانونه او د ديبانود وژلوکيسې د يادولو وړ دي ،په همدې توګه دسوراب (سهراب) غښتلتيا چي لالسکلن ؤهيڅ يوه غښتلې ځوان په غيږه کي نه سوراچپه کولای دېته ورته د اميرکروړجهانپهلوانسيميزغښتلی شخصيت چي پټه خزانه کي ليکي :(اميرکروړډېرغښتلي اوپهلوانوچي جهان پهلوان يې باله په يوه تن له سلو جنګاليو سره جنګيدی) يې کروړ باله چي معنی يې ده کلک او سخت . ([7])

پورته بېلګوته په کتلو سره په قوي احتمال سړی ويلای سي چي  امير کروړ جهان پهلوان د نسب لړۍ ترداستاني او حقيقي شخصيت ګرشاسپ (= غرغښت بابا) پورې رسيږي او همدايوه لړۍ او کورنۍ ده چي د روستيو غښتلو څخه يې د هند فاتح شېرشاه سوري بللای سو .

اخځلیک او لمنلیک:

  • [1]ــ علامه پوهاند حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ او شريف الله دوست سرواني د زنداور۱۶مخ.
  • [1]ــ تاريخ سيستان ، ليکوال ناڅرګند ،مخ ۳۳.
  • [1] : له سهاک ، ضحاک ضحاکه افسانه جوړول ایرانیانو کړي ، هو په عربو کې کوم شخص دضحاک په نوم پادشاه تېر سوی دی وروسته عربی ضحاک او پښتو سهاک توپیر سوی دی په دې اشتباه کې ایرانیان هم لویدلي دي.(خادم ،لرغونې پښتانه قومونه،۹ مخ)
  • [1]ــ زين الاخبار ګرديزي ، دکتر رحيم رضاده ملک په حواشي ، مخ ۷۸.
  • [1]ــ زين الاخبار ،مخکنی اثر ، مخ ۷۹.
  • [1]ــ پوهاند دوکتور مجاور زيار پښتو پښتانه د ژب پوهنې په رڼاکي ، له ساکي مخيني سره ، ۱۳۷۹ ،۳۷.
  • [1]ــ پټه خزانه ، علامه حبيبي چاپ ، مخونه ، ۱۰ ــ ۶. 

11 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *