اعلان

Categories
اعلان

د شــــــعر ترجمه/ استاد ســعدالدین شپون

28.01.2013

تېره اونۍ، دلته واشنګټن کې د اسلامي صنایعو نندارتون ته تللی وم. هلته له اسطرلاب نه نیولې ترساعت او نورو پورې دهغو صنایعو بېلګې ایښې وې چې د تېرو پېړیو مسلمانانو جوړ کړي وو، بیا غربیانو کاپي کړل.

دا منل شوې او روا ده چې سړی له خپل ګاونډي، له بل ملک او بلې ژبې نه نوې تجربې یادې کړي، ان له چینه علم یاد کړي.

خو ما سره له ډېره وخته، له لسیزوسودا وه چې د نورو د ثقافت زده کړه څنګه؟ یجوز که لا یجوز؟ یوه اوزبک له پښتنو شکایت کاوه چې موږ چې هلکان ګډوو تاسې راته بد وايئ خو چې تاسو ګډېږﺉ بیا ورباندې د/ اتن مولي/ نوم ږدﺉ. هغه ورځ ټلوالو هم په ودونو کې د ملي اتڼ په ځای د قرصک تجویز کړی و. د مهاجرت په کالونو کې پېښور کې د کوم افغان په واده کې زه، حکیم تڼیوال، رسول امین او څو نور افغانان په غربنده اتڼ سر وو ، چې د اسلامیه کالج یو استاد زه له مټې ونیولم، کونج ته یې کړم، راته ویې ویل چې خپل نور ملګري هم له اتڼ نه را وباسه چې موږ مو پنجابیانو ته په شرمو وشرمولو. دغه استاد ویل چې اتڼ ته دلته بنګړه وايي، چې ستاسو په شان اصیلو استازانو سره نه ښايي.

اېله مې پام شو چې دا سړي له خواخوږۍ موږ ته دا خبرې کولې. حیران شوم چې:

یا هغه پښتانه نور وو دا څه نور دي

یا د خدای دی په دا هسې شان فرمان

ما کابل کې په خپلو ګنانګارو غوږو د محمدګل مومند بابا نه اورېدلي و چې دریشي او نکټايي واغوندئ، نورې جامې چې چېرته رواج وي، هغه ورسره ومنئ خو تل به د پښتنو دوه نښې ساتئ. یو اتڼ دی، چې مو یادوي چې په ښادۍ کې به یې چې موقع برابرېده هیله پرې نه کوﺉ، او بل مو باید یو څو پښتو لنډۍ تل یادې وي. د قدیر فهیم روایت دی چې خپله مومند بابا به حتې په مسکو کې تل یو خړ څادر په بازو ګرځاوه.

او پېښوریانو دلته اتڼ راته د ډمانو مشغولا کړه.

اوس هم کله وایم چې دا هندي راګ، دا د فتح علیشاه قوالي، دا د هندو جګدیش نعتیه کلام، د خدای سېزلي راوی شنکر سېتار، دا عربي، د زیار په وینا، خېټ نڅا، بېلي ډانسنګ که لا یجوز هم دي ډېر کله د ډېری افغانانو بلکه مسلمانانو ولې خوښېږي؟

زه یې په نورو کې نه یم د نورو ادبیات، ناولونه او شعرونه مې کله کله خوښېږي، لولم یې او پسخیږم چې نورو همژبو سره یې شریک کړم. خو چې ترجمه کوم یې، هسې بېخونده شی تر جوړ شي، ټکنی شم چې چاپ ته یې واستوم که نه؟

هغه خوند چې زه ترې اخلم لوستو نکو ته یې ورلېږدولی شم که نه؟. تجربې مې ډېرې کړي. زما کولمې پرې تویېږي خو آخری نتیجه یې داسې شي لکه بوس. هېڅوک د ښو او بدو تبصره پرې نه کوي.

پخوا تر دې چې نمونې ورکړم دومره به ووایم چې هنري تخیل او ارزښتونه که له یوې خوا کلتوري او محلي وي، د یوې ژبې او ثقافت دننه ځلېږي، له بل لوري په ټولو بنیادمانو کې شریک هم دي، سعدي صیب ښه فرمایلي چې

بني ادم اعضای یکدیګر ند    چه در افرینش زیک جو هرند(ګو هرند).

درد، غم، غو سه، خوشالي …. په تولو کې شریک دی .

چو عضوې بدرد آورد روز ګار     د ګر عضو ها را نما ند قرار.

په دې دومره پښتو اشعارو کې چې په تېرې لسیزې کې ما لوستي، یواځې د یوه شاعر د یو اثر هنري ارزښت ما ته بېخونده ښکاره شوی چې له مور نه د یوه ځانمرګي د خدای پامانۍ د ښکلي ښودلو تکل ورکې شوی دی.نور ټول د ژوند د بېلو برخو ښکلا ښکاره کوي. تر اوسه حیران یم چې دې شاعر په ځانمرګي کارنامې کې څه هنر لېده. د شهادت د سرښندنې لېوالتیا خو حماسي ښکلا لرلی شي، مګر ځان وژنه ما ته تل د چرسیانو او مغزو مینځلو کار ښکاري او اسلام یې هم منع کوي (یا به زه نا خبره یم). نو لکه رحمان بابا چې وايي: ته په ورځ د عاشورې به څه اختر کړې؟ دا نظم چې ما یاد کړ د یوه ژوندي شاعر و.چې هره خوا یې اړوم را اړوم هنر نه ترې جوړېږي. د جهاد په کا لونو کې د اسلامي حزب امیر، ګلبدین حکمتیار صیب ما سره د شهادت په باب مرکه کوله. آخر کې یې وویل چې« زما دعا دا ده چې زه هم د اسلام په لار کې شهید شم.» ما هم د زړه له اخلاصه ورغبرګه کړه،« آآأ مین». نه پوهېدم چې زما ګناهګار دعا نه قبلېږي مګر دا ځانمرګي په کې نوې راووتله، بلکه اکثر فکر کوي چې دا کوم قسم ګولۍ یا شربت دي چې آی اېس آی یې ناخبره افغانانو ته ورکوي، او ځینې فلمونه ورباندې ګوري چې هلته جنتونه دي، حورې دي، حلال شرابونه دي، د کبابو ځزا خېژي، ټول نعمتونه دوی ته تیار اوڼل شوي، بس ځان والوځوه ، ورځه. نو بیا ورته ټوله دنیا د نخشب څاه شي چې د یوې چاودنې سره به یې رڼا پړک وهي.

اوس به نو ستون شم خپل ژباړلي شعر ته. دا د انګلستان د مشهور ډرامه لیکونکي، ویلیام شېکسپیر دی چې د مکبت په ډرام کې یې لیکلی. مکبت یو باچا دی چې یې ارګ د خپل حریف تر برید لاندې دی، ګویا د ا یې د ژوند وروستۍ شېبې دي:

دا به هم ووایم چې زما په هره لیکنه د ښو او بدو بېدریغه قضاوت کېږي خو لس دوولس شعرونو ته چې د نورو مې ترجمه کړي، یاران ثم بکمن دي.

سبا ته او سبا ته او سبا ته

هره شېبه (لکه زنځه) تر وروستۍ سلګۍ پورې

دې نېشتوکي سټېج ته پاس ورښوییږي.

شوا روز، زموږکارهمدا دی چې

تر لحده پورې

بېړاګانو ته لارې روڼا کړو

مشال ورته ونیسو

د لنډکۍ شېبې مشالونو! تاسوخو دې ورک شئ

ژوند نور څه نه دی، هسې یو ګرځنده سیوری دی

یو نالایقه لوبغاړی دی،

سټېج ته راوخېژي

خپل نوبت لکه ګونګی په ګوڼ ګوڼا تېرکړي،

بیا نو لادرکه شي چې څوک یې مخ نه ویني

ژوند مازې افسانه ده چې یو بېړا یې موږ ته تېروي

له هیاهوی او شورو بګت نه ډکه، معنی یې هېڅ.

————————————————–

د ونو غږ/ شاعر: رابرټ فراسټ

| پنجشنبه, 23.09.2010, 05:48 AM |   (13 لیدل شوی)

  ژباړن: استاد سعدالدین شپون

زه ونو ته اریان یم،

دا ولې زموږ ارمان دی چې مو شامدام د ونو غږ اورېدلی

له هر بل غږ نه زیات،

د اوسېدو ځای ته مو دومره نژدې

هره ورځ یې ننداره کوو

په هرې ښادۍ   کې مو شریک.

باد ته یې غوږ نیولی وي

تل د تګ ګواښ کوي

مګر هېڅ را نه تلای نشي

هر څومره چې پوهېږي

له خبرو نه پاتې کېږي

حتی اوس غواړي ووایي

زما پښې په مځکې خښې دي،

اوڅڼې مې په اوږو زانګي

ځینې وختونه چې

د کور له دروازې یا کړکۍ

ونې وینم چې   ټالۍ خوري

زه هم کوم پلو ته د تګ تابیه نیسم

دا بېباکه انتخاب به خامخا کوم (یوه ورځ)

یوه ورځ به د ونې غږونه اوچت وي

هره خوا به څانګې ارتوي

چې پاس په سر سپینې ورېځې و شړي،

خوزه به په کې هېڅ نشم ویلی

زه به تللی یم.

هغې کاسیرې ته چې زما شعرونه یې غلا کړل

| سې شنبه, 19.10.2010, 01:14 PM |   (18 لیدل شوی)

ژباړن:استاد سعدالدین شپون

شاعر: چارلزبوکاوسکي

ځینې وايي

موږ باید شخصي احساسات په شعر کې داخل نه کړو

وايي شاعردې په مجرداتوغږیږي،

په دې خبرې کې یو څه معقولیت شته

خو خالقه پرودګاره!

زما بسته دوولس شعرونه ولاړل،

او زه یې کاربن کاپيانې هم نه ساتم

وا کاسیرې!

زما د تصویرونو ګلالۍ تابلوګانې دې هم یووړې،

خراب دې کړم

زما بربادۍ ته دې ایښې ده؟

ولې دې پیسې نه اخیستې ؟

نور خو همداسې کوي

بس سړی نشه وېده وي،

پتلون کوت کوت په ګوټ کې پروت،

بل ځلي چې راځې نو مې لاس له مټ نه غوڅ کړه

خو شعرونه مې مه غلا کوه.

زه البته شکسپیر نه یم

مګر یو وخت به دا شعر نه وي، نه به مجرد وي، نه بل قسم

تر څو وروستی بم راپرېوځي

پیسې او فاحشې، او نشه یان به تل وي

مګر خدای پلتۍ وهلې ناست و، ویل یې:

زه وینم چې ولې؟

ما د خره د مرګه زیات شاعران هست کړي دي

خو دومره ډیر شعرونه ،نه.

2 comments

  1. Panjab Dokhman Reply

    پختون ډیر بې غیرته او ډارن قوم ده.

    شپون صیب
    دتاسو ادبی خبری زما ترسویې لوړی دې ځکه چې زه پوځی سړی وم دې زبې دې ادب سره می کار نه وه. دټپی کیدو روسته د ې درملنی دپاره بهر ته راغلم او همدا زای می دژوند دپاره غوره کړ. خاص کار نه لرم یاخو میاشتې وشوی چې پیزیو تراپیانی کوم او یا خو زیاتره وخت یوټیوب ګورم.
    تاسو به حتما وایې چې زما خبری ستاسی دلیکنې سره سه ربط لری؟
    تاسو واشینګتن او دملی اتڼ پر زای دقرصق ذکروکړ.
    که زه یوه خبره وکړم نوستاسو په شمول پختانه به نه رانه خفه کې ګی . هسی نه چی زه دوطن اوخلقو پروا نه لرم په همدې لاره کی می خپله ځوانی عیبی کړه.
    زه خو وایم چی( پختون ډیر بې غیرته او ډارن قوم ده. )ولې ؟؟؟؟
    دپختو ضد دیوه کل شفیع عیار خوله نه شی بندولی دپختنو پرضد ددی سړی خبری ماته دکلمو پیج را اچوی.
    په یوه پروګرام کې یی دمونګ دملی اتڼ پرخلاف غوری کولی. په بل پروګرام کې نورې…
    ځنی خلګ وایی چې دعیار خبرو ته سوک ارزخت نه ورکوی خوداخبره ریختیانه ده. یوټیب به په سوونوکلونو پاته وی زمونګ نوی نسل او بهرنیان به له همدی استفاده کوی. او دده زهرجنی خبرې به زموږنګ تاریخ وی.
    پختانه زکه بې حمته او ډارن دی چې یاخو دي دې سړی ته خه لت ورکړی او یاخو دې سره راټول شی يو ټیوب ته دې شکایت وکړی چې شفیع عیار نه یوازی دافغانانو تر منځ کرکه نفرت پيدا کوی بلکی دافغانستان ملی ارزختونو ته په سپکه ګوری.
    په امریکا کی میشت افغانان دا کار په ډیره آسانی کولای شی
    دماانګلیسی جبه نه زده کنه دعیار خوله می بندوله. دلته سو کسانو سره خبرې وکړې هغه وخت یې هو وکړه
    خو بیا معلوم نه شول.

  2. حسن Reply

    استاد شپون ته د الله ج اوږد او له روغتیا سره همدسې مثمر ژوند ورکړي ترڅو د دوی له سحر لرونکي قلم او فکر نه خواږه او خوندور مطالب ولولو . زه شاعر نه یم خو فکر کوم له اصلي شعر نه به ډېر خوندور او ښکلي ژباړل شوی وي. تاسو ته ښه روغتیا غواړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

اعلان