Categories

اعلان

Loading…

په نارینه وو کې اضافي ویښتان

د ډاکټرسباوون ځواب

 زما په بدن ډیر زیات ویښتی دی چې شا په تیره بیا ډډه اوسینه مې دواړه ترې زیات ډک دي ان ترستوني پورې راختلي دي او دسر د ویښتانو هومره دی چی ډیر سخت ورڅخه تنګ یم او خصوصا په اوړی کې مې سخت تنګوي یعني سوی کوي.

ځواب :

په نارینه وو کې له بلوغ وروسته د ويښتانو ریشه د جنسي هورمونونو(تسترون ) تراغیز لاندې راځي او ویښتان له نرم او نازک حالته په پنډو ویښتانو بدلیږي دغه حالت په بیلابیلو کسانو د هغوی ارثي فکټور ته په پام سره توپير کوي ځینې کسان ډیر او ځینې کم ویښتان لري د بدن په ځینو برخو لکه تخرګونو، ټټر، نس، ملا پښو او ځینو نورو برخو دویښتان شنه کیدل طبیعي دي او اضافي ویښتان نه بلل کیږي خو که تاسو ترې کرکه کوئ او یا مو نه خوښیږي په بیلابیلو لارو هغه لیرې کولاي شئ تراوسه پورې داسې کومه لاره نه ده موندل شوې چې دغه ویښتان داسې ورک کړي چې بیخي شنه نه شي که تاسو ترې کرکه کوئ کولاي شئ هغه وخریئ اویا ېې په بیلابیلو رودو ځان له شره خلاص کړئ مثلاً کریمونه او پوډر، سپرې ګانې، او لیزر شته چې کارولی ېې شئ چې نن سبا په ډیرو هیوادونو کې نارینه هم له دغو رودو استفاده کوي البته تراوسه پورې ددې ستونزې قطعې معالجه نه ده شوې خو دغه خبره هم باید وکړو چې دا یوه ناروغي هم نه ده چې علاج ېې وشي بلکه پربدن د اضافي ویښتانوستونزه تر نارینه وو ډیر میرمنې کړوي او هغوي ځوریږي خو که شتمن یاست ددې ستونزې دخلاصي یوازیني لاره لیزر دی البته ډیره ګرانه روده هم ده .

د دې ستونزې دعلت په هکله باید ووایو چې دویښتانوپیاز دتستوسترون   په نامه دیوه هورمون په وسیله تحریکیږي دغه ډول هورمونونو ته اندروجن یا مردانه هورمون وايي چې په نارینه ووکې ېې سویه لوړه وي خو په ښځو کې هم په طبیعي توګه په کمه سویه موجو د وي خو ځینې وخت په بیلابیلو علتونو دغه سویه په میرمنو کې هم لوړیږي اوپه دې ډول ددې سبب کیږي چې دویښتانو پياز تحریک او ویښتان په مخ کې له حده زیاته وده وکړي .

لکه چې وویل شول دغه هورمونونه په نارینه وو کې په بیضو کې تولیدیږي خو له دې چې میرمنې دغه اله نه لري نو دغه هورمون په میرمنو کې   په تخمدانونو ، دپښتورګو په سر په دوغدو ،او په مازغو کې دهیپوفیزپه نامه په یوې غدې کې تولیدیږي دمثال په توګه کله چې په تخمدان کې یو کیست پيدا شي دغه میرمنې ښايي د هورمونو دزیاتیدا له امله په مخ کې اضافي ویښتان پيدا کړي نو غوره ده په دغو میرمنو کې داضافي ویښتانو دپيدا کیدا اصلي علت پیدا شي .

ددې لپاره چې نورعلتونه رد شي غوره ده یو ځل ډاکټر ته ورشئ که کومه بله ستونزه نه لرئ له دې ستونزې سره جوړ شئ دمخ د‌ډکیدا په هکله هم تراوسه کومه خاصه روده نه ده وړاندیز شوې البته سمه تغذیه او دډیرو اوبوڅښل له تاسو سره مرسته زه تردې زیات په دې اړه دویلو لپاره کوم شی نه لرم .

په دې هکله مخکې هم خبرې شوي د اضافي ويښتانو ترسرلیک لاندې ېې لوستلی شئ .

په درناوي

ډاکټر سباوون

1,241 total views, 2 views today

1 comment

  1. خسرت جان Reply

    سلام ورور جانه

    ګرانه په ډيرى بخنى سره وايم
    چى د ښځو د مخ ويښتان که چيرى ډير قوى وى پوډرو سپرى يا داسى نورو شيانو سره لرى نه شى بايد سه وکړى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2