Categories

اعلان

Loading…

له طالبانو سره مخالفت کول د استعمار مخالفت دی/ محمد هلال سمسور

کله چې د طالب خلاف خبره وکړې نو طالبان  او نور ذهني آمیان سمدلاسه په تاسې د  کفر ټاپه لګوي، تاسې د امریکا ډالر خور او یا مو د صلیبیان حامي بولي. هغوی فکر کوي چې طالب د امریکایانو خلاف دي او طالبان په ریښتیاغواړي، چې امریکایان له افغانستان څخه وباسي. څوک چې د طالب مخالف دي هغه په دې مانا چې په افغانستان کې امریکایان غواړي او په افغانستان کې د اسلامی شریعت مخالف دي.

د نړۍ هر عاقل او بالغ انسان ته دا باید واضح وي چې پردي او بهرنیان زموږ نه وروڼه کېږي. “پردۍ غوښه په ورانه نه نېښلي”. امریکایان افغانستان ته زموږ د ساتنې او زموږ د خیر ښېګړې لپاره نه دي راغلي او امریکایان د اسلام او افغانانو دوستان نه دي. امریکا په هېڅ ځای کې داسې حکومت نه غواړي، چې په راتلونکي کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي. امریکا د نړۍ د ستر ځواک په توګه نړیوال اهداف لري او د خپل نفوذ پر وړاندې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی په مخ کې خنډ واقع شي. امریکا د خپلو اهدافو لپاره له هر چا او هر فکر څخه په ډېر هنر او مختلفو طریقو استفاده کوي.

همدغه امریکان نه وو چې د شوروي خلاف یې د افغانستان جهادي رهبران حمایه کړل؟ کله چې روسان مات شول، هغوی یې یو بل ته ورتوش کړل او په افغاني ټولنه او اسلامي نړۍ کې یې منفور کړل او بیا یې د سعودي او پاکستان په مرسته طالبان راپورته کړل او د مجاهدینو لمن یې ورټوله کړه او د هغو حکومت مخه یې ونیوله چې ښايي په راتلونکې کې د امریکا لپاره ګواښ وی. تاسې د طالبانو په لاس د کابل تر نیولو مخکې د طالبانو په اړه د امریکا خپرونې وګورئ چې د طالبانو څومره هسکه وايي او څومره صفتونه یې کوي؟ په امریکا غږ او بی بی سي کې د طالبانو ترانې نه خپرېدې؟

همدا اوس تاسې ټول او په ځانګړي ډول طالبان نه وایاست چې د داعش (اسلامي خلافت) ترشا د امریکایانو او انګریزوان لاس دی؟ د اسلام نوم بدوي، مسلمان یو پر بل وهي او په راتلونکي کې د اسلامي نړۍ د یووالي مخه نیسي. که داسې نه وي نو تاسې طالبان یې ولې مخالفت کوئ؟

امریکایان افغانستان ته راغلي او هېڅکله نه غواړي چې له دې ځای څخه ووځي. په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هم قانوني بهانې لټوي او هم نامشروع لارې چارې لټوي. مشروع بهانه یې له حکومت سره قرارداد لاسلیکول وو او نا مشروع بهانه یې په پټه د پردې ترشا د طالبانو حمایت دی.

دا سمه ده چې په افغانستان کې همدا اوس فساد ښه په درز کې روان دی، نور داسې کارونه شته چې د افغانستان په تاوان او د اسلام خلاف دي، په افغانستان کې بهرنیان واک او راج چلوي، په هر څه کې مداخله کوي. مګر دا باید ثابته کړو چې آیا دا طالب په ریښتیا هم د امریکا خلاف دی او له افغانستان څخه د بهرنیانو شړل غواړي او که نه [طالبان] هغه وسیله ده چې امریکا د ځان لپاره بهانه کړې ده… په تېرو پنځلسو کلونو کې موږ ونه لیدل چې یوازې هغه طالبان وژل کېدل چې امریکایانو ته به یې صدمه رسوله؟ ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو مشران په کوټه، کراچۍ، پېښور، میرانشاه…. کې دي، یوه ورځ امریکايي بې پېلوټه دې ښارونو ته سر ورښکاره کړ؟ د امریکا هغه ۱۳ زره ملیونه ډالر چې پاکستان ته یې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره ورکول، آیا امریکا نه پوهېده چې دا پیسې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کاروي؟ د افغانستان عام خلک سلګونه داسې مثالونه لري چې امریکایان طالبانو ته وسلې ورکوي!. بېوزله پولیس چې د طالبانو لخوا ونیول شي په همغه شیبه وژل کېږي خو امریکایی زنداني پنځه کاله ژوندی ساتل کېږي او بیا خوشي کېږي.!!

جګړه د پیسو په زور کېږي، همدا اوس زرګونه طالبان په پاکستان کې اوسېږي، په هېواد کې دننه ډلې او ګروپونه لري، ښې وسلې او امکانات لري، په نړۍ کې کوم داسې اسلامي هېواد شته چې دومره پيسې طالب ته ورکړي؟ د افغانستان نظامي لګښتونه د کال ۴ زره ملیونه ډالر دي. دا درې زره ملیونه ډالر یې فساد وبوله. طالبان خو باید د کال زر ملیونه ډالر ولري. دا زر ملیونه په چندو راټولېدلی شي؟!!  تاسې د نړۍ مالي او بانکي حسابات وګورئ، هره پیسه چې له یو هېواد څخه بل هېواد ته انتقالېږي د نیویارک د بانکونو له لارې څارل کېږي.

نو ټول افغانان باید په دې پوه شي چې طالبان په شعوري او یا لا شعوري ډول د امریکا د استعمار بل اړخ دی. امریکایان وايی ترڅو چې په افغانستان کې جګړه وي موږ به همدلته یو. له بلې خوا په مسقیم او یا غیر مستقیم ډول طالب ته وايي چې آفرین [وايه ترڅو چې دلته امریکایان وي زموږ جهاد به ادامه لري]. د جګړې دوام د امریکا غوښتنه ده. که طالب په ریښتیا د امریکا دښمن وای نو هسې لار به یې نیوله چې د امریکا د مصالحو خلاف وي.

جګړه چې نه وی امریکايي ته په افغانستان کې اړتیا نشته او دا اړتیا او بهانه طالب امریکايي ته په لاس ورکړې.  طالبه تباه شې چې په افغانستان کې د جګړې بهانه له منځه لاړه شي.

290 total views, 1 views today

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    سمسور صاحب! د مور شیدې. ښه لیکنه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2