Categories

اعلان

Loading…

طالبانو یو محصل له برمته کولو وروسته په بې رحمۍ وواژه

تاند- وسله والو طالبانو د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال یو محصل په د میدان وردک ولایت کې د عامو خلکو په وړاندې اعدام کړ.

وسله والو طالبانو د پولیتخنیک د څلورم کال محصل فضل الرحمن، چې په چک ولسوالي کې د خپلې کورنۍ د غړیو لیدو ته تللی و، د پنجشنبې په ورځ له موټره کښته کړ او د جمعې په ورځ یې د خلکو په مخکې په دار وځړاوه.

د وردک د والي ویندوی عبدالرحمان منګل فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د سیمې مشرانو هڅه وکړه چې طالبان له دې جنایته راوګرځوي خو وس یې ونه رسېد.

منکل وویل«طالبانو پر دغه محصل تور پوري کړی چې د چک ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو د استخباراتو رييس ملا میرویس وژلی دی.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د پولیتخنیک د محصل وژنه تایید کړه، ویې ویل چې د دې بې رحمانه قتل د عاملانو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دې قضیې په اړه پلټنه کوي.

483 total views, 1 views today

5 comments

  1. dawud Reply

    زه طالبانو ته وایم چې په اوله کې امریکایانو له عرب بهر څخه هدفونه په نښه کول او له منځه یې وړل، آیا په رښتیا اوس چې دلته راغلي هم دي تاسو له منځه نشي وړلای؟ صرف دغه خبرې ته که فکر وکړئ او دغه پوښتنه ځواب کړئ چې تاسو اوس د خدای لپاره یا هم د امریکا لپاره جهاد کوئ

  2. هلال Reply

    د طالبانو بی رحمی به نوره څنګه وي

    په یوه اونۍ کې ډاکټر میرویس مړ شو. په همدې اونۍ کې د ننه انجینر فیض محمد د امتحانونو په شپو ورځو کې له کابل څخه سیدآباد ته لاړ او هلته تحقیقات تری وشول او بیا چک ته یو وړل شو او په همدي اونۍ په دار شو
    افسوس د محصل په اړه….

    لعنت، لعنت طالبه!!!!

  3. افغان فضل الرحمن وردک Reply

    نن به یو بل مظلوم په دار خیژي ــ سزا دهر څه له ما خوار خیژی
    پرون ئې هغه مړکړ، نن دئ مړکړ، سبا ئې بل یا ئې زه۰ څه ئې ګـــــــــټــــــــــــه؟ هـــــیـــــڅ او هـــ‎‎ـــیـــــڅ۰

  4. Alakozay Reply

    د افغانستان چارواکی په شرابو او فحشا باندی مصروف دی او وردګو بیچاره او مطلوم خلک حلالیږی دوی د ووایی چی په دا تیرو ۱۴ کالو کښی دوی د چک، جغتو او سید آباد په ولسوالی کښی عملیات کړی وی او هلته د پنجابی اولاد په خلکو داسی ظلمونه کوی چی نور خلک تر پوزی رسیدلی دی . داسی مفکر مو ږ څه کړو چی خلک د چرګانو په قسم مری مورانی بوریږی یو خو د وردګو د خلکو اقتصاد ضعیفه دی او خلک په ډیر تکلیف پر خپل اولا د تحصیل وکړی او بیا دداسی کفارو له لاسه په دار وځړول شی په . ټول پولیس او اوردو د طالبانو سره تړلی دی یو ځای میلمستیاوی خوری له دی معلومیږی چی دا په فساد کښی ډوب د بنو حکومت د وردګو د خلکو غم نخوری باید په خپله خلک لاس په کار شی د پنجابی اولاد جهنم ته واستوی اصلا غنی د وردګو سره ډیر تضاد لری او ددی تحصیل کرده او متخصص اولس نه دا ټوله فاسده کابینه بیریږی الله تعالی مو تاسو چارواکی او طالبان ټول تبا ه کړی

  5. اسلم Reply

    طالبانو الله مو تبا او برباد کړه

    طالبانو دا مو څه ظلم وکړ او دا مو څومره بی رحمی وکړه.
    الله پاک دې له تاسې دغه انتقام واخلي

Leave a Reply to اسلم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2