Categories

اعلان

Loading…

د هندوستان لوديان/ شهسوار سنګروال

د غور د دنګو غرونو اتلان نه يوازې د تاريخ په پاڼو کې ستايل شوي دي بلکې په کيسو او استورو کې هم د دوی يادونه شوې ده.

د دغو هسکو غرونو د اتلانو په لړ کې د لودي ټبر اتلان هم دي چې د غور په غرونو کې تم نشول او د هند تر نيمې وچې پورې ورسېدل.

موږ د نړۍ يو شمېر بېلابېل ټبرونه او وګړي پېژنو چې په لومړي سر کې يې ډېر وروسته پاتې ژوند لاره .خو د وخت په تېروېدو يې سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې ډېرې برياوې په برخه شوې.

که چېرې پښتانه د تاريخ په رڼا کې وڅېړو ډېرې داسې بېلګې مومو چې دغه ټبر له خپل ابتدايي ژوند نه را واخله تر پادشاهۍ پورې پړاوونه وهلي دي.

موږ د بېلګې په توګه لوديان يادوو ،چې له نن نه تقريباً زر کاله د مخه يې په ملتان کې د يوې واکمنۍ بنسټ کېښود. خو له بده مرغه چې د خپلو افغانانو له لاسه د غزنوي محمود په پلوی وځپل شول او د ملتان افغاني سلطنت يې ړنګ کړ.

همدغو افغانانو بيا د سلطان محمود د واکمنۍ د ټينګښت لپاره په سر کې همدغو لوديانو چې لودي ملک سليمان د بېلګې په توګه يادولی شو، د دوی په مشرۍ د هندوستان په غزاګانو کې برخه واخسته.

کله چې غوري شهاب الدين په هندوستان بريد وکړ بيا هم همدغه ملتاني لوديان وه چې چې د ده ملا يې وتړله او د لودي ملک محمود په ډېرو هاندو هڅو د لوديانو په مټ د غوري شهاب الدين نامتو سپه سلار بختيار خلجي په تبت او اسام بريالي بريدونه وکړل. له غوريانو نه وروسته چې د هند لوديان، ورپسې سوريان… له غلجيانو نيولې ان تر احمد شاه ابدالي پورې کله چې يو د بل پسې واک ته رسېدلي دي د ملتان لوديانو ونډه په کې د پام وړ ده.

هېڅ واکمن ټبر په ناڅاپي توګه واک ته ندی رسېدلی بلکې د خپلو خلکو په مټ او مېړانه، په خپلې سر ښندنې او ځان تېرېدنې يې د واکمنۍ جوغه پسر کړې ده.

«لودي بهلول په ناڅاپي توګه واک ته ندی رسېدلی بلکې همدغه پښتانه مشران وه چې يو نسل بل ته د دې وس برابر کړی دی چې يو د بل پسې پښتانه مشران د تاج و تخت څښتنان شي.»([1])

د تاريخ مرصع له څرګندونو نه ښکاري چې د سلطان بهلول د کارنامو په تړاو، د ده له قوله کاږلي دي چې په هندوستان کې د پښتنو زور او ځواک د نورو سيمه ييزو واکمنو په پرتله ډېر وه .نو ځکه خو لودي بهلول د خپل قوم په مټ واک ته ورسېد. «دا يو څرګند حقيقت دی کله به چې پښتنو واکمنو په هندوستان کې د واک د کمزورۍ تنګسه راغله نو دوی به پښتنو سيمو ته له پېښوره را واخله تر غزني او کسي غره شاوخوا سيمو پورې احوال ولېږه نو بيا به يې نور پښتانه ځوانان را وبلل…([2])

دا کار لودي بهلول هم د خپل واک او ځواک لپاره کړی دی چې په هندوستان کې د خپل قدرت لمن پراخه کړي .لودي بهلول د تاريخ مرصع په حواله ويلي دي:

«پخپل ملک کښ عمر په عسرت او فقر تېره وي غواړم چې دوی له وطن را طلب کړم او منصب جاګير په هندوستان کښ ورکړم چې له تنګۍ او تنګ خرڅۍ څخه خلاص شي او زه هم به په قوت او په مدد د دوی په خپلو غليمانو غالب دست شم واړو په فکر د بهلول افرين ووې… بې شماره پښتانه له کوهستانه دروه په ملازمت د سلطان راغلل.»([3])

لودي بهلول

لودي بهلول د ملک کالاخان زوی د بهرام لمسی د احمد کړوسی د شاهوکودی کېږي. چې شاهو بيا د اسحاق زوی او د پړنګي لمسی، د سياني کړوسی او د لودي کودی کېږي.

دا چې د لودي بهلول تېرسوي،څرنګه تر هندوستانه ورسېدل په دې اړه د افغانستان د قومونو په تاريخ کې راغلي دي: «د فېروز شاه د واکمنۍ په مهال د لودي بهلول نيکه «بهرام» له خپل مشر ورور نه خپه شوملتان ته لاړ. نوموړی هلته حکومتي ملازم شو خو کله چې خضر خان د فېروزشاه لخوا د ملتان په حکومت وټاکل شو ،بيا خضر خان ته ورغی او هغه له ځان سره ونيوه.»([4])

کله چې د خضر خان دښمن ملو اقبال خان د لودي بهلول د تره لخوا له مينځه لاړ نو خضر خان ده ته د «اسلام خانۍ» او د هند وياړلی باوري لقب ورکړ او د «سرهند» حکومت يې هم ور وسپاره.

سلطان شاه خپل ورور ملک کالا خان د بهلول پلار بيا د ملتان له صوبه دار «نصرخان» سره ملازم کړ.

لودي بهلول په داسې مهال په ملتان کې زوکړی شو، چې مور يې دخونی دولېدلو له کبله په ۸۱۴ هـ کال مړه شوه او بيا د مور له مړينې وروسته وزېږېد.

د ده له زوکړې نه اووه (۷) کاله وروسته تره يې سلطان شاه د خضر خان لخوا د سرهند حکومت مشر وټاکل شو. نوموړي پرته له ملک کالاخان نه نور ټول وروڼه له ځان سره سرهند ته يوړل. د بهلول پلار کالاخان په ملتان کې وه چې له بده مرغه له نيازيو پښتنو سره په يوه جګړه کې ومړ.

د لودي بهلول تره اسلام خان چې وروسته د ده خسر هم شو د خپل مشر ورور کونډه يې له ځان سره سرهند ته يووړه، په لوی خان اسلام خان بهلول دومره ګران وه چې ټولو به له ډېره نازه«بلو» باله. همدغه بلو وه چې په لودي بهلول ياد شو او په پای کې د هندوستان ټولواک شو. 

لودي بهلول لومړی د اسونو سوداګري کوله او د خپلو ترونو هريو د اسلام خان او فېروز خان په باور به يې له پښتونخوا نه اسونه راوستل او بيا به يې په هندوستان پلورل.

د ۸۳۷ – ۸۴۷ هـ کالو په مينځ کې لودي بهلول دومره مشهور شو چې د خپل اکا اسلام خان په پېژند ګلوی د سلطان محمد شاه حضور ته ورغی د ده اسان يې ډېر خوښ کړل او بيا يې په قېمت کې ورته د پنجاب د لويې سيمې ماليه ورکړه.

له يوې خوا د ملک بهلول زياتېدونکی شهرت وه چې د خپلې زړورتيا او ځيرکتيا له مخې يې له ياغيانو نه ماليه ټولوله او له بلې خوا د سلطان محمد شاه کمزوري وه چې د ده د واک لاندې سيمې يو د بل پسې پاڅېدلې.

سلطان چې د نوموړي زړورتيا وليده نو ده ته يې د هغې سيمې د ايل کېدو امر ورکړ چې کلونه کلونه ياغي وه. ملک بهلول په ډېره زړورتيا له هغو څخه ماليه هم را ټوله کړه او بيا بريالی ډيلي ته را ستون شو. دا هغه مهال دی چې اسلام خان خپله لور «شمسو بي بي» په نکاح ورکړه. له دې سربېره اسلام خان کوښښ کاوه چې خپل وراره له خپلو زامنو وړاندې وښيي دا ځکه چې ده په بهلول کې داسې څه ليدل چې د ده له مرګ نه وروسته ،دی کولای شي چې د سرهند حکومت اداره کړي.

همدا لامل وه چې په ۸۴۰ هـ کال کله چې اسلام خان ومړ، نو بيا يې د سرهند واک پخپل لاس کې واخست. ولې له بده مرغه چې د اسلام خان زوی قطب خان او کاکا يې فېروزخان له ملک بهلول سره مخالف شول.

خو ده کوښښ وکړ ،چې خپل تره په خوا کې ونيسي او خپل ځان پياوړی کړي .کله چې سلطان محمد شاه خبر شو نو بيا يې د ملک سکندر جنګ او نورو ځواکونو په ملتيا امر وکړ، چې بهلول لاس تړلی ډيلي ته راولي.

پښتنو چې دومره لوی ځواک وليد ،نو غوره يې وګڼله چې له سرهند نه غرو ته مخه کړي. کله چې ملک سکندر ډګر خالي وليد نو ځواب يې واستوو چې ولې مو مېنې پرې اېښې دي ؟راشی چې د خبرو له مخې ستونزې حل کړو.

بهلول پدې پوهېده چې دا يو غولوونکی ګواښ دی ،بيا هم تره يې ملک فېروز خان راغی ولې کورنۍ يې بيا هم بهلول او خپل زوی شاهين خان ته پرېښوده.

ملک سکندر او جسرت نه يوازې د فېروز خان په بند او د ده د ملګرو په وژنه اکتفاء ونکړه بلکې د دوی د کورنۍ د نيولو لپاره غرو ته مخه کړه .ډېر پښتانه يې ووژل ان دا چې د شاهين خان او د ده د ملګرو ککرۍ يې سرهند ته واستولې او بيا يې فېروز راوغوښت چې د خپل زوی ککرۍ درباريانو ته ور وښيي.

نو هره ککرۍ به چې فېروز خان ليده نو ورته به يې ويلې پېژنم يې. کله چې د زوی شاهين ککرۍ ورښکاره کړه ويلې نه پېژنم. د لښکر څو تنو وويل : دا سړی له موږ سره په ډېرې زړورتيا وجنګېد .نو بيا فېروز خان وويل  :هو، دغه ننګيالی پېژنم ،دا زما د زوی شاهين خان ککرۍ ده.

جسرت ورته وويل چې ولې دې د مخه انکار وکړ ؟ ما ويل نه چې په مېړانه نه وي مړ شوی .اوس شکر پوه شو چې مېړنی بهلول ژوندی دی ،هغه به هرومرو له تاسو کسات واخلي.

ملک بهلول له پښتنو ځوانانو نه يو پياوړی لښکر تيار کړ او په داسې حال کې چې تره يې فېروز خان هم له زندانه تښتېدلی وه . د تره زوی قطب خان هم پېښو اوښيار کړی وه ،نو ځکه دوی هم مټې را ونغاړلې او مېړني يې په ځان را ټول کړل.

د ډيلي حکومت د بري جشن ونيو او بيا يې نايب السلطنه شرقي ،چې په حسام خان هم يادېده د يوه لوی ،لښکر سره د لودي پښتنو د ځپلو لپاره سرهند ته را روان شو.

لودي بهلول د خضر اباد او شاهپور تر مينځ سيمه کې پرې خونړی بريد وکړ، نه يوازې يې د سرهند د پښتنو کسات واخست بلکې شرقي په ډېره بده ورځ مخ په ډيلي بېرته ستون شو.

بهلول پدې فکر چې د واک خپلول په توره نه ،بلکې يوه داسې سياسي چلند ته هم اړتيا ده ،چې دښمن داسې ووهي چې د ده ځواک ته پکې زيان و نه رسېږي.

نو په همدې بنسټ يې يو ليک سلطان محمد شاه ته واستوه ،چې زما او ستا تر مينځ سياسي بې باوري د حسام خان لخوا را مينځته شوې ده. ښه به وي چې نوموړي پر ځای حميد خان وټاکل شي او زه ستا هماغه پرونی نوکر يم.

سلطان د حسام خان کمزوري په خپلو سترګو وليده ،چې له جګړې نه تښتېدلی وه نو د ملک بهلول ليک يې ومنه نوموړی يې وواژه او پرځای يې حميد خان وټاکه.

لدې پېښې وروسته يو شمېر سيمه ييز واکمن زړور شول .په سر کې خلجي سلطان محمود دستي خپلې لښکرې پر ډيلي ور وخېژولې. سلطان محمد شاه ته چې د ملک بهلول توره څرګنده وه ،نو بهلول يې له سرهنده ډيلي ته وغوښت چې د «مالوي» د لښکرو په وړاندې ودرېږي.

ملک بهلول د خپلو شل زرو ځوانانو پرمټ د هغه مخې ته ودرېد. په دغه وخت کې د هند يوه بل سيمه ييز واکمن سلطان احمد شاه د مالوي په پلازمېنې بريد وکړ. سلطان محمود ډېر ژر په همدې پلمه ستون شو او بيا بهلول پرې برید پيل کړ، چې په پايله کې خلجي محمود وتښتېد او ډېرې وسلې او ولجې د لودي بهلول لښکر لاسته ورغلې.

لودي بهلول بيا جسرت ته مخ واړاوه او هغه بيا د سولې وړانديز وکړ او په څنګ کې يې د ډيلي سلطنت مبارکي هم ورکړه. نوموړي نه غوښتل چې له هر چا سره دښمني وکړي .نو د هغه وړانديز يې ومانه.

د بهلول له دغه بري وروسته له لاهوره نيولې تر پاني پټ پورې ملک پخپله ولکه کې را ووست. ولې کله چې سلطان محمد شاه د درباريانو په لمسون ،په ۸۴۶ هـ کال لودي بهلول د يوه ليک په ترڅ کې و ګواښه .نو دا وه چې د دواړو لورو تر مينځ اړيکې خړې پړې شوې.

 له دې کبله لودي بهلول دا غوره وګڼله چې ځان د سرهند سلطان اعلان کړي. ولې په دې هيله وه چې د ډيلي له نيولو وروسته به خطبه او سکه د ده پنوم اړول کېږي.

لږه موده ورسته د ۸۴۷ هـ کال په پای کې سلطان محمد شاه ومړ او په ځای يې زوی سلطان علاوالدين د «عالم شاه» پنوم پاچا شو.

د ده دواکمنۍ په مهال لا سيمه ييزې واکمنۍ ډېرې شوې ان دا چې د ډيلي په څو کيلومترۍ کې يو سيمه ييزه واکمنۍ د دريا خان لودي وه .که له يوې خوا سلطان بهلول په لاهور کې د خپل واک د پراختيا جشن نيوه او له بلې خوا يې غوښتل چې له کسي غره نه پښتانه مېړني د ډيلي د نيولو لپاره را وغواړي او دريمه دا چې د حميد خان لخوا ډيلي ونيول شو او خپل سلطنت يې اعلان کړ.

لودي بهلول په ډېرې چټکۍ ځان ډيلي ته و رسوه او کله چې له حميد خان سره وليدل نو ورته وې ويل پاچاهي دې مبارک شه. نو هغه ورته کړه زه يو سرتېری او ستا سپه سالار يم زما يې له پاچاهۍ سره څه!؟

په پای کې خبره دې ته ورسېده چې د حميد خان او بهلول په مينځ کې درباريانو داسې درز واچوه، چې لودي بهلول دې ته اړه شو چې بشپړ واک ترلاسه کړي. عالمشاه خپل ځان بهلول ته نږدې کړ او ځان يې تر دغه وخته قانوني پاچا ګاڼه .نوبيا يې له پاچاهۍ استعفا وکړه او بهلول يې د پاچاهۍ وړ وګاڼه.

بهلول ۲۶ کلن وه ډيلي کې خطبه د ده په نوم وويل شوه او پاچا شو.

کله چې لودي بهلول د هند د چارو واک ترلاسه کړ په پوره ځيرکتيا يې د حکومت چارې جوړې او سمې کړې. ولې بيا هم د ده دښمنان ارامه کېنناستل د ده په وړاندې ودرېدل.

د هند هېواد په بېلابېلو سيمو کې سيمه ييزه واکمنو او ان د ډيلي د تخت وارثينو د ده په ضد د جکړې اعلان وکړ چې موږ سلطان محمود شرقي د بېلګې په توګه يادولی شو.

نوموړي درې خونړي بريدونه وکړل .ولې نه يوازې سلطان بهلول د خپل افغاني غرور له مخې په شا نشو، ان د ده خواښې او د اسلام خان کونډې مستو بي بي هم د يوې مېړه مخې مېرمن په څېر د شرقي د بريدونو په وړاندې کلکه ودرېده او د هغه بريدونه يې په شا وتمبول.

له ده نه پرته سلطان محمد شاه شرقي چې د سلطان محمود شرقي له مړينې ورسته «بي بي راجي» د ده په ځای پاچا کړ، همدا ډول د محمد شاه شرقي له مړينې وروسته سلطان حسين شرقي، ميوااتي احمد خان، د کشميريانو بريدونه او په لسګونو نورې جګړې يادولی شو.

ولې بيا هم مېړني بهلول د دې ټولو بريدونو مخه ونيوه او په ډېرې اوښيارۍ يې ۳۸ کاله ، ۸ مياشتې او ۸ ورخې پاچاهي وکړه او د (۸۰) اتيا کالو په عمر مړ شو چې اوس يې هديره په هغه کلا کېچېرته چې د نصرالدين چراغ هديره ده .يانې د زاړه ډيلي په هغه کلا کې چې هر دېوال يې دوه کيلو متره اوږدوالی لري.


[1]  – سنګروال شهسوار د تاريخ مرصع تاريخي څېړنه ۱۶ مخ.

[2]  – همدغه اثر ۱۳ مخ.

[3]  – خټک افضل خان د تاريخ مرصع قلمي نسخه برټش کتابتون ۲۳۷ مخ.

[4]  – سنګر وال د افغانستان قومونه ۳۷ مخ.

16 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *