Categories

اعلان

Loading…

د کلاسیک معناییزه شننه/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

کلاسیک زیاتې معناوې ورکولای شي، کله کله کلاسیک د پخواني، زوړ او لرغونې په معنا راځي، لکه په اجناسو کې هغه ته کلاسیک وایو چې پخوانی وي او د کرونولوژي په نظرکې نیولو سره یې تاریخي مخینه پخوانۍ وي.

په ادبي تحقیقاتو کې هم کلاسیک د پخواني په معنا راتلای شي او داسې ویلای شو چې د پښتو ژبې له ټولو پخوانی کلاسیک شاعر امیرکروړ دی او داسې نور.

 د کلاسیک دویمه معنا، هغه ادبيات چې زړښت نه لري، په هر وخت او هرځاى کې ستايل کېږي. د پورته معنا په نظرکې نیولو سره کلاسیک د لاتینې ژبې له کلاسیکوس څخه اخیستل شوې چې په لغت کې د (لومړۍ درجې)) د لومړۍ يا لوړې طبقې په معنا راځي. په(اصطلاح) کې د کلاسيک کلمه د منل شوي، قبول شوي او هغو اثارو ته ويل کېږي، چې په ټولو تاريخي دورو کې د خپلو لوړو اوصافو او ممتازو وجوهاتو له کبله د هرچا له خوا قبول او د ستاينې وړ ګرځېدلی وي.

موږ د پښتو ادبياتو درې ادبي دورې لرو، چې عبارت دي: لرغونې(لومړۍ) دوره (١٣٩-٩۵٠هـ) دویمه دوره(٩۵٠-۱۲۵۰هـ) او درېیمه دوره (۱۲۵٠- تر اوسه پورې) په دې درېيو دورو کې موږ ډېر لیکوال او شاعران درلودل او لرو يې خو کلاسيک شاعر يوازې په دې شاعرانوکې هغه ته ويلى شو، چې په ټولو تاريخي دوروکې د هغه شاعري د خپلوعالي اوصافو او ممتازو وجوهاتو له امله د هرچا له خوا ستايل شوي وي، يا په دې دورو کې هغه چاته کلاسيک شاعرويلى شو، چې د دې شاعري د لومړۍ درجې شاعري وي او په هر وخت کې ژوندۍ شاعري وي. زموږ په ټولنه کې داسې نظم ليکونکي شته، چې کله نظم وليکي، د څه مودې لپاره هغه خلک خوښوي، خو د وخت په تېرېدو د خلکو له ذهنونو نه د هغه شاعري له منځه ځي؛ خو داسې شاعران هم لرو چې د هغوى شاعري هر وخت د ټولنې  په اصلاح کې مهم رول اجراء کولاى شي؛ نو بيا دې ته کلاسيک شاعر ويلى شو.

 د کلاسیک درېیمه معنا د لرغوني يونان او روم ادبياتو ته وايي، چې په خپله د کلاسيسيزم ادبي مکتب هلته پيدا او هلته يې وده وکړه.

په حقيقت کې د کلاسيک هنر هماغه د لرغوني يونان او روم هنر دى، چې بيا نورو له هغې څخه په پېروي، د نورو ادبي ښوونځيو بنسټ کېښود.  لرغونې يونان او روم د ادبي اصولو او قواعدو په پيروي او تقليد کې خپل اثار وليکل، کلاسيسټ تر هرڅه دمخه د طبيعت تقليد او پېښې کوي.

د کلاسيک ليکوال په نظر هغه څه چې موږ له طبيعت څخه د هنر له پاره را اخلو بايد ښکلې بې زيانه وي. د دې موخې تر لاسه کولو په خاطر بايد لرغونې اثارو ته مراجعه وکړو، له هغو څخه تقليد او پيروي وکړو، ترڅو ښه او مناسب اثار ايجاد کړو، ځکه چې ښه اثار تل ژوندي پاتې کېږي او نور بيا ژر هېرېږي او له منځه ځي، يوازې ښه او ځينې ادبي شهکارونه تل تازه او له نورو پېړيو او نسلونو سره ژوندې پاتې کېږي.

په کلاسيکه شاعري کې د عقل اصالت  يو مهم حقيقت ګڼل کېږي، هرڅه په کې په عقل او منطق بناء وي. تخيل په کې محدود، منظم او مرتب وي.

کلاسيک  ليکوال هغه څه وايي او تقليد يې کوي چې د عقل سره سم  وي.

(بوالو) وايي: که غواړئ چې اثر مو ارزښت ولري؛ نو له عقل سره مينه ولرئ. د اثر د ښکلا او ارزښت په خاطر له عقل څخه کار واخلئ، بيا په کلاسيزم کې هېڅ کله احساسات، تخيل او هيجان پر عقل او منطق غلبه نه کوي. عقل او استدلال تل خيالات او احساساتو ته لارښونه کوي.  د دې مکتب پيروان ځکه عقل ته ارزښت ورکوي، چې انسان ته يې پر نورو حيواناتو لوړتيا او امتياز ورکړى دى.

په لنډه توګه ويلى شو، کلاسيک هنري ادبي اثر به په يو ټاکلي ځاى، ټاکلي وخت او يو ټاکلي موضوع باندې د کلاسيزم د ادبي مکتب له پرنسيپونو څخه پيروي کوله.

د لرغوني یونان او روم ادبیات دکلاسیسیزم په نوم یادیږي او هدف ترې کلاسیک ادبیات دي او د کلاسیک څخه د دوی مفهوم د هغو ادبیاتودی چې تل پاتې وي. پښتو درېیو ادبي دورو کې هغه شاعران په دې کټګوریوکې راځي چې وینا یې تلپاتې وي. تاریخي کرونولوژي، عمر، دوره او داسې نور عوامل په کلاسیکو ادبیاتوخپل تاثیر نشي اچولای، یوازې هنریت، شعریت او تلپاتې توب یې مهم دی.

په ځینو ادب تاریخونوکې ټوله دویمه دوره (۹۵۰ ـ ۱۲۵۰) کال پورې د روښان، خوشحال، رحمان بابا او حمید مومند ادبي مکتبونه د کلاسیکې دورې په نوم یاد شوي دي. که چېرې کلاسیک په ټولو پورتنیو معناوو واخلو نو دویمې درې ته کلاسیک نشو ویلای.

ځینو نورو اثارو کې لولوچې دویمه دوره دوه پړاوونه لري، لومړی پړاو د روښان او اخوند درویزه تصوفي او سیاسي پړاو او دویم پړاو وروستني درې مکتبونه (خوشحال، رحمان او حمید مومند) یې ښودلي دي. که چیرې دې پړاو ته د دې لپاره کلاسیک ویل شوې وي چې د دې پړاو شعرونه تلپاتې او د ټولو له خوا منل شوي دي نو دا هم د تامل وړ خبره ده ځکه چې د خوشحال ټول هغه اثار چې (نامې) پکې راځي لکه سواتنامه، طب نامه، اخلاق نامه او داسې نور هغه شعرونه دي چې خپل مطلب یې نیغ په نیغه ادا کړی دی او د هنریت او شعریت مالږه پکې نه ښکاري نو له همدې امله دې ته هم کلاسیک ویل ځینې ستونزې پیدا کوي.

په ځینوځایونو کې وینم چې ځینې دوستان مو داسې موضوعات د لیکوالۍ (مونوګراف، تیزس، کتاب او رسالې) لیکلولپاره انتخابوي، لکه:

د کلاسیکې دورې منظوم داستانونه: د دې څخه هدف د خوشحال، رحمان بابا او حمید مومند د ادبي مکتبونومنظوم داستانونه ترې هدف دي که چېرې کلاسیک په پورته معناوو راشي نو د موضوع په عنوان کې ځینې ستونزې لیدل کېږي.

د کلاسیکې دورې کلاسیک شاعران: په دې نامه مې هم موضوع لیدلې ده، چې یوازې د دویمې دورې پیاوړي شاعران تر دې سرلیک لاندې تر بحث لاندې نیولي دي که چېرې کلاسیک په هغه معنا واخلو چې تلپاتې ادبیات وي نو بیا خو په درېیمې دورې کې هم پیاوړي شاعران او لیکوال لرو چې دوی هم کلاسیک دي، لکه ګل پاچا الفت، بینوا، سلیمان لایق، عبدالهادي ملا او داسې نور.

یوه ورځ مخکې مې په تاند کې یوه مقاله ولوسته چې لیکل شوي وه: ( د کلاسیک شعر او د معاصر شعرپرتلنه) هدف ترې د یوه بهترین ځوان شاعرد شعر یادونه وه او په شعر یې بحث کړی وه، دې هم کلاسیک په پورته معناوو نه وه اخیستی او له تحلیله یې معلومیده چې دی هم کلاسیک په بله معنا اخلي.

د کوم ځوان شاعر یاودنه چې لیکوال کړې وه، هغه د کلاسیکیت او شعریت په نظرکې نیولو سره کلاسیک شاعر دی، یعنې شاعري یې بهترینه، د خلکو په زړونو کې پاتې او د شعر د آرونو په نظرکې نیولو سره به یې وینا تلپاتې وي.

په پایله کې داسې وایم چې په پښتو ادبیاتو کې که کلاسیک د کلاسیکوس په مفهوم واخلو نو په لومړۍ، دویمې او درېیمې دورې کې کلاسیک شاعران لرو خو د لاتینې ژبې د مفهوم په نظرکې نیولو سره یوه خاصه دوره د کلاسیک په معنا نشومسماکولای.

په درېیو ادبي دورو کې کلاسیک شاعران لرو چې د نمونې په ډول د لرغونې دورې دښکارندوی غوري تحمیدیه قصیده انتخاب شوي شعر په ډول راوړم:

د ستاينې بوللـه

د پسـرلې ښکلونکي بيا کړه سينګارونه
بيايې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې سوې
طليسان زمردي واغوسته غرونه
د نيسان مشاطې لاس د مچېدو دى
مرغلرو باندې وښکلل بڼونه
د غټولو جنډى خاندي ورېدي ته
زرغونو بڼو کې ناڅې زلمي جونه
لکه ناوې چې سورټيک په تندي وکا
هسې وګاڼل غټولو سره پسولونه
مرغلرې چې اوره وخونو ليه
په ځلا يې سوه راڼه خپاره دښتونه
زرغونو مځکو کې ځل کا_ لکه ستوريه
چې پر هسک باندې ځلېږي سپين ګلونه
سپينې واورې ويلېده کاندې بهيږي
لکه اوښې د مين پر ګرېوانونه
هر پلو رڼې والې بهاندې خاندې
له خوښيه سر وهى له سينګړونه
هر پلو د ګلو وږم دى لونلى
ته وا راغله له ختنه کاروانونه
د مسيح په پو به مړو ژوندون بياموند
پسرلى مګر مسيح سو په پوکړونه
له مړو خاورو يې اغلې ګل را ويوست
وچ بيديا او غر يې کړله جنتونه
سړى جا جې چې را مشت کړ را مشتګرو
ګهيځ چوڼې چې په بڼ وکا ږغونه
په بربڼ چې ږغ د جوڼو نغوږېده سى
ته وا چندي سره پيودي اشلکونه
د زلما ټاپى راغلى دى پر جنډيو
لکه پېغله غوټۍ کاندې مکېزونه
د پو پلو مخ سور کړى پسرلى دى
يو د بل په غاړه اچوي لاسونه
د هيندارو په څېر غرونه سپين وړنګين دي
چې پر واورو باندې ځل وکا لمرونه
په غورځنګ غورځنګ له خولې ځګونه باسي
لکه شڼ هاتي شڼا کاندې سيندونه
نه به چوڼې په ستايه د ګلو موړ سي
نه به موړ سم د سلطان په صفتونه
د شنسب د کهاله ختلى لمر دى
د پسرلي په دود ودان له ده رغونه
د ښندو اورو يې درست اېواد زرغون کړ
له قصدار تر دېبله يې يونونه
په زابل چې د بري پر نيلي سپور سي
په لاهور يې د مېړانې ګزارونه
نه يې څوک مخ ته دري د مير څمنو
نه يې تورې ته ټينګېږې کلک ډالونه
د اسلام د دين شهاب د نړۍ لمر دى
تورستهان يې کړ رڼا په جهادونه
هره پلا چې دى پر هندو سند يرغل کا
رڼوي توره نړۍ په شهابونه
په پسرلي چې يې تېرون پر اټک وکا
غاړه غاړه يې ترې سوللـه زړونه
نه به ده غوندې روڼ ستورى په هسک ځلي
که څه پورته سي له غوره ډېر مېړونه
نه به راولي جګړن د سيند په لوري
نه به بري څوک د هند خپاره ښهرونه
نه به څوک زلمى د غور سره را غونډ کا
د داور تورې به چېرې کا ځلونه
يو خاوند شهاب الدين دى چې يې وکا
په هر لوري هر اېواد ته يرغلونه
په جوپو جوپو جګړن يې هند ته يون کا
چې د غور بادار همت وکا زغلونه
نن په سيند باندې تېرېږي يرغل کاندي
په پرتم يې زمري رېږدي په ځنګلونه
څپان سيند يې هم له ډاره ايلايي کا
پر اوږو وړي د غوريانو ښه اېړونه
په هر کال اتک د ده ښه راغلى کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي زلمي چې زغلي هند ته
نو اغليه پېغلې کاندې اتڼونه
زرغونې ختې اغوستې وې دې غرونو
بټ بېديا هم پسوللى وي ځانونه
هر ګهيځ چې لمر څرکېږي له خاتيځه
څو چې يون کا د لويديځه په څنډونه
که برېځر وي که غرمه وي که برمل وي
که لر مل که لمر لوېده که تر ملونه
د شهاب جګړن په نه کښينى له زغلو
نه به پرېږدي دا زلمي خپل بهيرونه
زمري کله کاږي ځان له يرغلګريو
څو يې نه کا مات مټونه ورمېږونه
يا به جګ کاد بريو رپي په هند کې
يا به پرېږدي هم په دې چاره سرونه
يا به وران کا بودتونونه د بمبڼو
يا به سره کاندې په وينو اېوادونه
په رڼا اوسې ته تل د دين شهابه!
نوم دې تل وه پر دريځ په نمزد کونه
څو راڼه شي ستا په توره د هند لوريه
څو چې نست کړې له نړيه بودتونونه
ستا په زېرمه دې خاونده لوى څښتن دى
موږ خو ستا په مرسته يو نه څو چې يونه

خوشحال خان خټک زیات او کم ۶۰ قصیدې درلودې خو د ښکارندوی غوره قصیدې سره که یې پرتله کړو نو له دې سره مقابله نشي کولای او یا په درېیمې دورې کې هم داسې تحمیدیه قصیده نه پیدا کېږي.

په دویمې دورې کې هم داسې شاعران لرو چې ویناوې یې د اوریدونکو زړونه تسخیرکړي دي او کلاسیکه شاعري ورته ویلای شو، لکه:

خوشحال خان خټک وايي:

صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز کا
کل عالم يې په صفت زبان دراز کا
د هغه نقاش په صنع نظر نه کا
چې له څه څاڅکي نه دا نقش و طراز کا
سترګې، وروځې، پوزه نور کېږدي په مخ کې
غاښ و شونډې ژبه خوله سره پرداز کا
يو سر بل سر په سر جوړ کا دوه غوږونه
چې په دواړو اورېدنه د آواز کا
بند په بند د لاسو ګوتې وبله کېږدي
سر تر پايه  يو صورت  سره يو راز کا
که څوک زر کتابه وکښي له دې بابه
که په کښل شي زر به نور پسې آغاز کا
هر وېښته چې په صورت باندې ليده شي
که پرې ځېر شي د شناخت ور به درته واز کا
خاص بنده د خداى  هغه ګڼه خوشحاله!
چې د ځان په معرفت يې سرفراز کا
ج

                              ***

ته چې هسې په غوغا درومې سيلابه
ولې هسې په ساعت کې شې بې ابه
افرين دې په همت د لوى درياب شي
چې په هېچېرې يې چار نه ده کريابه
د طوطي ژبه استاد غواړي د نطق
ګنه دا به لا بدتر وه له غرابه
چې په مخې دې نابود شي واړه ستوري
د اسمان په ستورو وخېژه افتابه
چې لمبې ورباندې بلې کا ايرې شي
د ژوندون هنر به نه ځي له سيمابه
له ياقوته دې هاله سيالي شبه کا
که د اور په تاو کې دانه شي بې ابه
چې مرغونه وزر بيا مومي الوزي
هېڅ مقصود  ترسره نه ځي بې اسبابه
په ځوانۍ کې اوده و په زړوالي
د خوشحال سترګې بيدارې شوې له خوابه

په درېیمې دورې کې هم کلاسیک شاعران لروچې د نمونې په ډول دګل پاچا الفت یو مثال راوړم: ګل پاچا الفت وايي:

د زړه مضمون

اندېښنې مې چې په زړه کې لکه لال په جګرخون شي
پس له ډېرو زړه چاودنو د رنګين شعر مضمون شي
زړه ته نور څه پاتې نه دي ټول په شعر اوبه شوي
د شاعر زړګى چې شين شي د ادب ګلان زرغون شي
هنر غواړي زړه چاودنه او د زړه په وينو پايي
د غوټۍ د زړه مضمون  خو د لوستو په زړه چاودن شي
طوفانونه دي پټ شوي د قلم هره قطره کې
د اشعارو بحر ګوره سترګورو ته جيحون شي
شخصيت ورو- ورو لويېږي خلک ډېر وروسته پوهېږي
دا د نن ورځې شاعر به پس له مرګه افلاطون شي

کلاسیک شاعران په درېیو ادبي دورو کې لرو خو یوه ځانګړې دوره د کلاسیک په نامه نه شو مسما کولای.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *