Categories

اعلان

Loading…

احمدولي مسعود ولسمشرغني په دې وغانده چې امان الله خان یې ملي قهرمان بللی

تاند- د شمال ايتلاف د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود د هیواد ولسمشر په دې وغانده چې د خپلواکۍ ګټونکي پاچا اعلحضرت امان الله خان یې د افغانستان ملي قهرمان بللی دی.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان او افغانستان د رېللارې په پرانستونکې غونډه کې وویل«نن زه په دې ډېر ویاړم چې د خپل ملي اتل امان الله خان یو ارمان مو په حقیقت بدلېږي.»

احمدولي مسعود له ولسمشر غني وغوښتل چې خپله خبره بېرته واخلي.

ده وویل د ملي اتل لقب احمد شاه مسعود ته ورکړای شوی او که بل چا ته د ملي قهرمان خطاب وشي اکثریت خلک خوابدي کېږي چې احمد شاه مسعود ملي قهرمان ګڼي.

ده استدلال وکړ چې مسعود ته د اساسي قانون په لویې جرګې کې د ملي قهرمان لقب ورکړای شوی دی.

احمد ولي مسعود وايي چې ولسمشر غني له احمدشاه مسعود سره دلچسپي نه لري:

«ویلی شم چې ښاغلی اشرف غني احمدزی د احمدشاه مسعود له شخصیت سره جوړ نه دی. خو د دې معنا دا نه ده چې د افغانستان په خلکو کې بې اعتمادي رامنځته کړي.»

احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په ۹ مه پر نیویارک او واشنګټن تر تروریستي حملو دوه ورځې وړاندې د تخار په خواجه بهاالدین کې په مرموز ډول ووژل شو.

دوه عرب خبریالان د ده په وژلو تورن شول.

753 total views, 1 views today

16 comments

  1. زبیح Reply

    زموز دمشرانو دی فر حیا لعنت شی چی تاسی سفیانو ته یی وخت درکری

  2. عبدالجمیل Reply

    دوی ټول همداسی احمقان دی. یو وخت ددوی بل نابغه چه د وچی مارشال یادیده د والیانو په یوه غون‌‌‌‌‌‌ډه کی را پورته شو او وویلی چه د ملی اجماع کلمه ما اخترا کړیده اوس یی هر څوګ استعمالو. باید زمانه غیر بل څوګ یی د استعمال حق نلری. پاتی شوه د قهرمان ملی یا ملی اتل الفاظ دا خو ددوی د ټیکداری یو لوی سمبول دی چه لږ زور پری راشی فوراً دی وسلی ته لاس واچوی. خو دا د چا دلاسه ؟ هغوی دی اوس په خپل کریوان کی ښکته وګوری چه د افغان ملت په مقابل کی څومره خیانت کړیدی. تاریخ مو څاری.

  3. طاهری Reply

    دا مردار خور هم د خبرو شو. د لندن به کوم هوتل کی یی قابونه بریمینحل او بخوانی ولسمشر کرزی بیا افغانستان ته راوست ترحو بری وحشی تلواله ارامه کری.

  4. noor Reply

    de dase wraze po hila che po estelah daa mile qahramaan de mile khayen po noom wanomawal she aw le qabra ye haddoki rawobase aw po yawa bojaye ke de edam po toga wazarrawal she.daa ba po hagha wakht ke washe che reshtini milie hokmatona wojod waalre.

  5. جمیل خان Reply

    د دغو خرو ځواب یوازې خرو طالبانو ښه ورکاوه.

  6. سلیمان Reply

    دوی ملامت نه دي همدې پښتنو لیډرانو، جهادیانو او کرزي ددې ملي خاین نه ملي اتل جوړ کړ او دوی هم دده د نوم نه ښه پوره استفاده وکړه. د خپل قدرت او چوکۍ لپاره یې دوی سرکشیو ته پریښودل چې کنترول یې اوس نه د هغوی په لاس کې دی اونه د بل چا، ټول ملت ته یې تر ابده یو لوی سردرد پيدا کړ.

  7. ش افغان Reply

    زما په نظر احمدولی مسعود حق په جانب دی، ځکه د ملی اتل لقب د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سم باید هغه چاته ورکړل شي چې د هیواد سل کلنه ملی او مجهزه اردو ئې ختمه کړه ، تر 700 زیاتې پوځي او ترانسپورتي الوتکې ، د 5000 په شاوخوا کې ټانکونه ، شوبلې ، زرهدار وسایط ، همداراز د سکات ، لونا ، اورګان ، پيچور او نور ډول ډول توغندي و یشتونکي دستګاوي یې ورانې ویجاړې او یا خپلو اصلی بادارانو ته لکه پاکستان، ایران ، تاجیکستان او نورو ته وړیا ورکړی.
    مولې قهرمان تر 70000 زیات د کابل ښاریان شهیدان کړل ، تر دوه میلیونو خلکو زیات یی د کابل له ښاره او نورو شاوخوا سیمونه مهاجرت ته اړ کړل. د کابل پوهنتون ، د شهزاده سرای ، ټول وزارتونه ، بانکونه لومړی چور او بیا د اور په لمبو کې وسوځول شول.
    د خلکو مځکې او کورونه چور اوضبط شول ، له اسلامی حزب، وحدت اسلامی، جنبش اسلامی سره د قدرت د ویش په سر خونړۍ جګړې وکړی او هیواد خصوصا د هیواد پلازمینه یی په کنډوالو بدله کړه.
    د « جهاد » په وخت کې یی د شوروی اتحاد له جنرالانو سره د همکارۍ او د نورو جهادی قوماندانانو پرضد د تفاهم قرارداد امضا کړ چې په نتیجه کې د هیواد غمیزه نوره هم اوږده کړله . « ملی قهرمان » چې په جاسوسې ، تخریب ، چاپلوسي ، شرارت کې پروفیسوری له پنجابه اخیستې وه قدرت ته له رسیدو وروسته سمدلاسه خپل ورونه هریو یحی مسعود په پولیند ، سویس او بیا بلژیک کې ، احمد ولی مسعود یی په لندن کې او احمدضیا مسعود یی په مسکو کې د شورای نظار او په مجموع کې د افغانستان د اسلامی دولت سفیران مقرر کړل چې هریو یی تر 15 کلونو پورې هلته سفیران او یا شارژدافیران پاته شول چې پدې موده کې دوی د خپل قهرمان ورور په هدایت د افغانستان د دولت ټوله سرمایه او عواید چور او هغه یی خپل شخصی ملکیت وګاڼه.
    د مرحوم استاد ربانی نازولی زوم خو له 52 میلیون امریکایی دالرو سره د دوبي په هوایی میدان کې ګیر او ډرامه یی ټولې نړۍ ته رسوا شو.
    فکر کوم دا داستان نور هم ډیر اوږد دی نو ضرورت به نه وي چې د افغانستان د چور او چپاول قهرمان له هغه چا سره پرتله کړو چې د افغانستان تاریخي استقلال یی د افغانستان خلکو ته ورنصیب کړ . د معاصر افغانستان د تاریخ یو نوی پړاو بنسټ یی کیښود، د غازی امان الله خان او د هیواد د خپلواکي د لارې د ټولو غازیانو ارواح د خوشحاله وی.

    1. Mohammad Arif Haleemy Reply

      Dagha yaw waqighiat de aw dagho ke sharam nashta

  8. Panjab Dokhman Reply

    وایی خدای چې مړی شرموې نوپرتخته ګوز واچوی
    دادسپی بچیان امریکایانو راوستل. کنه ټول په غارونو کې پټ وو. په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲
    زه شمال کې وم بیا کابل ته راغلم هلته مې . دما پیاد دی چې دوی ټول یو یو له غارونو راوتل

  9. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    AHMAD SHAH MASOOD WAS MEMBER OF KGB FORMER SUWEET UNION RUSSR INTELLEGENT,
    BESIDE HE SOLD ALL MINERALLS OF AFGHANISTAN,
    MASOOD MUST RESPONSE TO THE CASHM ONEY LEFTOVER FROM NAJIBULLAH.
    MASOOD KILL THOUSANDS OF HAZARAH BROTHERS IN AFSHAR KABUL.
    GHAZEE AMANULLAH GET FREEDOM FROM BRITISH,
    AFGHANHISTORY CAN NOT CHANGE BY AFEW SAQAWEE,
    WE AFGHANS WILL STRONGLY DEFENSE FROM OUR LEADERS,
    THANKS FROM TAANDS

  10. عمرخیل Reply

    دا لنډه غر او پریدی پالی خلک د حقیقت اوریدلو ځواک نلری احمدشاه مسعود د ټول افغانستان قهرمان نه دی که وی هم هغه د یو ولایت دی نور خلک یی په قیصه کی هم نه دی او نه ورته کوم محبوبیت لری ملی اتل .
    شاه آمان الله غازی د ټول افغانستان یو ویاړلی اتل دی .
    شاه آمان الله خان دی هیواد ته سوله ارامی او نیکبختی راوړی ده ده مونږ یی د پردیو د غلامی نه خلاص کړی یو . ولی مسعود برعکس زمونږ هیواد ته فقط او فقط بد بختی راوړی ده چی نن هم مونږ ورسره لاس او ګریوان یو .

  11. مطیع الله صافی Reply

    بس هر څه چی دوی وایی ښه وایی ځکه هغه متل دی وایی چی له خپله کا دارو به له کومه کړی
    دا هر څه مونږ خپله کړی څوک مو قهرمانان کړل او څوک مارشالان
    نو اوس داسی کوم څوک مونږ کی نشته چی یا ماشال وی یا قهرمان
    یوه ولسوالی ده چی وزیر وکیل رییس قومندان مارشال قهرمان او هر څه لری خو یو لوی قوم لیا هیڅ هم نه لری
    ترڅو به ویده یو

  12. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Salamooona
    Awal ba woowaym che pa karzi de lanat we che dagha saqawyan e qahramanan kral aw pa loy las dagha zamong de kor maran shwal bayad ashraf ghani ghash matawoonkai jawab warkri che Ahmad shah yaw landaghar aw de roosano godagai aw amanullallah khan waqighi qahraman che azadi e watan ta rawari da tol afghanan bayad de Ahmad Wali masood che landaghar aw ayash ensan da waghandi aw zanmargi de afghan doshman ta mootawajee kri.
    Noor bayad khpal waqighi mili atal de azadi gatoonkai Amanullallah khan yad wasato.
    Manana.

  13. ا.تندر Reply

    ګوری! افغانان چه کوم قهرمانان لری او تاریخ په خپل زړه کی ساتلی هغه ټول افغانان په اتفاق سره ستایی ، نن ورځ تنظیمی یا کورنی قهرمانان ډیر دی،تنظیمی یا قومی قهرمان ، ملی قهرمان ندی ، دا یواځی د کرزی صاحب د غلط ، انحصاری او سقاوی ویش چاپلوسی وه چه لیوان یی پری وستایل د بی ۵۲ او غټو غټو بمونو تر افتخار لاندی!!! او داسی نور افتخاررات
    موږ بی کامری ،مخلص او د اعلای کلمة الله د لاری ډیر معزز شهید اولیاءالله لرو چه نه چا یاد کړی او نه یی د کوڼددو او یتیمانو پوښتنه شوی خو ان شاءالله چه خدای جل جلاله ته مقرب دی او همدا تقرب دی ورته مبارک وی.
    احمدولی مسعود دی ووایی چه ملی قهرمان نوم غواړی خو دا سوالونه چه ملت سره مطرح دی ځواب یی آسان ندی
    آیا شورای نظار او جمعیت ملی ډلګی دی؟ نه هیڅکله
    تاسی تر اوسه کوم ملی خدمات لری؟
    دبن سقاوی تړون ملی وو؟
    انصار ګری او ملی والی فرق کولی شی؟
    کوم وزیر او قوماندان دی ملی اخلاق لری ؟
    غصب ،تجاوز،ظلم او انحصار ملی شرافت تمثیلوی که ملی رذالت ؟
    د ۱۰۰ سلو نه زیات ریسواده وزیر او جنرال تراشول همدا ملی اهداف تمثیلوی ؟
    او دیته ورته نور ملی مشخصات چه تاسی یی غصبوی دا حق نلری بلکه دا منتها د جهالت او دنائت تثبیتوی نه آدمیت ، دیده درآیی هم حد دارد
    کارونه می انحصاری او امتیازات می ملی !!! وای برین تربیت و عقلمندی.

  14. pattang Reply

    جمیل خانه !

    څوک چې په خپل پلار خاندي هغوی
    ته هغه ته حرامي وېیل کیږي
    که طالب نه وي قرسق پنجشېري ته به بازي کوې
    ګوره خوله دسمه ښوروه

  15. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi(Af.+Be.-+Tr.) Reply

    وروڼو د تاند درنو چلوونکو،سلامونه!!
    پرون مې یوه تبصره د ملي قهرمان او اتل ارواښاد غازي شاه امان الله خان په باب لیکلې او دراستولې وه، نپوهیږم ولې خپره نسوه؟
    د دې سکاوي قرصک والاوو په مردارو خولو ملي ویاړونه نه شي بدلیدلای!.په درناوي.

Leave a Reply to جمیل خان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2